لیکوال: محصلین
وروسته له هغه چې عبد الله د ټاکنو له کمیسیونونو څخه مرور شو، او دوه ورځې سر په سر یې رسنیزې غونډې جوړې کړې، او په څرګندو ټکو کې یې وویل چې نور ده د ټاکنو په کمیسیونونو خپل باور بایللی دی، ځکه چې دده غوښتنې یې نه دي منلي، ښاغلي عبد الله عبد الله په خپله دوهمه رسنیزه غونډه کې حامد کرزي ته هم ګوته لکه کړه، چې ګواکي دا لوبه ټوله دده په انجینرۍ تر سره شوې ده، خو پرون بیګاه بیا احمد سعیدي چې د غور ولایت اوسیدونکی او پخوانی کمونیست دی،او اوس له عبد الله عبد الله سره خواخوږي لري، او د فهیم په ژوند کې د هغه مشاور و، وویل چې له کرزي سره په انجینرۍ کې ګلبدین حکمتیار مرسته کړې ده. داسې ښکاري لکه احمد سعیدي ته د ګلبدین حکمتیار انجینري پیاوړې تر سترګو شوې وي.
په هر صورت نن حامد کرزي د خپلو ملایانو په یوه غونډه کې ، د عبد الله عبد الله اندېښنو ته خوله ور واچوله، نوموړي وویل چې له کومې ورځې چې ستونزه را ولاړه شوې، له هغې ورځې له عبد الله عبد الله او اشرف غني سره په اړیکو کې دی، نوموړي ډاډ څرکند کړ چې هېواد به د کړکیچ په لوري لاړ نشي، داسې یو هواری به رامنځ ته شي چې دواړه نوماندان پرې خوښ وي.
حامد کرزي وویل دا چې عبد الله عبد الله د ملګرو ملتونو خبره کړې، چې هغوی دې ددې ستونزې په هواري کې مرسته وکړي، نه یوازې دا چې دا خبره د منلو ده، بلکې ښه خبره ده، زه هڅه کوم چې هر هغه څه چې دا ستونزې له قانوني لارې هوارولی شي وکړم.
دا په داسې حال کې چې په کابل او ځینو شمالي سیمو کې د یو ځانګړي نوماند له خوا په عامو خلکو د وسلو دوېشلو خبرې هم سر را پورته کړی، دا خبره د کابل امنیت په خپله پاڼه کې کړې ده، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا وسلې د چا له خوا په چا ته ور کول کېږي.
همدا نن په جمعه خان همدرد چې د اشرف غني ملاتړی، او د ګلبدین حکمتیار ځواکمن کس دی، له مزار نه کابل ته په لاره یو خونړی برید پرې وشو، ځینو خبري رسنیو وویل چې دا د جمعه خان او د مزار د پولیسو تر منځ نښته وه، خو د جمعه خان ویاند روح الله سمون وايي چې نه، په دوی د پولیسو په جامو کې ناپيژاندو کسانو برید وکړ، چې موخه یې جمعه خان همدرد و،مګر هغه له پېښې روغ ووت، خو څلور ساتونکي یې ووژل شول، او درې نور ټپیان شول.
په ورته خت کې دا خبر هم خپور شو چې نن د کابل په خیر خانه سیمه کې د اشرف غني د کمپاین یو غړی وژل شوی، همدا ډول تېره ورځ له بغلان ولایت څخه راپورونه ور کړل شول، چې دولتي عسکرو له یو ځوان څخه په دې جرم ګوته پرې کړې چې ولې یې اشرف غني رایه ور کړې ده، تر دې وړاندې د ټاکنو په ورځ په هرات کې له یوولسو کسانو څخه ګوتې پرې شوې، لومړی دا تور په طالبانو ولګول شو، خو طالبانو دا کار یو جنایت وبللو، او داسلامي شریعت له مخې یې ناروا وګڼلو، او ویې ویل چې دا کار یا د نامسولو کسانو، او یا هم خپله د هېواد ددښمنانو دسیسه ده، غواړي په دې توګه خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي، ، له دې داسې ښکاري چې کیدای شي د دواړو پېښو تر منځ یو څه تړاو شتون ولري. ،
د حامد کرزي له ننیو څرګندونو داسې ښکاري چې هېواد یو ځل بیا د زورواکانو، غربپالو او جنایتکارانو د شخصي ګټو او غورمپش ښکار کېږي، اوس ښه جوته شوه چې د ولسواکۍ او ولسپالنې نارې هسې د شخصي ګټو او غوښتنو لپاره کېږي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.