ليكوال : احمد سعید کاموال
.
ورونو او خويندو!
دروژې مياشت یو برکتي او دخیر نه ډکه مياشت ده، د مسلمان لپاره پکار دي چې ددغی میاشت څخه ګټه واخلي، خپل ټول وخت د الله تعالی په طاعت او عبادت کی تېر کړي؛ نو د دې لپاره بايد لاندې ټکو ته ځير شو او عملي يې کړو:
10. دزړه له کومی د روژه ماتي وخت کی الله تعالی ته دعا وکړه ، ځکه د روژه دار دعا قبليږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی:(ثلاث دعوات مستجابات : دعوة الصائم ، ودعوة المظلوم ، ودعوة المسافر) رواه البيهقي، دری دعاګانی قبليږي: د روژه دار دعا، د مظلوم دعا، او د مسافر دعا. او په بل روايت کی راځي چې(الصائم حين يفطر)روژه دار چې کله روژه ماتوي نو په دي وخت کی دعا قبليږي. او رسول الله صلی الله عليه وسلم به ويل:( ذهب الظمأ وابتلت العروق وثبت الأجر إن شاء الله ) رواه أبو داود .تنده ختمه شوه، او خولې وچی شوې، او د الله په ارادی سره اجر وټاکل شو.
11.کوښښ وکړه چې يو مسلمان ته روژه ماتی ورکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی:( من فطّر صائما فله مثل أجره ) رواه البيهقي.چا چې روژه دار ته روژه ماتی ورکړ؛ نو دْ ته به دهغه په شان اجر او ثواب وي.
12.د ماسختن او دتراويح لمونځ ته ځان چمتو کړه، اودس وکړه او په خوږ زړه مسجد ته ورشه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايی: (من قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ) متفق عليه . چا چې د روژی مياشت د ايمان او ثواب ګټلو له وجی په قيام او عبادتونو کې تېره کړه، الله تعالی به هغه ته مخکني او وروستني ګناهونه وبښي.
13.ددی څخه وروسته نور وختونه دې په صله رحمۍ، د خير او ذکر په مجالسو کې تېر کړه ، او همدارنګه د نيکانو ملګرو په پوښتنه کی او هغوی سره په نيکو کارونو کی په مرسته کی تېر کړه.
الله پاک دی مونږ ټولو ته د رمضان د مياشتی په عبادتونو ، ذکرونو، تلاوتونو او هری نيکی کی توفيق راکړي ، او د ګناهونو څخه دی مونږ په امان کی وساتي، آمین.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.