ليکوال: اسماعيل ځيرک
د کابل د اندراګاندې روغتون په دې وروستيو کې د دې جوګه شوې چې په پرمختللي ډول د سوځېدلو هيوادوالو درملنه وکړي.
د اندراګاندي روغتون د عاجلې جراحۍ او سوځېدنې څانګې مشر ډاکټر حبيب الرحمن قاسم، پژواک خبري اژانس ته په یوې ځانګړې مرکه کې ويلي، چې له يوې نيمې مياشتې راهيسې يې په دې روغتون کې په عصري توګه د سوځېدلو ناروغانو درملنه په پرمختللې توګه پيل کړې ده، په دغه موده کې يې د شاوخوا لسو تنو هغو ماشومانو، په دې نوي مېتود درملنه کړې، چې نږدې ٤٠ سلنه سوځېدلي وو.
نوموړي زياتوي که چېرې د نورو هېوادونو په څېر پرمختللي وسايل او امکانات ورته برابر شي، د دې وړتيا لري، چې تر ٩٠ سلنې پورې د سوځېدلو ناروغانو درملنه وکړي.
ډاکټر حبيب الرحمن قاسم دا هم وويل چې د دې نوي مېتود له مخې، د ناروغ له سوځېدلي ځايه د درملنې په موخه د بدن له بل ځاى څخه پوستکى اخلي او په سوځېدلي ځاى يې ورنښلوي.
د يادونې وړ ده چې دغه روغتون په ١٣٥٠ کال کې د هندوستان هېواد په مرسته جوړ شوى، چې ٣٥٠ بستره لري او يواځې د هغو کسانو درملنه په کې کېږي، چې عمرونه يې له ١٤ کلونو کم وي.
د اندراګاندي روغتون د عاجلې جراحۍ او سوځېدنې څانګې مشر ډاکټر حبيب الرحمن قاسم يادو څرګندونو ته په کتو ويلی شو، که چيرې دغه روغتون په همدغه ډول پرمختګ وکړي نو د هيواد ډېر سوځېدلي ماشومان به په خپل هيواد کې په ډېر لږ لګښت تداوي کړی شي، او په ګوانډي هيوادونو کې د درملنې د زيات لګښت څخه به هم وژغورل شي.
اسماعيل ځيرک
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.