له ننګرهار ولایت څخه مو خبر ترلاسه کړ چې دجلال اباد ښار دخالص بابا فامیلو سیمې ته نیژدې دبهرنیو ځواکونو داکمالاتي موټرو تم ځاي ته یو شمیر وسله وال طالبان له خپلو سپکو او درنو وسلو سره یوځاي ننوتلي او هلته یې په میشتو امنیتي عسکرو جګړه پیل کړې،
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د استشهادي مجاهدینو د درنو وسلو په وارونو په اډه کې ولاړ ګڼ شمیر دبهرنیو ځواکونو پوځي ټانګونو او نظامي سامان الاتو اور اخیستی او د اور لوخړې یې اسمان ته پورته کیږي.
ښاغلی مجاهد زياتوي: تر برید لاندي مرکز داشغالګرو ځواکونو داکمالاتي موټرو تم ځای دي چې زیات شمیر په ټانګونو او نورو پوځي سامان الاتو بار کانټینرونه او لارۍ موټر ولاړ وي او له دې ځایه دبهرنیو ځواکونو سامان الات په غلچکي توګه له هیواد نه دباندي په نورو هیوادو کې خپلو اډو ته انتقالوي.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دپيښې له ځايه داور لو خړې پورته کیږي او دسپکو او درنو وسلو مسلسل ډزې روانې دي همداراز دقوي انفجاراتو اواز ونه هم اوریدل کیږي.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.