لیکوال: محصلین
نن د جمعي په ورځ شاوخوا ۱۲ بجې د کابل په میرویس میدان کې د آریانا هوټل مخې ته دوه زورورې چاودنې وشوې، عبد الله عبد الله چې رنګ یې الوتی و، او په ډېره سړه او نرمه لهجه یې خبرې کولې،، وویل چې چاودنه دده پر موټر وشوه، نوموړي زیاته کړه چې له ماسره ډاکتر صیب زلمی رسول او انجینر محمد عارف هم وو، مونږ ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو یو څو ساتونکي مو ټپیان شول، او د هغوی حالت هم د اندېښنې وړ نه دی.
مګر اوس اوس داسې خبرونو سر راپورته کړ چې په چاودنه کې د عبد الله عبد الله درې ساتونکي وژل شوي، ویل کېږي چې درې کسان نور هم په چاودنه کې وژل شوي، او تر دوه ویشتو نور ټپیان دي، دا خبره د هغه عیني شاهد خبرې تاییدوي چې ویل یې: دا دي زه دلته ولاړیم د چاودنې ځای وینم، سیمه امنتیي ځواکونو کلابنده کړې ده، څوک لنډ نه پرېږدي، شاو خوا د انسانانو بدنونه پراته دي، آن چې د ځینو ونو په څانګو کې د انسانانو د بدن غوښې هم ښکاري،.
په داسې حال کې چې د ټاکنو د دوهم پړاو تر سره کېدو ته یوازې اته ورځې پاتې دي، په عبد الله عبد الله چاودنه کېږي، او هغه هم د کابل په زړه کې!
د چاودنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، لیرې نه ده چې په نوموړي باندې په چاودنه دې له انتخاباتي
سیالیو سره تړاو ولري.، ځکه تېره ورځ په شمال کې جمعه خان همدرد او دوستم ګواښمنې څرګندونې وکړې، او له هغې مخکې عطا محمد نور خو په زغرده ځان زمری وګڼلو، او اشارتا یې د پاڅونونو خبره وکړه.
عبد الله عبد الله چې له چاودنې تازه روغ را وتلی و، او کانټنینټال هوټل کې یې یوې غونډې ته چې دده په ملاتړ جوړه شوې وه خبرې کولې،، وویل چې په ده مین چاودیدلی دی، خو اوس اوس د کابل د پولیسو ویاند حمشت ستانکزي چاودنه سرتیری برید وګڼلو، اخوا بیا معلومات دي چې مرګ ژوبله زیاته ده، د عبد الله د دوه ساتونکی مرګ د نوموړي د کمپاین ویاند سانچارکي تایید کړ.
ننۍ چاودنه په داسې حال کې د کابل په زړه کې را منځ ته شوه چې د ټاکنو ددوهم پړاو تر سره کېدو ته یوازې یوه اونۍ پاتې ده، که څه هم چې د ټاکنو لومړی پړاو په آرامۍ تر سره شو، خو دا ځل د ټاکنو د نوماند په نښه کول ښيي چې دا ځل به ټاکنې د تېر په څېر په ډاډ تر سره نشي، یو څه ګړو بړ به خامخا ولري.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.