ليکوال: خالد اسلام جار.
دایساف ویاندله لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې تیره شپه یې ۵ امريکايي او یو افغان عسکر او بل ترجمان د دوی د خپلې تېروتنې له امله وژل شوي.
یاده پېښه پرون بیګاه ماسخوتن 9 بجې په زابل کې چې د طالبانو او بهرنیانو ترمنځ د سختو جګړو ډګر دی، د طالبانو پر ضد د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د مګزک په سیمه کې دکلا کلي ته څیرمه د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال رامنځته شوې.
افغان چارواکي وايي، امریکایانو له هوايي ځواکه مرسته وغوښته، چې د بمبارۍ پایله کې یې دوه افغانان او پنځه امریکایان ووژل شول.
په سیمه عیني شاهدانو ویلي دجګړې په ډګر دیوه بهرني عسکر روغ او دبل نیم جسد پاته دي او همداراز په سیمه کې دبهرنیو او افغان عسکرو او ورسره ترجمانانو دبدن غړي، لاسونه او پښې خواره واره پراته دي، په سیمه کې یو تن عیني شاهد وایی چې دپیښي په ځاي کې یې ۱۷ پریکړي لاسونه او پښې لیدلي دي .
بل خوا د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ويلي دي چې په یاده پېښه کې طالبانو هيڅ ډول زیان دی اوښتی.
خالد اسلام جار.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.