لیکوال: محصلین
په هلمند کې حکومتي چارواکو دعوه کړې چې د هلمند د خانشین ولسوالۍ د تاغز په سیمه کې ددوی په ځواکونو برید کوونکي وسلوال مخالفین یې وژلي دي! حکومتي سرچینې وايي چې له ۷۰ وژل شویو او پنځوسو ټپیانو څخه یې یو میل پیکا، یو میل راکټ انداز، یو میل کلاشینکوف او یومیل درازکوف، او نورې مهمې وسلې نېولې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې نورې مهمې وسلې کومې کومې دي؟
د ۶۰۴سرحدي زون درستیزوال سمونوال حمید الله صدیقي وايي چې د مخالفینو د وژل شویو جنګیالیو جسدونه یې اوس هم په سیمه کې پراته دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د نورو وژل شویو او ټپي شویو جګیالیو وسلې څه شوې؟
نوموړي همداراز ویلي چې په په وژل شویو جنګیالیوکې د پنجاب او وزیرستان جنګیالیان هم شته دي، خو دا یې نه ده واضحه کړې چې څه ډول پوه شوي چې په وژل شویو کې پنجابیان او وزیرستانیان هم شته دي؟
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.