ليکوال: أنس شيرزاد
زمونږ ګران هیواد افغانستان له پیړیو راهیسي د جهاد ، ایثار ، قربانۍ او فداکاری یو اوږد تاریخ لري ، داسې تاریخ چې صفحې یې د سپیڅلو ، اتلو او قهرمانو مجاهدینو په مبارکو وینو زرینې شوې دي .
هره پاڼه یې خلکو ته دشهامت او اتلولې یوه نمونه او بیلګه وړاندې کوي ، مسلمانانو ته د صبر ، استقامت او شجاعت درسونه ورکوي ، او دکفارو او د هغوې د لاسپوڅو سترګو ته د ندامت او پښیمانې خاورې ورشیندي او پرمخ د عبرت څپړې ورکوي .
هغه زرین تاریخ چې هره لمحه یې د عزت ، غیرت او بهادرې داستانونه دي .
خو ددې ټولو ترڅنګ بیا دهغه بې پته ، بی ننګه او پلورل شوو افغانانو د بی ننګې او بیغرتې داستانو لري ، چې تل یې د غلامې ، خیانت او غداری څخه افغانستان ژړغونې ښکاري ، او تل زمونږ ګران او مجاهد هیواد ددې بې ضمیره او بې وجدانه ککرو څخه په زړه زخمونه خوړلي ، خو ددې زخمونو او غمونو ترڅنګ بیا الله تعالی زمونږ پر مجاهد افغانستان دا احسان کړی چې په هر وخت کې یې داسې بچیان ور نصیب کړي دي چې ددې ټولو غمونو لپاره د مرهم پټۍ وګرځي .
که لنډ معاصر تاریخ ته نظر وکړو ، نو خامخا به دا ووینو چې د روسانو له وتلو وروسته او د تنظیمونو او احزابو له جوړیدو را پدیخوا افغانستان د آرام ساه نه ده اخیستلې ، هغه زخم یې چې د وحشي وروسانو څخه په زړه داغ پاتې شوی وو ، دې تنظیمونو لا ورزیات کړ ، د افغانستان زړه کابل یې په وینو ولړلو ، ددې هیواد مظلوم وګړي ددې احزابو او ددوې د تمویلوونکو د شومو اهدافو او موخو قرباني شول ، د کوم هدف لپاره چې دا تنظیمونه را پورته شوي وو هغه یې هیر کړ ، او ددې پرځاې چې د مظلومو مسلمانانو د زخمونو لپاره د زغم باعث شي ورته عذاب وګرځیدل ، مګر الله تعالی ددې مظلومانو په حال ښه باخبر وو ، بالآخره یې ددې بې وسه افغانانو دعا قبوله کړه ، او د طالبانو اسلامي تحریک منځ ته راغې ، دې اسلامي تحریک چې ملامحمد عمر مجاهد حفظه الله یې رهبري کوله افغانان د هغو ظالمو او بې رحمه انسانانو له ظلم ، وحشت ، بربریت او ستمه وژغورل چې همیش یې ددین او جهاد په سر سودا کړی ، او افغانستان یې په پردو پلورلی دی .
د طالبانو اسلامي او جهادي تحریک چې د یو مسلمان ، مخلص ، مجاهد ، دینې او علمي قیادت لخوا په خورا اخلاص ، امانتکاری ، دینداری ، صداقت او میړانې رهبري کیږي دافغانستان د مجاهد ولس لپاره یو د امن او سولې پیغام وګرځید ، په ټول هیواد کې شریعت نافذ او امن قائم شو ، هیوادوال د ظلم او ستم څخه وژغورل شو ، او خلکو د اوږدې مودی جګړې وروسته د طالبانو په پر امنه غیږه او زانګو کې د آرام ساه واخیستله .
دا د ظلم او خیانت څخه لری او پاک تحریک په ډیره لنډه موده کې په دې وتوانید چې د افغان مجاهد پال ولس په زړه کې ځاې ومومي .
