لیکوال: احمد سعید کامه وال.
مسلمان ځوان ته خطاب کول دنورو خلکو څخه توپیر کوي؛ ځکه دځوانۍ دور د لوړهمتۍ ، حماسیت او جذبي، او دقربانۍ او ایثار دوردی، ځوان دسبا ورځې آرزو ده ، هغه دامت لویه سرمایه ده، دامت طاقت او قوت دی، داسلام په منطق کې دځوانۍ عمر دمسؤولیتونو یو ډک عمر دی، ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مرحله په نورو مرحلو ځانګړي کړې هم ده؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ) ژباړه: پنځه شیان مخکې دپنځو شیانو څخه غنیمت وګڼه: ځواني دي مخکې دبوډاولي څخه، صحت دي (روغتیا) مخکې دبیمارۍ څخه، مالداري دي مخکې دفقر څخه، فراغت دي مخکې دمشغولتیا څخه او ژوند دي مخکې دمرګ څخه.
که چیرې موږ نبوي ژوند ته ځیر شو ، نو وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ځوانانو ته دنورو په نسبت زیات اهمیت ورکوي، بلكې دهغه صلی الله علیه وسلم اکثره توجیهات او ارشادات ځوانانو ته دي ، دبیلګې په توګه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ځوانانو ته خطاب کوي: (اي دځوانانو ټولیه! دتاستو نه چې څوک د واده طاقت او توان لري نو هغه دي واده وکړي، ځکه چې واده دسترګو دحفاظت او د زنا نه دبچ کیدو یوه لویه ذریعه ده). متفق علیه.
داچې داسلام سپیڅلی دین ځوانانو ته په یوه خاص اهمیت قایل دی ، هغه ته يي یوه لویه درجه او منزلت وربخښلی؛ نو ځکه خو يي مسؤلیتونه او وجایب هم په اوږو بار دي. ترممکنه حده مې کوښښ وکړ ترڅو د(مسلمان ځوان مسؤلیتونه) په نامه یوه لړۍ جوړه او نشرته يي وسپارم الله دي وکړي چې دغه عمل ګټور واقع شي.
لومړی مسؤلیت: زده کړه کول.
– مسلمان ځوان ته پکار دي چې لومړی شرعي زده کړه حاصله کړي ، دومره شرعي زده کړه چې خپل ورځنی ديني ژوند پرې تیرولی شي ، او کوم عبادات چې ادا کوي هغه په صحیح توګه وپیژني ترڅو په بدعاتو کې مبتلا نه شي، په هغې لازمه ده ترڅو دتوحید درسته عقیده زده کړي، همدارنګه پکار ده چې دباطلو عقیدو څخه هم خبر وي، ترڅو ځان ترې وساتي، په هغه لازمه ده چې دلمانځه، روژې، زکات او حج احکام زده کړي، دایمان په شپږو رکنونو او هغه شیان چې ایمان پرې ماتيږي او یو مسلمان پرې داسلام ددایرې څخه وځې دهغې زده کړې ته پوره پاملرنه وکړي.
ای مشرانو! دځوانانو اوسني حالت یو دردوونکی حالت دی، یو ځوان به اولس (۱۷) کلنۍ ته رسيدلی وي ، نږدي به وي چې د ثانوي زده کړې څخه فارغ شي، خو افسوس دهغې دقرانکریم په ویلو ، په دې نه پوهيږي چې قران پاک په سهي توګه ووايي، داسي به يي وايي لکه چې اوس يي دقاری څخه زده کوي ، او حتی که دهغه لمونځ ته ځیر شې نو… توحید، عقیده، دایمان ارکان او دهغه ماتوونکو باندې پوهه خو لا پرځای پرېږده!!
دا ډير دتأسف او غم ځای دی، دا کومه تربیه ده چې یو پلار يي خپل بچي ته ورکوي…! نو ای دکورنۍ سرپرستانو! ای مشرانو! پر تاسو مې غږ دی، خپل ځامن ددغه تورتم څخه وباسئ ، دهغوۍ په تربیه کې ځیرک وسئ ، هغوۍ ته اسلامي تربیه ورکړئ ؛ ځکه چې هغو ته اسلامی تربیه ستاسو مسؤلیت دی ، ستاسو څخه به الله دهغو په باره کې پوښتنه کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (أَلَا كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِه: … وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ…) خبردار! هریو ستاسو څخه شپونکی دی، او هر یو څخه به دخپل رعیت او اهل په هکله پوښتنه کيږي: … دسړي څخه به دخپلې کورنۍ او رعیت پوښتنه کيږي… .
– په دوهم پړاو کې یو مسلمان ځوان ته پکار ده چې دنياوي تعلیم او زده کړه وکړي ، داسي زده کړه چې داسلام دنظره روا وي ، مسلمان امت ته پري ګټه ورسیږي ، بلکي داهڅه او کوښښ دي وکړي چې داسي زده کړه ترلاسه کړي چي مسلمانان ورته اړ او محتاجه وي ، دبیلګې په توګه: طبابت ، انجنري… همدارنګه دکفارو دمقابلي لپاره دې عسکري زده کړه هم وکړي، جنګي مهارتونه دي زده کړي، او په نوو اسلحو دي هم ځان ښه پوه کړي.
وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه أجمعین.
احمد سعید کامه وال.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.