لیکوال: محصلین.
د رویټرز د خبر پر بنسټ، ټاکل شوې نن د جمعې ورځ، د سعودي پاچا د لنډ وخت لپاره د مصر له نوي نظامي ولسمشر جنرال سیسي سره وویني، او د نوې چوکۍ مبارکي ور کړي. رویټرز وايي چې دوه با اعتباره سعودي سرچینو ددې خبرې پخلی کړی، چې سعودي پاچا عبد الله چې کله د المغرب هېواد له چکر نه بېرته سعودي ته راګرځي، د لنډ وخت لپاره به د قاهرې په هوايي ډګر کې له سیسي سره وویني.
داسې راپورونه هم شته چې دغه لیدنه به د څو دقیقو لپاره وي.
بل خوا بیا الیوم السابع چې مشهوره عربي خبري پاڼه ده وايي چې په دې اړه لا خبره سمه نه ده رڼه شوې، د نوموړې پاڼې د خبر له مخې د دواړو هېوادونو سعودي او مصر ديپلوماتي سرچینو ددې خبر په اړه ناخبرې ښودلې ده.په ریاض کې د مصر سفیر عفیفي عبد الوهاب الیوم السابع ته ویلي چې ده ته لا په دې اړه معلومات نه دي رسېدلي.نه له دیوان ملکي څخه او نه هم د سعودي د بهرنیو چارو له وزارت څخه په دې اړه ده ته کوم رسمي مکتوب راغلی، همدا رنګه په مصر کې د سعودي سفیر احمد قطان هم په دې اړه معلومات نه لري، نوموړی چې پرون په ریاض کې و، او د مازدیګر مخې ته مصر ته روانېدو، ویې ویل چې دی لا په دې اړه معلومات نه لري.
دیادونې ده چې سعودي د مصر د نظامي کودتاه له کلکو ملاتړ کوونکو څخه و، په څنګ ورسره عربي امارت او ورپسې بحرین او کویټ هم روان وو، دوی تر اوسه دمصر نظامي کودتاچیانو ته چې په سر کې یې سیسي راځي په ملیاردونو ډالر مرستې ور کړې دي، تر څو د مصر اقتصادي کمزوری حالت په پښو ودروي، خو داسې ښکاري چې له دې ټولو سره سره مصر له یو لوی اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی.
له کومې ورځې چې سیسي د مصر په ټاکل شوي ولسمشر دکتور محمد مرسي کودتاه وکړه، او په ترڅ کې یې په زرهاوو لاریونکوونکي چې ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ږيري پکې وو، ووژل، په لس هاوو زره د اخوان المسلمین ډلې اړوند کسان یې په زندانونو کې واچول، له هغه ورځې سعودي د مصر دپوځ د کړنو کلک ملاتړی دی، تر دې چې په مصر کې نور سلفي ډله چې له اخوان المسلمین نه وروسته په مصر کې لویه اسلامي ډله ده، هم د سعودي په امر له سیسي سره ودرېده، په ټاکنو کې یې کمپاینونه ورته کول، خلک یې سیسي ته د رای ورکونې لپاره رابلل. څه موده وړاندې یې نېږدې پر شپږو سوو مشرانو چې د اخوان المسلمین ډلې مشر دکتور محمد بدیع هم پکې شامل و، داعدام پرېکړه وکړه. کوم څه چې نړیوال غبرګونونه یې را وپارول، خو دوخت په تېریدو سره کیسه بېرته سړه شوه.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.