لیکوال: محصلین
په خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې لس ورځې وړاندې په غزني ولایت کې نیول شوي ۳۳ تنه استاذان او محلصین چې له کندهار ولایت څخه پر لاره وو، نن ماسختن آزاد شول.
نوموړي استاذان او محلصین طالبانو نیولي وو، نن د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یو پیغام کې ویلي چې نوموړي استاذان او محلصین دوی د ځینې راپورونو پر بنسټ نیولي وو، خو کله چې له پلټنو او څېړنو وروسته څرګنده شوه چې دوی بېګناه دي، په ډېر درنښت یې بېرته خوشي کړل.
طالبانو ویلي چې دوی له نوموړو استاذانو او محلصینو سره له درناوي ډک دمیلمنو په څېر چلن کړی، چې باید همداسې ور سره شوي وای.
دا یو منلی حقیقت دی چې د پوهنتونونو استاذان، د ښوونځیو ښوونکي او د مدرسو علمای کرام، او دجوماتونو ملا امامان په حقیقت کې د ولس ښوونکي دي، له همدې کبله په ټول ولس او هره ټولنه کې لوړ مقام لري، هر څوک یې درناوی کوي. مونږ له طالبانو مننه کوو چې نوموړي استاذان او محلصین یې زر خوشي کړل. الله دې وکړي چې نه وي ځورول شوي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.