لیکوال: محصلین
همدا شېبه په کابل کې د ټاکنو د کمیسیون رسنیزه غونډه روانه ده، احمد یوسف نورستانی وايي په دې کې شک نشته چې د ټاکنو پروسه سخته پروسه وه، دا چې مونږ دا کار وکړ، دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د ټاکنو په پروسته نیوکې یو معمول دی، د نړۍ په هر ځای کې تر سره کېږي. د ټاکنو کمیسیون ټولو غړو او دار الانشاء په صداقت سره خپله دنده پر مخ وړې ده.
د ټاکنو کمیسیون د قانون په رڼا کې د کاندیدانو ځینو اندېښنو او پوښتنو ته ځواب ویلی دی. نن ټاکل شوې وه چې د ټاکنو ددوهم پړاو لومړنۍ پایلې به اعلانېږي، او د له هغه مهال ویش سره سم چې مخکې له مخکې ټاکل شوی و. خو دا چې اوس اوس مونږ تصمیم ونیولو چې په دیرشو ولایتونو کې د 1930 محلونو رایي بیا وشماري، او د سرطان تر ۱۶ نېټې چې د دوشنبې ورځ راځي د ټاکنو لومړنۍ پایلې به اعلان شي. .
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.