لیکوال: استاذ عبید الله سلیم
کفار او غربیان ښځه یوازې د خپلو شهوت پالنې لپاره نه کاروي، بلکې د خپلو مادي ګټو لپاره یې کاروي، بربنډ انځورونه یې د خرڅلاو په توکو لګوي, تر څو ښه خرڅ شی!!
دوی د ښځې په حیا او د ښځې په عزت او شرف تجارت کوي، او دا د ښځې حق ګڼي، ډېر کم به داسې پېښ شوي وي چې دوی د خپل خرڅلاو په توكو د نارینه وو لوڅ او بربنډ انځورونه کښلي وي! دا ولې؟ که د عدالت او برابر چلن خبره وي, باید له نارینه وو او ښځینه وو سره یو ډول رویه وشي، دوی لکه څه رنګه چې د ښځو بربنډ انځورونه خپروي همداسې دې د نرانو هم خپاره کړي؟ خو دوی دومره درراغزن، دومره ټګمار دي، چې خپل کفر او چټلې دیموکراسۍ ته هم ژمنتیا نه لري، دوی د الله جل جلاله او د رسول صلی الله علیه وسلم دښمنان دي، بلکې د انساني فطرت دښمنان دي.
هر کله چې د یوې مسلمانې ښځې په پت او لمن د داغ لګېدو ګواښ وي، نوموړې باید زده کړې پرېږدي، هه! که زده کړه فرض عین وه بیا به تر خپل وسه هڅه کوي چې په یو ډول نه په یو ډول یې وکړي، که فرض عین نه وه، او پت او پاک لمني یې له ګواښ سره مخ کېده، بیا یې دې نه کوي، مونږ ګورو چې ښځې له کور نه بهر ته د زده کړې په نامه یا د کار په نامه راوزي, مګر بیا داسې څه پېښېږي چې ټوله ټولنه تاواني کوي، کوم څه چې همدا اوس غربي ټولنې ورسره لاس او ګرېوان دي، هغوی نر او ښځې لکه څاروي یو ځای سره خوشي کړي، چې دا دی پایله یې ایډز را ووته، دا خو پرېږده چې د ایډز په تباه کوونکې ناروغۍ څومره کلنۍ بودیجه لګي؟ د ایډز دمخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو پروګرام یوازې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ایډز دمخنیوي بودیجه ۲۶ میلیارده اټکل کړې وه!!! چې په هغې کې ۱۰ میلیارده را ټول نه شول. http://www.tunisia-
sat.com/vb/showthread.php?t=1481850
د الجزیرې تلویزیون د راپور پر بنسټ چې له رویټرز خبري آژانس نه یې راخیستی, ملګري ملتونه د ایډز په وایروس د اخته کسانو شمیره ۳۴ ملیونه ښيي !!!
http://www.aljazeera.net/news/pages/a860c989-2c37-4d23-98e8-01ccd02c7491
د ځينو نورو څېړنو له مخې هر کال له درې ملیونو زیات انسانان تر ایډز پورې د تړاو لرونکو ناروغیو له امله مري! http://www.startimes.com/f.aspx?t=32119522
ښکاره خبره ده چې د دې تباه کوونکې ناروغۍ د مخنیوي په لارو چارو به څومره کسان بوخت وي!؟
په رښتیا چې کفار تر سره په بې عقلۍ کې ډوب دي! دوی ددې پر ځای چې د ایډز د ناروغۍ د مخنیوي لپاره ملیاردونه ډالره لګوي، په لکونو نور خلک له کاره وباسي! ولېد لنډ د ایډز لامل او سرچېنه نه بندوي؟! کوم لګښتونه چې په دې لاره کې کوي, ولې یې په یوه بله داسې لار کې نه کوي چې چې هم یې ولسونو ته او هم دوی ته ګټور وي, ددوی دغه کړنې یو ځل بیا د قرآن کریم هغه سپېڅلې وینا تاییدوي چې وايي: کفار عقل نه کاروي! بې شعوره دي! فکر نه کوي، د څارویو په څېر دي، په رښتیا چې د څارویو په څېر دي!!
په دې کې هېڅ شک نشته چې د انسان ژوند او روغتیا د هغه تر زده کړې ډېر مهم دي، یو انسان چې ژوندی نه وي، یا نیم ژواندی وي، ناروغ وي څه ډول به زده کړې وکړي!! پس هر کله چې زده کړه د انسان د مرګ او ناروغۍ لامل ګرځي، په ایډز یې اخته کوي! فکر نه کوم چې عاقل انسان به په داسې یو حالت کې ښځه څه چې آن نر ته د زده کړې جواز ور کړي!!
