زلمی افغان
د امریکا په مشرۍ دصلیبي ټلوالې پر ضد روان جهاد دا دی د پنځلسم کال په درشل کې دی. که څه هم افغان مسلمان ولس او زرګونو ځوانانو د دې بلا پر وړاندې سینې سپر کړې او د هرې طبقې او پاړکي اړونده هستۍ په خپل نوبت ورته خپلې ککرۍ ښندي.
دا ځل د ځوانیمرګه محصلینو لړۍ کې د یوه داسې بااحساسه محصل او د هیواد علمي او مجاهد کدر ژوند ته تم کېږو، چې په دې تازه شپو کې يې د جنت په لور ابدي سفر پيل او تر شا یې په حقیقي او مجازي نړۍ کې لسګونه د فکر، قلم او سنګر یاران د فراق او ویر په ټغر پرېښودل.
دا ځوان کدر او مجاهد شخصیت انجنیر امین الله احمدي دی، چې څو ورځې وړاندې د بغلان ولایت د ډنډ غوري په څو ورځنیو خونړیو جګړو کې يې د شهادت جام نوش او د جنت په لور ابدي سفر پیل کړ.
زوکړه، استوګنځی :
ارواښاد شهید انجنیر امین الله احمدي شاوخوا دوې نیمې لسیزې وړاندې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې. د نوموړي اصلي استوګنځی همدا بغلان ولایت و.
زده کړې:
شهید انجنیر احمدي (رح) ابتدایي دیني زده کړې یې په خپله سیمه کې له علماوو څخه کړي او وړه دوره یې په زندان کې سرته رسولې وه.
انجنیر صاحب رحمه الله خپلې لومړنۍ زده کړې په خوشحال خان لسیه کې سر ته ورسولې او له هغې وروسته د ننګرهار اسلامي پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځي ته په لوړو نمرو بریالی شو . د لوړو زده کړو په جریان کې په کال ۱۳۹۱ ل کې د ثور په میاشت کې د پلخمري په ښار کي د خارجي او داخلي ګوډاګیانو لخوا د یوې چاپې په ترڅ کې اسیر شو او د دښمن لخوا زندان ته واچول شو. د دښمن دې تکلیفونو او مشکلاتو د انجنیر صاحب رحمه الله عزم کمزوری نه کړ ، بلکه نور یې هم عزم قوي کړ او بالاخره د ۱۴ میاشتي زندان تیرولو وروسته په کال ۱۳۹۲ هـ ش کې آزاد شو او بیا يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ، څو چې په کال ۱۳۹۴ کي له پوهنتون څخه فارغ شو.
شهید انجنیر احمدي همداراز په دې نږدې موده کې په کوم بهرني هیواد کې د خپل مسلک یعنې کمپیوټر ساینس په برخه کې ماسټرۍ ته هم چمتوالی نیولی و. خو ژوند ورسره یاري ونکړه.
ایثار او سرښندنه:
د نړی په ګوټ ګوټ کې پر مظلومو مسلمانانو د کفارو او صلیبیانو ظلمونو د انجنیر صاحب رحمه الله څخه د آرام خوب تښتولی و او تل به یې د مظلومو مسلمانانو څخه په دفاع کې خپل آواز اوچتولو او د حق په ویلو کې به یې د هیچا څخه ویره نه کوله.
کله چې د افغانستان په پاکې خاورې کفارو یرغل وکړ او د هغوی په مقابل کې د افغانستان غیرتي ولس د خپلو پلرونو غوندې ټوپک ته لاس کړ او په هر ډګر کې یې ورته ماتې ورکړه.
انجنیر امین الله احمدي رحمه الله هم یو له هغو کسانو څخه و، چې د جهاد الهی فریضه یی اداء کړه او د هیواد په مختلفو ولایتونو کی د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې د کفارو او د هغوی د ګوډاګیانو سره مخامخ مقابله وکړه.
چی په ۱۳۹۱ هجری شمسی کال د ثور په میاشت کی د پلخمری په ښار کي د خارجی او داخلی ګوډاګیانو لخوا د یوی چاپی په ترڅ کی اسیر شو اود دښمن لخوا زندان ته واچول شو د دښمن دې تکلیفونو او مشکلاتو د انجنیر صاحب رحمه الله عزم کمزوری نه کړ بلکه نور یی هم عزم قوی کړ او بالاخره د ۱۴ میاشتی زندان تیرولو وروسته ازاد شو او بیا يې خپلی مبارزی ته دوام ورکړ.
شهید انجنیر احمدي (رح) له پوهنتونه د فارغت پر مهال د فارغت په ځانګړې چپنه او تور پاج کې
سلیقه او مهارتونه:
شهید انجنیر امین الله احمدي په ټولنیز او دودیز ژوند کې له نورو ډېرو همځولو ډېر متفاوته و. هغه په اړیکې جوړولو او پاللو، د ملګرو جذب ، جامو او راشه درشه کې ځانګری مهارت او سلیقه لرله.
هغه په څلورو ژبو (انګلیسي،عربي، دري او پښتو) پوهېده او روانې خبرې يې پرې کولای شوای.
هغه په خپل نیمګړې ژوند کې د هیواد شاوخوا ۲۰ ولایتونو ته بیلابېل سفرونه کړي ول. د سیمې مجاهدینو سره به یې اوږه په اوږه جهاد کاوه، د همصنفیانو او محصلینو ملګرو سره به یې درس وایه، له داعیانو سره به یې دعوت کاوه او له فرهنګي او لیکوالو ملګرو سره به یې د افکارو او نظریاتو تبادله او همکاري کوله.
