ليكوال: خالد عسکری
تیره ورځ د کابل د نړیوال هوایی ډګر په پوځی څانګې یو ناڅاپي توغندویي برید ټول کورني او بهرني سیاسی او پوځي کار پوهان حق حیران کړل ٬ ځکه د برید په ترڅ کی دهوایي ډګر د پوځي څانګي د تخریب ترڅنګ (چی په سلګونو ملیونه ډالره ارزښت یی لاره ) دګوډاګیانو د مشر حامد کرزي لپاره ځانګړی شوې هلیکوپتره هم ویجاړه شوه ٬ داچی د برید په هکله په کور دننه او بهر کی رسنیو هغه که چاپي وي یا بریښنایی یا هم تلویزونی ټولو په خپل وار سره له خپلو کرایي او اجرتي په اصطلاح سیاسي او پوځي کارپوهان را وسپړل او هغو کارپوهانو هم نمک حرامی ونکړه او د خپلې تجربې او مهارت له مخې یی هڅې کولی ترڅو لمر په دوه ګوتو پټ کړی ٬ کله به یی یو غر او کله هم بل غر ویشتلو ترڅو له یوې خوا خپل ځان خلاص کړی او له بلې خوا زمونږ د ولس سترګې هم له خاورو ډکې کړی او په یوه او بله طریقه یی غوښتل د برید اهمیت کم ښکاره کړی آن تر دی چی ځینو به دا خبری کولی چی طالبان ونه توانیدل چی کرزی په الوتکه کی په نښه کړی! او دیته ورته نوری بی بنیاده خبری او دعوې.
د پورته یادو شویو او ځینو نورو پټو وجوهاتو په پام كې نيولو سره، ماهم دا مناسبه او لازمه وبلله چی ددغو مزدورو رسنیو او دهغوی جعلی کارپوهانو ته په ځواب کی او د خپل میړني ولس له اصیلو بچیانو (طالبانو) سره دوفادارۍ په بڼه کی دخپل ضمیر غږ په دغه څو کرښو کی را وکاږم ٬ اوهغه داسې چی د کابل د نړیوال هوایی ډګر په پوځی څانګې برید او په هغې کی د نورو زیانونو تر څنګ د ګوډاګیانو د مشر حامد کرزی د ځانګړې الوتکې د ویجاړیدو ترشا ډیر عوامل شته چې مونږ یی یوڅو په ګوته کوو:
* برید دوخت او ځای له کبله هم خورا ارزښتمن بریښی ځکه دا برید په داسې مهال ترسره کیږی چی دیوې بلې امریکایی ډرامې (انتخاباتو) له لارې دوه تنه د چوکۍ عاشقان په خپل مینځ کی یو تربله سره ښکر په ښکر دی ، نو په داسې یوه نازک وخت دا برید دوه ښکاره پیغامونه له ځانه سره لری اول پیغام یی اوسنی ګوډاګی مشر حامد کرزی ته دی او طالبان د حال په ژبه ورته وایی چی کرزی صیبه وارخطا نکړې، مونږ دې اوس نه وژنو او دا ستا د تشې الوتکې ویشتلو څخه زمونږ مطلب ستا وژل نه بلکی یوازې ستا د تیښتې مخه ډب کول وو مونږ تا ژوندی غواړو تر څو د ډاکټر نجیب الله په څیر دې د عام ولس ترمخه د عدالت پنجو ته وسپارو .
* دوهم پیغام یی د امریکایي غولونکې ډرامې (انتخاباتو) له لاری راتلونکی د ګوډاګیانو مشر ته دی او طالبان غواړی ددی برید او نورو بریدونو له لاری راتلونکی ګوډاګی مشر ته په غوږ کی داخبره ور وڅڅوی چی د صدارت څوکۍ ته تر راتللو دمخه باید لومړی باید دخپلی تیښتی لپاره محفوظه لار او د سپرلۍ غم مو وخورۍ کنه وی بیا به د ډاکټر نجیب الله په برخلیک اخته شئ او هغه داسې چې کله طالبانو په کال ۱۹۹۶م کی کابل فتحه کړ نو سیاف ٬ مسعود ٬ ربانی او د حکومتی کابینی نور غړی له صدراعظم ! څخه نیولی تر خورد ضابطه له هر چاسره چی د تیښتې وسایل او محفوظې لارې موجودی وی نو فرار ته یی په قرار ترجیح او برتری ورکړه او داسې تیښته یی وکړه چی څوک بیا تر جبل السراج څوک بیا تر قندوز او طالقانو او څوک بیا تر کولاب او طهرانه ورسیدل او ډاکټر نجیب الله خوارکی یی د طالبانو او د افغانستان مظلوم ولس حساب کتاب ته پریښوده چی د طالبانو لخوا پرې عدالت پلي شو، د لکونو شهیدانو ارمان یی پرې په ځاي او ملیونهاوو یتیمانو ٬ کونډو او کړیدلو مسلمانانو زړونه یی پری ساړه کړل .
د کابل دهوایی ډګر د وروستی برید موقعیت او دقت ته په کتلو سره د برید په تنظیموونکو مجاهدینو طالبانو دې زمونږ د مسلمان ملت لخوا سل ځله آفرین او شاباسي وی او له الله تعالی څخه غواړو چی دغه مبارک عملیات په دغه مبارکه روژه کې قبول او منظور او د لا زیاتو کارنده بریدونو توفیق دی الله ورکړی ترڅو زمونږ مظلوم ولس ظالمو یرغلګرو او د دوی د ګوډاګیانو له ظلم او جبر څخه په پاکه او آرامه فضا کی د الهی عادل نظام تر سیوری لاندی آرام ساه واخلی . آمین
ستاسو ورور خالد عسکری
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.