اسلام ښځې ته په ډېر درانه نظر ګوري، درناوی یې کوي، د ښځې ټول لګښتونه, او د اړیتاوو پوره کول يې په خاوند اېښې دي، که واده شوې ونه وي بیا یې په پلار او یا ورور اېښې دي، او که کونډه وي، زوی به یې پالنه کوي؛ ځکه د ښځې بدن کمزوری دی، دنر په څېر د هر کار کولو توان نه لري، نر تکړه دی او د هر رنګه کار کولو توان لري، دلته الله جل جلاله که له یوې خوا ښځه کمزورې پیدا کړې ده له بلې خوا یې بیا د هغې د ژوند لګښت ټول د نر پر غاړه ور اچولی دی، مګر دیموکراسي بیا وایي چې نه ښځه هم باید د نر په څېر کا ر وکړي، باید مفته یې ونه خوري، او دې ته نه ګوري چې ښځه کمزورې ده، له داسې رنګا رنګ ناروغیو او ستونزو سره مخ کېږي چې نارینه نه ورسره مخ کېږي. کفار ځکه تش په نامه د ښځو د زده کړو نارې سورې وهي, تر څو ښځه د نر په څېر په هره برخه کې کار وکړي، په تیاره يې ونه خوري، یو ملګري کیسه راته کوله چې همدې پرمختللو! هېوادونو ته تلی و،وايي هلته دا خبره کول چې ښځه دې کار نه کوي او ډوډۍ دې وخوري، جامه دې واغوندي او نور ژوند دې پرمخ بوزي، چا نه منله! دوی داسې انګیرله چې په نړۍ کې داسې ځای نشته چې هلته دې ښځه له کار کولو پرته ډوډۍ وخوري!
د اسلام مبارک دین د ښځې د ناتوانۍ له کبله ځينې نور حکمونه هم ترې پورته کړي دي، په نر یې جهاد فرض کړی، په ښځه نه دی فرض، په نر د جمعې لمونځ فرض دی, په ښځه نه دی فرض، په خپل کور کې یې هم کولای شي، او نر یې که پرته له کوم عذره په کور کې کوي ګنهګار دی، د جمعې لمونځ باید هر نر په جماعت سره ادا کړي، او د ښځې خپله خوښه ده, چي په جماعت یې کوي که شرایط برابر او سم وو، او که یي په خپل کور کې کوي، خو ښه دا ده چې په کور کې یې وکړي.
له دې نه موخه دا ده چې ښځې ته د اسلام او کفر نظر توپېر سره لري، مونږ باید د کفارو په نظر ښځې ته ونه ګورو, باید د اسلام له نظره ورته وګورو, د قرآن له نظره ورته وګورو، اصلي ستونزه دا ده چې کله مونږ کفار وینو او بیا ځان د هغوی په څېر نه وينو، دلته ځان بد را ته ښکاري، که مونږ داسې فکر وکړو چې کفار دي مسلمانان شي, بیا هېڅ کله له دې ستونزې سره نه لاس او ګرېوان کېږو.
طالبان د ښځو د زده کړو مخالف نه دي، بلکې د ښځې په حیا, د ښځې په آبرو او عزت له ملنډو وهلو سره مخالف دي، دوی د ښځې زده کړه په هغه ډول غواړو په کوم ډول يې چې اسلام غواړي، نه په هغه ډول چې کفار یې غواړي، کفار خو د ښځو سندرو ویلو، نڅا او ګډيدا ته هم د ښځې زده کړې وايي، مګر اسلام دې کار ته اجازه نه ورکوي.
زمونږ په افغاني ټولنه کې هغه ښځه چې د خلکو په مخ کې سندرې وايي او ناڅي، څوک د ښځې په سترګه نه ورته ګوري، نه یې څوک د کور مېرمن کوي، او نه غواړي چې د اولادونو مور یې شي! هو که داسې وشي چې د دې په څېر که کوم ډم پیدا شي, او هسې په خوله واده ور سره وکړي، هغه خو بیا هسې هم ډم دی، مونږ باید د زده کړو او ډمتوب ترمنځ توپير وکړو، مونږ مسلمانان یو، افغانان یو, ځانته دین لرو، ځانته رسم او رواج لرو، مونږ باید د امریکې او نورو کفارو رسم او رواج دلته په خپل هېواد کې پلی نه کړو، لکه څه رنګه چې دوی زمونږ رسم او رواج په خپلو هېوادونو کې نه پلی کوي… ادامه لري.
استاذ عبید الله سلیم
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.