لیکوال : محمد أفغاني
.
د دفاع وزارت وایې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې یې د ماین په چاودنو کې ۱۰ د ملي اردو منسوبین وژل شوي دي .
د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې د ملي اردو عسکرو په بیلابیلو سیمو کې عملیات پیل کړي ، او یوتعداد طالبان یې وژلي او ټپیان کړي دي ، خو طالبانو دا ادعا ناسمه بللې او ویلي یې دي چې زمونږ د مرګ ژوبلي کچه یې ډیره ټیټه ده .
له بلې خوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دي چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالی کې یې ۱۴ پولیس وژلي دي .
قاري یوسف زیاته کړه : ددوې کسانو بیګا شپه ناوخته د یادې ولسوالۍ اړوند د میرمندو د حاجي هاشم اکا په کلي کې د پولیسو دکمربند په پوسته پراخ وسلوال بریدترسره کړ چې دوه ساعته یې دوام وکړ ، او په پایله کې یې پوسته فتحه او ۱۴ پولیس ووژل شول ، په برید کې زمونږ دوه کسان په شهادت ورسیدل او دوه نور ټپیان شول .
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.