لیکوال: محصلین
د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي چې د تېرې یکشنبې په ورځ یې د اسلامي خلافت اعلان وکړ، او خپله دی د مسلمانانو خلیفه وټاکل شو، اوس یې په یو غږیز پیغام کې د نړۍ په ټولو مسلمانانو غږ کړی چې د اسلامي خلافت دولت ته هجرت وکړي. نوموړي ددې تر څنګ هوډ څرګند کړ چې د نړۍ په نورو برخو کې به د مسلمانانو ساتنه کوي.
ښاغلی بغدادي د خلافت له اعلان وروسته په خپل لومړني غږیز پیغام کې وايي:( مسلمانانو! د نړۍ په هر ګوټ کې چې یاست! له تاسو نه چې هر څوک کولی شي، اسلامي دولت ته هجرت راوکړِي، هرو مرو یې دې وکړي؛ ځکه چې دار الاسلام ته هجرت فرض دی )
بغدادي زیاتو: ( مونږ په ځانګړي ډول په طالب العلمانو، فقهاوو، دعوتګرو، چې په سر کې یې قاضیان، نظامي، اداري او خدمتي متخصصین، ډاکتران، انجینران او په ټولو برخو کې متخصصین راځي غږ کوو چې هجرت را وکړي؛ ځکه چې ( د مسلمانانو د سختې اړتیا له امله عام نفیر په دوی فرض دی )
ښاغلي بغدادي په خپل دې پیغام کې اخطار ور کړی چې په نورو هېوادونو کې د مظلومو مسلمانانو غچ به اخلي! نوموړي ویلي: ( د اسلامي دولت سرتېرو! ستاسو وروڼه د نړۍ په هر ګوټ کې ستاسو مرستې ته سترګې په لار دي، هغوی ستاسو د لښکرو په تمه دي، همدا بسنه کوي چې تاسو ته د منځنۍ افریقا، او له دې مخکې له بورما څخه د مسلمانانو د حالاتو خبرونه را رسېدلي!! قسم په الله چې هرومرو به غچ اخلو، که څه هم چې لږ وروسته وي، هرو مرو به غچ اخلو! ) نوموړی وايي: د نړۍ په مختلفو برخو کې ستاسو وروڼه سخت کړول کېږي! بې پتۍ کېږي! وینې توییږي! همت وکړئ! همت وکړئ!
تر دې وړاندې د تېرې یکشنبې په ورځ ابو محمد عدناني د اسلامي دولت ویاند وویل: ( د خلافت د قیام، او د مسلمانانو د خلیفه ټاکلو، او له مجاهد شیخ ابوبکر بغدادي سره دمسلمانانو د خلیفه په توګه د بیعت پرېکړه شوې ده، او نوموړي منلې چې بیعت ور سره وشي؛ ځکه خو اوس نوموړی دنړۍ په هر ګوټ کې د ټولو مسلمانانو خلیفه دی، مونږ د مسلمانانو پام دېته را اړوو چې د خلافت له اعلانولو وروسته، په ټولو مسلمانانو فرض ده چې له خلیفه المسلمین ابراهیم البغدادي حفظه الله سره بیعت وکړي، په دې سره ټول هغه امارتونه، ډلې، ګوندونه او ولایتونه لغوه کېږي چې د نوموړی واک او لښکر ورته رسېدی شي.
له الفرنيسة AFP آژانس څخه.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.