ليکوال: نجم الدين فائز
د مهاجرینو د چارو نړیوال عالي کمیسیون اعلان وکړ چې، د اوروګوای هېواد ولسمشر خوسیه موخیکا به د خپل اوړي په کور کې د ۱۰۰ سوریايي یتیمانو پالنه کوي، هغوی چې کورنۍ جګړې له خپل هېواد څخه نورو هېوادونو ته په تګ مجبوره کړي!
کمیسیون وايي چې له هر ماشوم سره به د هغه د کورنۍ یو لوی بالغ کس هم وي؛ ځکه چې یوازې ماشوم ته چې د کورنۍ کوم لوی کس یې نه وي ورسره اجازه نشته چې په رسمي توګه په کوم هېواد کې و اوسي
موخیکا د نړۍ په کچه تر ټولو زیات مسکین ولسمشر دی، دنوموړي میاشتنۍ تنخوا ۱۲۵۰۰ امریکايي ډالره ده، خو نوموړی د خپلې تنخوا یوازې ۱۰ سلنه، ځان ته اخلي، او نوره پاتې د خپل هېواد له خیریه موسساتو سره مرسته کوي!
نوموړی وايي کومه برخه پیسې چې ځان ته پرېږدي، ښه آرام ژوند یې پرې کېږي! بلکې لازمه ده چې همدا یې بس شي؛ ځکه د ولس ډېری خلک یې له دې په کم څه ګوزاره کوي! له همدې امله نوموړي ته په نړیوال کچه دا لقب ور کړل شو چې خوسیه موخیکا: ( د نړۍ تر ټولو مسکین خو تر ټولو زیات سخي ولسمشر دی )
موخيكا چې کله د ۲۰۱۰ په مارچ کې ولسمشر شو، له همغه وخته په خپل باغ کې په یوه کلیوالي کور کې اوسي، نوموړی په ماڼۍ کې ژوند کول نه خوښوي، همدا رنګه د نړۍ د نورو ولسمشرانو په څېر له سختو امنیتي تدابیرو څخه هم برخمن نه دی، نوموړي د تیر کال په ژمي کې د خپل حکومت د ټولنیزو ګټو برخې ته وړاندیز وکړ، چې که په پلازمېینه کې شته مرکزونه، د بې سرپناه خلکو لپاره بسیا نه کوي، د ولسمشرۍ د ماڼۍ چې په ( کاسا سواریث اي رییس ) یادیږي، له ځینو برخو دې کار واخلي!
ویل کېږي چې د امریکې متحده آیالاتو، د ۲۰۱۳ کال په ترڅ کې ۳۱ سوریايي مهاجرینو ته ځای ور کړی، په داسې حال کې چې د ۱۳۵ زرو نورو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي!!
د موخيكا مېرمن وايي د خاوند ددغه نوښت موخه یې دا ده چې نړیواله ټولنه د سوریې د غمیزې په وړاندې خپل مسولیت ته متوجه کړي، نوموړې وویل: ولسمشر ددې کار لپاره د پارلمان د موافقې په اړه هېڅ فکر ونه کړ، تر دې ټولو تېر شو، په مستقیم ډول یې دا پرېکړه وکړه.
ویل کېږي چې اوروګوای د ګوانتانامو د زندان شپږو هغو مخکنيو زندانیانو ته هم ځای ور کړی، کوم چې امریکې له ګوانتانامو څخه آزاد کړي.
موخیکا وايي په زندان کې وخت تیرولو یې د فکر کولو طریقه او ارزښتونه صفا کړل، نوموړی وايي چې دی مسکین نه دی، بلکې ساده ژوند کوي، څوک چې په مال مین وي هغه ته په سیاست کې ځای نشته!
نوموړی وايي دی په همغه کور، همغه کلي او په همغه ډول ژوند کوي، کوم چې یې له ولسمشرۍ مخکې کولو، او ټینګار کوي چې د ولس هغو خلکو چې ده ته یې رایه ورکړې، زیاتره یې مسکینان دي، ځکه خو په ده لازمه ده چې د دوی په څېر ژوند وکړي، او دا سمه نه ده چې د هغه بلې وړې برخې په څېر د عیش او عشرت ژوند وکړي!
د موخیکا دې نوښت ته په کومه سترګه ګورې!
آیا د عربو مشران، چې لویې لویې سرمايي لري، دا ډول نوښت ته به مخه کړي؟
آیا شونې ده چې په کوم اسلامي او یا عربي هېواد کې دې، د موخیکا په څېر کوم کس ولسمشرۍ ته ورسي؟
هو! باید ومنو چې متاسفانه! اسلامي امت نن ورځ له سختو ګواښونو سره مخ دی! او دا ځکه چې خپل دین ته یې شا کړې ده! که نه، داسلام د مبارک دین ستر اولوی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر دې هم زیات عادي او ساده ژوند درلو، له خلکو سره یې په ژوند کې هېڅ توپیر نه و! همدا ډول خلفای راشدین، او حضرت عمر بن عبد العزیز رضی الله عنهم اجمعین چې ځینې علمای کرام هغه پنځم راشد خلیفه بولي!
که د اسلام د مبارک دین ارشاداتو او احکامو ته سمه غاړه کېښودل شي، او په سم ډول عملي شي، یقینا چې بیا به موخیکا هم مسلمانېږي!!
دیادونې ده چې، زمونږ د کابل میلیونران، چې دولس د وینو په بیه میلیونران شول! اویې ډالر له پزو او غوږو راوتي دي، دومره بې احساسه شوي چې د خوسیه موخیکا په څېر د نوښت تصور خو په خیال کې هم نشي ترې کېدای، یوازې دومره یې چې کړې وای چې لنډ دلته په کابل کې د بې ځایه او بې سرپناه بې وزلو خلکو غمه یې خوړلې وای، دومره څه یې ورته برابر کړې وای، چې هغوی د خپلو اولادونو د خرڅولو فکر نه کولی!!!
یادونه:
خوسیه، یا خوزیه موخیکا، هسپانوي تلفظ دی، نوموړی په ۱۹۳۵ د ۵ په ۲۰ نېټه زیږېدلی دی، په ۲۰۱۰ کې د اوروګوای ولسمشر وټاکل شو، مخکې د توباماروس په کمونیستي ټولنه کې یو جنګیالی و، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸ د زراعت وزیر و، وروسته د مشرانو جرګې غړی شو، په ۲۰۰۹ کې په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شو، او په د ۲۰۱۰ کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټه څخه یې په کار پیل وکړ.
نوموړی په نړۍ کې د مسکین ترین ولسمشر په نامه یادیږي؛ ځکه چې ډېر ساده ژوند کوي، د خپل میاشتنۍ تنخوا ۹۰ سلنه خیریه موسساتو ته ور کوي. نوموړی ملحد، یا زمونږ او ستاسو په اصطلاح کمونیست دی. الله جل جلاله دې هدایت ورته وکړي چې مسلمان شي! آمین.
نجم الدين فائز
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.