لیکوال: محصلین
نن چهار شنبې نړیوالو ځواکونو اعلان وکړ چې د استرالیايي ځانګړو ځواکونو یو عسکر یې په مرمۍ ویشتل شوی، نوموړی عسکر له وسلوالو مخالفینو سره په جګړه کې نه مخامخ نه وښکیل، یوازې مشوریي او تمریني رول یې لوبولو.
د استرلیايي وسلوالو ځواکونو مشر مارک بیسکین وویل چې عسکرو یې خپل ملګری په کابل کې په یوه اداري دفتر ټپي ولید، سمدستي او په ډېره بېړه یې روغتون ته د هغه وړلو تابیا ونیوله، خو له دې سره سره ټپي عسکر له نړۍ سترګې پټې کړې؛ ځکه چې ټپ یې ډېر ژور او زورور و. نوموړي استرلیايي چارواکي د ټپي عسکر او د پېښې د جزیاتو په اړه نور څه ونه ویل.
د یادونې چې استرالیا خپل پوځي ماموریت د تېر دیسمبر په میاشت کې له روزګان څخه په وتو سره پای ته ورسولو، خو ۴۰۰ عسکر یې پرېښودل تر څو په کابل او کندهار کې د مشورې او ښوونې چارې پر مخ یوسي.
له المرکز الافغانی للاعلام څخه.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.