هغه به ډېر په اسانه د هر څومره سر سخت مخالفت سره سره مخالفین او ګمراه ځوانان قانع کول او د استدلال او مناقشې د اصولو په مټ يې ډېر ژر د هر چا قناعت حاصلاوه.
جذبه او دیانت:
شهید انجنیر تقبله الله د غیرت، او میړانی یو مثال و، هیڅکله يې دښمن ته شا نه ده اړولې او په خپلو ملګرو کي تل د اتل پيژندل کیده.
انجنیر صاحب رحمه الله ډیر زیرک او پوه شخصیت وه، د ملګرو خدمت یې ځانګړی صفت وه.
د حق په ویلو کې به یې د چا څخه ویره نه کوله، په زړه کې به يې خبره نه ساتله او هر چاته به یی خپله غلطی ښودله.
د اسلامي امت د ستونزو حل یی یواځي د اسلامی نظام په حاکمیت کې لیدلو.
په شهادت مین ځوان و او تل به یې د شهادت آرزو کوله.
یوځل يې د فدایې عملیاتو د سرته رسولو پخاطر نوم لیکنه هم کړی وه، خو د خپلو مشرانو لخوا منع کړای شو؛ ځکه پوهېدل چې د انجنیر صاحب رحمه الله په څېر اشخاصو ته د جهاد په نورو ډګرونو کې ډیر ضرورت دی.
د شهید انجنیر احمدي په اړه د هغه یو تن ملګری جابر نعماني په خپله فیسبوک پاڼه د نوموړي د دیانت او جذبې په اړه یوه خاطره لیکي، وایي : « شهید انجنیر امین الله احمدي ته یو وخت د ننګرهار په اسلامي پوهنتون کي چا خبر ورکړ چي کوم محصل شراب څښلي، او په نشه کي اوتي بوتي وايې، سمدستي را پاڅيد هغه محصل ته ورغی، او د ټولو په وړاندي يې وډبوی، او وعده يې ورڅخه واخیستل چي بیا به شراب نه څښي.
انجنیر امین الله احمدي یو باتجربه داعي هم وو، هغه به په جماعت د لمانځه ډير تاکید کاوو، او تل به يې پخپله امامت ترسره کوو.»
او بالاخره شهادت یې:
شهید انجنیر امین الله احمدي تقبله الله بالاخره له اوږدې مبارزې ، د الله په لار کې له خدمتونو، جهادونو ، تکلیفونو وروسته په بغلان کي د صلیبیانو او د هغوی د مزدورانو سره په مخامخ جګړه کې په ۱۳۹۴/۱۱/۱۴نېټه چې د ۲۰۱۶د فبروري له ۳ نيټې سره سمون خوري په شهادت ورسید، چا چې له شهادته سمدستې وروسته د نوموړي جسد لیدلی وايي چې مخامخ پر ځيګر لګیدلی و.
د شهید انجنیر صاحب امین الله احمدي د ښو اخلاقو، دیانت، غوره استعداد ، جهادي عزم، متعهدې ملګرتیا او ژمن ژوند په اړه د هغه پر فیسبوک پاڼه زښتو زیاتو ملګرو خپل تاثرات پرایښي.
موږ دلته د شهید احمدي رحمه الله تعالی د یاد او غوره پيژندنې په پار د هغه څو تنو ملګرو او اشنایانو څرګندونې او احساسات له تاسو شریکوو.
خالق یار احمدزی: آخ ! مرګیه څه ځوانۍ دې یوړې . شهید انجینر امین الله احمدی زما د فسبوک له دوستانو څخه ؤ . خو نالیدلې دوستی یئ په شهادت داسې ودردولم لکه چې سكنی ورور مې چې له دنیاګۍ کډه بار کړې وی . شهادت دې مبارک شه ! حضرت نیکمل: هجر دجانانه زموژ له سترگونه خوب وري دي .ستا دشهادت اواز چي هرچا اوريدلي دي.داسي دغيرت مرگ خودستا ستره ارزو وه نو.نن دتول بغلان باندي دوير ماتم جوركري دي.اتل شهيد انجينر امين الله اميني. حمید سیلاب: ای شهیده! کاش تا دا سر پورته کړی وای. او دا د ملگرو او یارانو فراق د لیدلی وای. غم دې ډیر دروند دی! سورګل اسرار: د ډنډغوری غیور سپڅلی په دین مین په اسلام په جهاداو شهادت مین ولس ته دسپیڅلوشهیدانو مبارکی وایم. افسوس دا چی له یوی خوا د زړه ساتونکو ملګروجدایی ډیره ګرانه ده. دبلی خوا نه دا دافتخار ځای ده چی داسی زوانان هم لرو چه الله د دین خپرولو په خاتر خپل سرونه قربانوی غرب او ددوی غلامانو ته د خپل بدن په وینه زواب ورکوی. چه دهغوی د جملی څخه زمونږګران ملګری او همصنفی. شهید انجینر صاحب امین الله احمد چی د شهادت جام یی نوش کړ قسم چی چی ډیر غیرتی په دین مین زوان و د جهاد سپیڅلی لاره کی ډیر زحمتونه وزغمل. څوره چه ولیکو د حو رو میلمه انجینر صاحب نه خلاصیدونکی صفات لری .خو لنډا دا چی الله تعالی د داسی سپیڅلو وینو په برکت مجاهدین کامیاب لری.
الله جل جلاله دې نوموړي ته د خپلو کړیو اسلامي، جهادي او دعوتي فعالیتونو له امله د آخرت خوښۍ ور په برخه کړي، د هغه لارویانو ته دي د ده د نیمګړو آرمانونو د پوره کولو توفیق، کورنۍ او ملګرو ته یې غوره نعم البدل عطا کړي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.