لیکوال محصلین.
دعراق او شام د اسلامي دولت له خوا د اسلامي خلافت له اعلانولو سره سم د سعودي عربستان نوي کلن پاچا عبد الله د یکشنبې په ورځ یو پیغام خپور کړ، نوموړي په خپل بیان کې چې اسلامي نړۍ ته د مبارکې روژې د را رسېدو په مناسبت یې خپور کړ، ټینګار کړی چې د ده په اصطلاح د ترهګرو په وړاندې یې د هېواد دریځ ټینګ دی.
نوموړی د خپل بیان په یوه برخه کې وايي چې: ( که د ترهګرو هر یوه د سعودي امنیت ته ګواښ پېښولو دی به یې هېڅکله په وړاندې له نرمۍ کار وانخلي. )
نوموړی زیاتوي چې له اسلامپالو واسلوالو څخه یې د خپل هېواد دساتنې لپاره د وړ ګامونو پورته کولو حکم کړی.
پاچا عبد الله وروسته له هغه چې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې، په دې یې ټینګار وکړ چې د عراق سنیان به وهڅوي چې د عراق په نوي حکومت کې برخه واخلي، ،
ددې تر څنګ په نړیواله کچه هم د اسلامي خلافت په اړه غبرګونونو سر راپورته کړی، لکه بریتانیا او فرانسه، نوموړو دواړو سخته اندېښنه ښودلې چې په عراق او سوریه کې د دوی د جنګېدونکو کسانو له راتګ سره به د دوی هېوادونو ته هم جهادي فکر راشي!
له عربي بي بي سي څخه
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.