ليکوال: خالد اسلام جار.
طالبانو دفاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ اړوند دپته بابا په سیمه کې نن سهار لس بجې دزرهاؤ افغانانو مشهور قاتل جنرال مالک په موټریزکاروان باندې د یو کمين په ترڅ کې وسله وال بريد ترسره کړ، له نوموړي سره يې ورور ګلی پهلوان دپارلمان وکیل هم ملګری وه.
د طالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې په جنرال مالک باندې د کمين په ترڅ کې په دغه برید کې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي او د غرمي تر12 بجوپوري یې په شدت سره دوام وکړ.
ښاغلي قاري محمد یوسف احمدي زیاته کړې په دغه بريد کې جنرال مالک سخت ژوبل او ۶ تنه ساتونکي یې ځای په ځای وژل شوي دوه رینجرموټر اویو مرمۍ ضد موټر یې په بشپړه توګه سوځول شوي اودوه نور موټر یې هم کاملا تخریب شوي دي. همدرانګه یوثقیل ، یولیپ ټاپ کمپیوټر اوګڼ شمېر مهمات طالبانو غنیمت کړي.
د قاري احمدي په وينا طالبانو ته په دغه بريد کې هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی دی.
خالد اسلام جار
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.