ليکوال: خالد اسلام جار.
له تیرو دریو ورځو را پدیخوا د هلمند ولایت د سنګین، مارجي ، نادعلي ، نوزاد او موسا کلا ولسواليو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
دغه جګړه د تېرې جمعې پر شپه هغه مهال پیل شوه، کله چې طالبانو د خيبر په نامه د اعلان کړو عملیاتو په لړۍ کې د هلمند ولایت په یادو ولسواليو، ټولو پوستو او نظامي مراکزو باندې مسلسل بريدونه پیل کړل چې تراوسه دوام لري.
كه څه هم د هلمند ولايت امنيه قوماندان پاسوال ارکان حرب عبدالقيوم باقي زوی رسنيو ته ويلي: په جګړه کې اوس دوی پرمختګ کړی، او په موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسواليو کې يې تر ډېره حالات تر كنټرول لاندې راوستي دي، خو بي بي سي راډیو وايي چې سنګین کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي، او حکومتي ځواکونه د سنګین له دوه لارې ورمخته کېدو ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي د دواړو خواو د تلفاتو په اړه ويلي چې په دې جګړه کې ۱۰۶ وسله وال طالبان وژل شوي، او تر ۲۰۰ زيات ټپيان دي او دغه راز د سلو په شاوخوا کې افغان امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي وايي چي تر اوسه دسنګین په ولسوالۍ کي د مرکز او ساروان کلا په ګڼو سیموکي ۱۶ پوستې له حکومتي ځواکونو څخه نیول شوې اودنوزاد په مرکز کي 5 پوستې نیول شوې اوپه موساکلا کي ۵ عسکر ووژل شول او په کجکي کي ۳ ټانګونه او ۷ بهرنيان ووژل شول او ۵ پوستې ونیول شوې او ۴۴ افغان عسکر ووژل شول او ۱۵ یې ټپيان شول چي دمړو جسدونه یې اوس هم دجګړې په میدان کي پراته دي په مرجه کي د عباد الله قلف ، کاریز سدي وردګانو بلاک او ځینو نورو سیمو کي پر حکومتي پوستو او مراکزو بریدونه وشول چي ۲ شوبلې او ۱۶ کورني عسکر پکي ووژل شول.
د قاري احمدي په وينا په ناد علي کي ۶ ټانکونه او ۲۱ امریکایي عسکر له منځه ولاړل. په دې سربیره په دا پورته ذکر شویو استقامتونو کي د دښمن ۱۶ کلاشنکوفونه ، ۵ ثقیلان ، ۴ راکټونه ۱ دهشکه ، ۱۵ عرادي موټرسایکل، یوه توپنګچه دانې دراکټ مرمئ ۷۰۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۳۰۰۰ د ثقیل مر مۍ اوګڼ شمېر نورمهمات طالبانو غنیمت کړي.
طالب وياند رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د خپلو تلفاتو په اړه ويلي دي: د روانې جګړې په اوږدو کي زموږ ۵ نفره مجاهدین په شهادت رسیدلي دي.
نوموړي د کجکي د بریښنا دمزیو پریکیدلو په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي چې دا کار له مجاهدینوسره کوم تړاو نه لري بلکي دا دغلامې ادارې داوباشانو کار دی.
سنګین د کندهار- هرات پر لویه لاره موقعیت لري، چې کجکي، نوزاد او موسی کلا ولسوالیو ته هم لارې ترې غځېدلې دي. چې اوسمهال ورپورې ټولې غځېدلې لارې تړل شوې، چې له کبله یې کلابند شوي وګړي له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د جګړې له سیمو تر دوو زرو ډېرې کورنۍ کوچېدلې دي، د ملکي تلفاتو په اړه هم خبر ورکړل شوې خو دقيقه شمېره يې نه ده معلومه.
خالد اسلام جار.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.