ليکوال: همايون
د بلخ ولايت څخه خبر ورکړل شوی چې په دغه ولایت کې د افغان سوداګرو له خوا د وزيرستان له بې ځايه شوو سره چې د ډيورنډ پولې له پورې غاړې د جګړې له امله له تېرو څو اونيو خوست ته را کډه شوي او ځای پر ځای شوي څه باندې لس ميليونه افغانۍ مرسته راټوله او اعلان شوه.
خبر کې زياته شوې چې د بلخ ولايت نږدې ټولو سوداګرو د مرستو د راټولولو په ياده پروسه کې برخه واخيسته او هر يوه له خپل وس سره سم په نغدي ډول مرسته وکړه.
د مزارشريف ښار د مدني ټولنو فعال احمد جاويد رسنيو ته په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه افغانان دي، له دې امله د وزيرستان اوسېدونکي او په ځانګړې توګه خوست ته بې ځايه شوي، پر افغانستان باندې حق لري. د پاکستان دولت تل له دغې سيمې څخه د جنګ د ميدان په توګه کار اخيستی او دغه خلک يې په کرار نه دی پرې ايښي.
د يادونې ده، له وزيرستان څخه شاوخوا ٧٥ زره کډوال افغانستان ته راغلي چې ډېرى يې خوست کې مېشت دي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.