لیکوال : أنس شيرزاد
.
د جهاد پریښودل د ذلت او بدبختیو باعث ګرځي
جهاد د خپلو بچیانو د نسیان او تخلف له وجې په زړه زخمي ښکاري … پدې کې خو هیڅ شک نشته چې عزت او کرامت ، سر لوړي او کامیابي په جهاد کې نغښتي دي ، تر څو چې د اسلامي امت جهاد ته مخه وه ، نو کافران تری ویریدل ، د مسلمانانو راج د نړۍ په لویه برخه چلیده ، اسلام غالب وو ، مګر کله چې د اسلامي امت ځوانانو جهاد ته شا کړه ، په ذلت او بدبختیو راضي شول ، د غلامۍ او بی پتې ژوند ته یې مخه کړه ، د نفس د شهواتو او غوښتنو قرباني شول ، د کفارو او د هغوی د دوستانو د دسیسو او مکر فریب ښکار شول ، او کله چې د امت علماوو خپله فریضه هیره کړه ، د نبوي میراث په ساتلو او خلکو ته رسولو کې پاتې راغلل ، د جنګي ډګرونو څخه په شا شول ، جهاد یې پریښود ، د حلالو په تحریم او حرامو په تحلیل یې دین بدل او تحریف کړ ، د امت ځوانان یې په مختلفو بهانو او وسیلو د کافرو په اشاره له جهاده راستانه کړل ، همدا وو چې اسلامي امت یوځل بیا هغه د بدبختیو ، ناخوالو او تیارو ژوند ته ور وګرځید چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه مبارکو صحابه وو تری د ډیرو قربانیو ، فداکاریو او سرښندنو وروسته راویستی او ژغورلی وو ، هغه حریت ، عزت ، امن او سوکالي یې چې د ډیرو مبارکو وینو په برکت ترلاسه کړی وه بیرته له لاسه ورکړه ، د جهاد د پریښودلو او جهاد ته د شا اړولو له امله اسلامي امت د الله تعالی د عذاب سره مخامخ شو ، کفار او د هغوی دوستان پرې بیا مسلط شول ، او دادې تر نن ورځې پورې مونږ ګورو چې هر ځاې کې د وینو سیلابونه روان دي د مسلمانانو او څوک سر پرې نه ښوروي او نه یې مرسته کوي ، جهاد یواځې د یوې کوچنې ډلې مسوولیت وګرځید ، حال دا چې په خیر القرون کې به چې د جهاد لپاره نارې پورته شوې ، هرچا به یو له بل څخه مخکې والی ښودلو ، خلکو به خپل ټول مالونه او مرستې راوړلې ، جهاد هر چا د خپل ځان فریضه او عمل ګڼلو …
الله تعالی په خپل کتاب کې فرمایي : وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لَا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ .
دا د کعب به مالک په شمول د هغو دریو صحابه کرامو حال دی چې د رسول صلی الله علیه وسلم څخه د اجازي اخیستلو وروسته یوازی د یوې غزا څخه وروسته پاتې شوي وو ، لسګونه ورځې ورسره مقاطعه اعلان شوه ، خپلې ښځې ترې بیلې کړای شوی ، تردې چې نبي علیه السلام به هم ورسره خبرې نه کولې ، نو څنګه به وي حال د هغو کسانو چې نن ورځ یې جهاد نه یوازي چې پریښی دی بلکې نور خلک هم د جهاد پریښودلو ته هڅوي ، د مجاهدینو دښمني کوي ، هغوی ته په بده سترګه ګوري ، څنګه به وي حال د هغو علماوو چې مونږ یې آوازونه یوازې د مجاهدینو په ضد تبلیغاتو کې اورو ، د انتقاد ګوتې یې یوازي د مجاهدینو لوری ته نیولي دي ، دوې ټولو د هغو مظلومانو د مرستې څخه په شاتګ کړی دی چې الله تعالی ورته هڅولي ، د هغو مظلومانو مرسته یې پریښې چې الله تعالی یې د مرستې لپاره په مکرر ډول په خپل کتاب کې حکمونه را نازل کړي دي …
الله تعالی فرمایي : ” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ ۚ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ ۚ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ ـ إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ “ …
آیا ددې وعید ، ویرونې او عتاب وروسته هم مسلمانان نه را پورته کیږي ، آیا ددې مبارکو آیتونو له لوستلو وروسته به هم ځوانان د ځانونو لپاره عذرونه لټوي ، آیا ددې صریحو حکمونو وروسته به هم ددې امت سړي غلي پاتي کیږي او دجهاد ډګرونو ته به نه راووځي … نو دوی باید پوه شي چې ددې وعید او عتاب د تجاهل وروسته دردوونکی عذاب راتلونکی دی ، ددی آیتونو او صریحو حکمونو د مخالفت وروسته ددې جهاد ته شا اړونکي قوم په ځاې الله تعالی د هغه قوم راوستونکی دی چې هغوي به د الله تعالی په لاره کې جهاد وکړي ، او هیڅوک هغوی ته ضرر نه شي رسولی .