د همدې اخلاص او ایماندارې وجه وه چې الله پاک د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو او مشرانو مرسته وکړه ، هغوی ته یې ثبات او استقامت ور په برخه کړ ، او ددې ثبات ا و استقامت په برکت د امریکایې وحشي ښکیلاک مقابلې ته لکه د زمرو راووتل ، او د هغوې په درواغجنو تبلیغاتو او دسیسو ونه غولیدل ، او دادې تر نن ورځې پورې د افغانستان اسلامي امارت د افغان ولس او مسلمان امت په نماینده ګې په ډیره میړانه او شجاعت د غربې نیواکګرو او دهغوې د لاسپوڅو مزدورانو په خلاف جنګیږي ، چې په دې جګړه کې الله تعالی ډیرې فتحې او بریاوې ور په برخه کړی ، چې ددې جملې څخه یو هم د هغو پنځو تنو مجاهدو مشرانو د ګوانتنامو له زندانه د یو نیول شوي امریکایې په مقابل کې راخلاصیدل وو ، دا په حقیقت کې د اسلامي امارت او مسلمانانو لپاره یو ستر بری او د امریکایې او غربي نړۍ لپاره یو ښکاره شکست وبلل شو ، زه ټولو مجاهدینو او مسلمانانو ته د اسلامي امارت ددې بریا او فتحې په مناسب مبارکي تقدیموم ، خاصتاً د هغو زمریانو کورنیو ته چې د ګوانتنامو جهنمي زندان یې ارادې کمزوری نه کړې ، او لکه د زمرو په څیر له دې قفصونو راووتل ، الله تعالی دی ورته استقامت ورنصیب کړي . آمین
دا ټول په داسې حال کې چې نور احزاب او ډلې- تنظمونه د زوال په لور روان دي ، او هریو یې د امریکا په غلامې او د غربیانو د زړونو په خوشحاله کولو او لاسته راوړلو کې یو له بل څخه مخکې والی کوي .
ډیره عجیبه خو لا داده ! هغه چاچې د پوهې او علمیت دعوې کولې ، ځانونه یې شرعي علومو ته منسوب ګڼل ، د تیر جهاد کارنامې یې یواځې ځانونو ته منسوبولې ، او ځانونه یې دجهاد په نوم د راتلونکو ټولو مرستو اصلي حقداران ګڼل ، نن دې حالت ته ورسیدل چې کفر ته اسلام او اسلام ته کفر وایې ، د قرآن آیتونه تحریفوي ، د کفار په حق کې صریح آیتونه په مسلمانانو تطبیقوي ، د مجاهدینو د اعدامولو فتواګانې ورکوي ، کافران خپل دوستان او سوله ساتي ګڼې ، او مجاهدین او حقیقي مسلمانان د افغانستان او افغانانو دښمنان ګڼي ،
خو په حقیقت کې دوې اصلي غداران او مجرمین دي ، دوې اسلام پلورلې دی ، دوې دغرب په اموالو او مرستو خپل ایمانونه خرڅ کړي دي ، ددوی سابقه ټول اعمال برباد شوي دي ، او د اسلام له دائری وتلي دي ، دوې د غربیانو په دې منحوسې څیرې او درواغجنو دسیسو وغولیدل ، دوې باید پوه شي که چیرې د خپلو دې بې ایمانه او خبیثو اعمالو څخه توبه ونه باسي او رجوع ونه کړي ، نو ژر ده چې الله تعالی دوي هم د پخوانیو په څیر رسوا او شرمنده کړي او تاریخ به په دوی ونه رحمیږي ، او د همیشه لپاره به پرې راتلونکې نسلونه لعنتونه وایي .
الله تعالی دې دافغانستان اسلامي امارت او ټولو مخلصو مجاهدینو مددګار شي ، او الله دې هغوې ته مزید استقامت او ثبات ورپه برخه کړي ، الله دې په نړی کې د ټولو مجاهدینو ترمنځ اتحاد او اتفاق راولي ، الله دې منافقین رسوا کړي ، او الله دې یوځل بیا مجاهدینو ته بری ورنصیب کړي چې بیا د خلافت بیرغونه په نړۍ کې هسک او ورپیږي .
وآخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمین
ستاسو ورور : أنس شيرزاد : أبوعبدالله الأفغاني
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.