د افغان طالبانو له پنځه کلن بند څخه د آزاد شوي امریکایي سرتیري بو برګډال د آزادیدو په ویاړ د جون میاشتې په ۲۸مه نیټه په پام کې نیول شوي مراسم لغوه شوي دي. د دې تور په اړه چې ګواکې دی له خپلې پوستې تښتیدلی دی، ښایي په سملاسي توګه په خپل پلرني وطن کې د خپلو خواخوږو، ملګرو او وطنوالو له هرکلی څخه برخمن نه شي.
د دغو مراسمو سمبالونکو ویلي دي چې دغه تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې هغوی ته یو شمیر بریښنا لیکونه او تلیفوني زنګونه ورورسیدل چې ګواکې برګډال یو «اتل» نه بلکې « یو تښتېدونکی» سرتیرې دی. په دغو اړیکو کې ادعا شوې ده چې برګدال له خپل ډلګي څخه پرته له کومې رسمي اجازې وتلی دی او بیا لادرکه شوی دی.
د نوموړي ښار په چارواکو باندې فشارونه وروسته له هغې زیات شول چې د برګډال ځینو پخوانیو پوځي ملګرو د تلیفون او بریښنا لیکونو له لارې ادعا وکړه چې دغه امریکایي سرتیري په افغانستان کې خپله عسکري پوسته «قصدا» پریښې وه.
ځیني انتقاد کوونکي ادعا کوي، برګډال چې د ۲۰۰۹ کال د جون په ۳۰ نیټه په مرموزه توګه لادرکه شو، د لټون په لومړیو عملیاتو کې يې څه نا څه ۶ امریکایي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
خو د برګډال په پلرني وطن کې چارواکو د پلان شوو مراسمو د فسخه کولو اصلي لامل امنیتي اندیښنې ښودلي دي او ویلي یې دي چې تمه کیده په دغو مراسمو کې د برګډال په زرونو پلویان او مخالفین ګډون وکړي، خو دوی د دغو مراسمو د امنیت د خوندې ساتنې له پاره اړین امکانات په اختیار کې نه لري. د آیداهو د هایلي د ښار د پولیسو مشر جیف ګونټر ویلي دي: کله چې لس زره خلک دلته راشي، پنځه زره یې په یوه خوا او پنځه زره یې په بله خوا ودریږي، نو ملي مسایلو ته په پام کې نیولو سره، موږ نه پوهیږو چې څه به پیښ شي.
برګډال چې لا تر اوسه په آلمان کې د امریکا متحده ایالاتو په یوه کلینیک کې تر روغتیایي معایناتو لاندې دی، د د تېرې شنبې په ورځ د ۱۴۳۵ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۳مه او د۲۰۱۴م کال د می په ۳۱مه نیټه د قطر هيواد په منځګړتوب د پنځو لوړ پوړو طالبانو په بدل کې چې په ګوانتانامو کې بندیان ول، د یوې تبادلې په ترڅ کې آزاد شو.
د چهارشنبې په ورځ طالبانو یوه ویډیو خپره کړه، کومه کې چې د برګډال د آزادیدو او امریکایي کوماندو ته د هغه د تسلیمیدو بهیر ښکاره کیږي. په دغې ویډیو کې برګډال ویریدلی او مغشوش معلومیږي. هغه مخکې له دې چې کښته شوې څرخي الوتکې ته وخیژول شي، پلټل کیږي چې نه شي چاودیدونکي مواد ورپورې تړلي وي.
که له يوې خوا د نوموړي امریکایي سرتیري او د پنځو طالبانو د تبادلې په اړه هم په واشنګټن کې ځينې مشران ناخوښ دي، او هم د کابل اداره او نور پرې خواشيني دي، خو له بلې خوا په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ د بندیانو د یادې تبادلې په اړه خوښي ترسترګو کېږي.
د امریکا د کانګرس ځینو سناتورانو پر دغې تبادلې ځکه نیوکې کړي دي چې د دوی په اند ښایي یوه نمونه وګرځي او مقابل لوری وهڅوي چې نور امریکایي سرتیري هم يرغمل کړي تر څو خپل بندیان پرې آزاد کړي. خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیګل، له دغې تبادلې څخه د دفاع په ترڅ کې ويلي دي: موږ له طالبانو سره خبرې اترې نه دي کړي. څرنګه چې ما مخکې ویلي دي بریدمن برګډال یو جنګي بندي ؤ. دا یوه عادي پروسه ده چې خپل بندیان سړی بېرته خپل وطن ته راولي.
د يا دونې وړ ده، څوک چې د پنځو لوړ پوړو طالب چارواکو د خلاصون په اړه خواشيني دي، هغوی انديښنه لري چې دوی به بیا د امریکې پر ضد جګړې ته مخه کړي، خو پرون نوموړو پنځو تنو راخوشې شوو بندیانو د لومړي ځل لپاره په یو ګډ خپور کړي پیغام کې څرګنده کړې چې دوی هغه تړون ته ژمن دي،کوم چې د دوی د آزادیدو په اړه د قطر هېواد او طالبانو تر منځ شوی دی.
د نوموړو پنځو تنو طالب مشرانو له خپور شوي پیغام څخه داسې څرګندېږي، چې له پیغام خپرولو څخه به يې ستره موخه پورتنيو غبرګونو ته یو ځواب مطلب وي، ځکه دوی ټينګار کړی چې د دوی د خلاصون په اړه د طالبانو او قطر هيواد ترمنځ د شوي تړون پرضد به اقدام ونه کړي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.