ليکوال: احمد بشير
د مصر د زقازيق په پوهنتون کې د کودتا ضد محصلينو د غورځنګ وياند احمدي حمودي رسنيو ته ويلي دی چې د یاد پوهنتون دوه محصلين (انس السيد د تجارت پوهنځي محصل او انس موسی د اينجنيرۍ د عالي انستيتوت محصل) وروسته له هغې د امنيتي ځواکونو له مرکز څخه نادرکه شول چې ټوله ورځ يې د امنيتي ځواکونو تر سختې شکنجې لاندې تېره کړې وه.
ښاغلي حمودي په خپل فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې ده، چې دواړه محصلين پرون امینتي ځواکونو د پراخې نيونې په ترڅ کې په زقازیق کې له یوه کوره بيولي ول،
نوموړي زیاته کړې چې انس موسی خپله چپه سترګه د تېر اکتوبر د ۶مې په پېښو کې د یوې مرمۍ په لګېدلو سره له لاسه ورکړې وه.
احمد بشير.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.