لیکوال محصلین.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په نېږدې وخت کې به د ټاکنو قسمې پایلې اعلان کړي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکتر احمد یوسف نورستانی وايي د شنبې په ورځ به د ټاکنو قسمې پایلې اعلان کړو، دا پایلې دا پایلې به د ټولو رایو ۳۵ سلنه رایې وي، په دوه نورو پړاوونو کې به نور پاتې پایلې اعلان کړي.
ټاکل شوې چې د چنګاښ په ۱۱ نېټه د جوزا په څلورویشتمه نېټه د تر سره شویو ټاکنو پایله اعلان شي.
دا په داسې حال کې چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې یو نوماند عبد الله عبد الله له دوه ورځو راهیسې مرور دی، نوموړی وايي چې غوښتنې یې په نظر کې نه دي نیول شوې، نو ځکه دی د ټاکنو پایلې نه مني. دنوموړي مرورتوب په نړیواله کچه غبرګونونه را وپارول، ملګرو ملتونو وویل چې د ښاغلي عبد الله مرورتوب حیران کړي، دي، بریتانیې وویل چې باید د خلکو درایو احترام وشي، د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ډوبینز وویل چې د ټاکنو د شمیر بهیر به روان وي. خو له دې ټولو سره سره عبد الله نن بیا خپل مرورتوب تکرار کړ، خو دا ځل تر پرون ډېر ټینګ و، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د امرخیل له ګوښه کېدو پرته په بل څه نه راضي کېږي.
په داسې حال کې چې د لوبې بل لوبغاړی اشرف غني ځان غلی کړی، د عبد الله د ترپکو په وړاندې نه هو وايي او نه نه، درک نه لګي چې اشرف غني ولې ځان په خوب وهلی په رښتیا ویده دی! که یېلوبه ګټلې ده!
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.