لیکوال : أنس شيرزاد
.
ته بچی ابراهیمي یې که فاروق حضرت عمر یې
ته خالد سیف الرحمن او که شاهکار علي حیدر یې
غیرتونه دې یادیږي په هر کور او هر دیار کې
ته ایوب صلاح الدین او که عمار بن یاسر یې
د جهاد شمله دی لوړه په دنیا کړه ای رهبره
ته براء الانصاري که ربیعه بن عامر یې
زمونږ امیر ، زمونږ رهبر او زمونږ قائد سپه سالاره
ته امیر المؤمنين او په مونږ ګران ملاعمر یې
*****
ستا میړانه سرښندنه ، ستا قوي قوي عزمونه
را ژوندې کړي د تاریخ هغه زاړه خواږه یادونه
زمونږ زخمونو ته درمل او زمونږ زړونه کړي سیرآبه
ستا دا ښکلي په زړه پورې او سپیڅلي یادګارونه
اسلامي نړې کړي فخر ، مومنان دې کړي ذکرونه
په هر خوا او هرمجلس کې ستا یادیږي غیرتونه
زه “شیرزاد” به تل نازیږم ، تل به ویاړم او خوښیږم
تر څو ستا توره ژوندۍ وي او وي ستا قوي فوځونه
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.