ليکوال: وطنپال
د مالديپ هيواد کې د فوټپال افغان ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي په یوه ترافيکې پېښه کې ټپیان شوي دي، خو د مالديپ چارواکو په وينا روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
د مالديپ د سيمه ييزې راډيو (سان) په وينا ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د افغانستان د ورزشي کاروان غړي د “ادو” ښار له لوبغالي څخه د خپل استوګنځاى پر لور په يوه بس کې روان وو.
د لايوس د فوټبال له ملي لوبډلې سره د افغانستان د ملي لوبډلې نننۍ سيالۍ پرته له کوم ګول وهلو بې پايلې پاى ته ورسېده، خو افغانستان په دې سياليو کې نيمه پايلوبې ته ووت.
په ځينې راپورونو کې د يادو ټپيانو څخه د لوبډلمشر (اسلام الدين اميري) په شمول د مصطفى ازاد زوى او فيصل سخي زاده، او علي کاظمي نومونه ياد شوي دي.
ټاکل شوې افغان ملي لوبډله د راتلونکې سې شنبې په ورځ د فلسطين له لوبډلې سره سيالۍ ته ووځي.
وطنپال.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.