لیکوال: محصلین
نن سهار د کابل په کارته سخي سیمه کې د کرنې وزارت مخې ته د هوايي ځواکونو د افسرانو په کاسټر موټر چې هوايي ډګر ته تلل سرتیری برید وشو، د خبرونو له مخې سرتیری برید پلی روان و، داسې ویل کېږي چې نوموړی توانېدلی چې کاسټر ته ور دننه شي، او هلته له ځان سره شته چاودیدونکو توکیو ته چاودنه ور کړي، ځینې راپورونه وايي چې د کاسټر په دروازه کې یې چاودنه کړې ده.
د نوموړې چاودنې د تلفاتو په اړه وروستې راپورونه وايي چې د هوايي ځواکونو ۷ افسران پکې وژل شوي، دي، او تر ۱۶ پورې نور ټپیان شوي. د یادونې ده چې دا شمېره د حکومت د امنیت له خوا ور کړل شوې ده، بل خوا ددفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي چې وژل شوي افسران ۸ کسه دي، او ۱۳ نور ټپیان دي چې اوس د سردار محمد داودخان روغتون ته وړل شوي، خو معمولا د جګړې ښکېلې خواوې تل د خپلو تلفاتو شمېره کمه، او د مقابل لوري تلفات زیات ښيي.
د نوموړي برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی، طالبانو په خپله پاڼه کې ویلي چې نوموړی فدايي برید ددوی یو ملګري ملا رحمت الله ولید چې د زابل د ارغنداب اوسیدونکی دی، تر سره کړی.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.