لیکوال: عبد الرحمن
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد څخه باوري خبري سرچينو خبر ورکړ، چې نن سهار وختی یوه چاودنه د ایف سیکس سوپر مارکیټ په سیمه کې او بله د ناین مرکز کراچۍ کمپنۍ سیمه کې رامنځته شوې.
د دواړو چاودنو په ترڅ کې د اووښتي زيان په اړه تراوسه د یو تن وژل شوي او یو ټپي خبر ورکول شوی دی.
د چارواکو په وينا دواړه چاودنې ډېرې زورورې نه وې، لومړۍ چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ځایي ساتونکي یو کچوړه په پښه ووهله چې له امله يې د نوموړي ساتونکي پښه غوڅه شوه او په روغتون کې يې ساه ورکړه. او دویمه چاودنه د يو موټر لاندې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوه.
د يادې پيښې مسؤلیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخستی.
عبد الرحمن
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.