د فرض عین جهاد پریښودل ډیر بد عواقب لري ، د ډیرو بدو حالاتو لامل ګرځي ، تردې چې د اسلام ډیر حکومونه تر پښو لاندی کیږي ، آزادي او حریت له منځه ځي .
ابن حجر رحمه الله وایي : کله چې حربي کافر د اسلام کور ته را داخل شي ، او کوم مسلمان اسیر کړي او ددې خلاصون ممکن وي ، نو دی وخت کې جهاد پریښودل لویه ګناه ده .
نن ورځ نه یوازی دا چې کفار د اسلام کور ته را داخل شول او مسلمانان یې ونیول ، بلکې د مسلمانانو په مقدساتو یې تجاوز وکړ ، د اسلام خوږ پیغمبر په شان کې یې ګستاخي وکړه ، د مسلمانانو عزتونه یې ولوټل ، مسلمانې پیغلې یې په زندانونو کې واچولې ، په اسیرانو یې ډیر ناروا او سخت ظلمونه وکړل ، په افغانستان ، عراق ، فلسطین ، صومالیه ، یمن او نورو اسلامي هیوادونو کی یې داسي وحشي ظلمونه وکړل چې د انسانیت په ټنډه باندې تور داغ دي .
خلک په رڼو سترګو دا ظلمونه او بربریت ګوري خو یې هیڅ پری نه دردیږي ، د اسلامي امت ځوانان ګوري چې امت د کفارو او د هغوی د غلامانو د تورو لاندی آخري سلګې وهي مګر د هغې د ژغورنې لپاره له خپل درانه خوبه نه راویښیږي ، د اسلامي امت علماء او پوهان ګوري چې زمونږ پاکلمنې خویندې د کفارو له جیلو څخه دوې ته د نصرت او وامعتصماه چیغې او نارې وهي مګر ددوې له خولو ددوې فتواګانې ددې پتمنو پیغلو د نصرت لپاره نه راوځي ، د ضمیر او وجدان خاوندان د یتیمانو ، کونډو او بورو میندو کریکې او چیغی اوري مګر د هغوې لښکرې ددې بې کسه انسانانو د مرستې او آه او فغان اوریدنې لپاره نه را پورته کیږي . ددې مظلومو فریاد به کله اوریدل کیږي ، آیا ددې مظلومو مسلمانانو دا بد حالت با وجدانه او باضمیره خلک نه ځوروي ، آیا مسلمانان د جسد واحد حیثیت نه لري ، آیا ددوې مرسته فرض نه ده ، آیا ددوی ژغورنه انساني وجیبه نه ده ؟؟؟
الله تعالی فرمایي : ” وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ “ .
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي : اَلْمُؤمِنُونَ کَرَجُلٍ وَاحِدٍ اِنِ اِشْتکَی عَینُهُ اِشْتَکی کُلُّه وَاِنِ اشْتَکی رَأسَهُ اِشْتَکی کُلُّهُ
مسلمانان د یو سړی په شان دی که دده سترګه خوږ شی نو ټول بدن ئی خوږیږی او که دده سر بیمار شی نو ټول بدن ئی بیماروی . حدیث
نن ورځ کې مونږ د کومو بدبختیو او ناخوالو سره لاس او ګریوان یو ، کفار او دهغوی دوستان په مونږ ډول ډول تیري او ظلمونه کوي ، او زمونږ د دين او پیغمبر په حق کې ګستاخي کوي ، ددې ټولو لامل او وجه یوازی د جهاد د فریضي پریښودل او د ځوانانو جهاد ته شا اړول دي .
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي : کله چې تاسو جهاد پریښودو ، نو الله تعالی به پر تاسو ذلت مسلط کړي او ترهغه به یې درڅخه پورته نه کړي تر څو چې خپل دین ته راونه ګرځی .
ابوبکر صدیق رضي الله عنه وایي : هیڅ قوم جهاد نه دی پریښی مګر الله ذلیل کړي دي ….
ليكوال : أنس شيرزاد
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.