ليکوال: محصلین
په کابل کې له امنیتي پلوه تر ټولو خوندي ځای سرینا هوټل له بريده لږ وروسته د یو خبریال او د هغه د مېرمنې او ماشومانو د وژلو خبر خپور شو، خو که له يوې خوا دولتي سرچينو د پېښې پړه پر طالبانو ور واړوله خو له بلې خوا طالبانو رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه کې دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او افغان دولت يې د دوی په وژلو کې پړ بللی.
د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو په موخه د طالبانو یاده اعلامیه کټ مټ په لاندې ډول خپروو:
په سرینا هوټل کې د ماشومانو د وژلو په اړه داسلامي امارت د ویاند څرګندونې
د تېرې جمعې په شپه ۱۳۹۲ / ۱۲ / ۲۹ نېټه په سرینا هوټل چې د کابل په زړه کې ارګ ته څېرمه پروت دی، د اسلامي امارت د سرتېرو مجاهدینو له خوا برید تر سره شو.
په نوموړي برید کې ګڼ شمېر بهرني او داخلي دښمنان د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسېدل، په ډېر تاسف سره باید ووایو چې د نوموړي برید په نتیجه کې د یو افغان خبریال، مېرمنې یې او دوو وړو ماشومانو د مرګ خبر هم خپور شو، کابل ادارې د خپل عادت له مخې په اسلامي امارت تور پورې کړ چې ګواګي ماشومان دوی وژلي! حال دا چې نوموړی کار د اسلامي امارت نه دی، اسلامي امارت له پیله د اسلام د مبارک دین د لارښوونو په رڼا کې د پاکو اهدافو لپاره چې په هغو کې د ماشومانو او ښځینه وو د حقوقو ساتنه او ژغورنه هم ده مبارزه کوي، د اسلام مبارک دین د ښځو او ماشومانو وژل نا روا ګڼلي! نو اسلامي امارت به څه ډول ماشومان او ښځې وژني! که اسلامي امارت دا کار کولی، ديته هېڅ اړتیا نه وه چې سرینا هوټل ته پسې لاړ شي، او په دې اړه ډېرې ستونزې وګالي، ځکه ماشومان، ښځې او عام خلک په هر ځای کې په نښه کېدای شي،حقیقت دا دی چې دغه کار خپله یرغلګرو او ګوډاګیانو یې په قصدي ډول د مجاهدینو د بدنامولو لپاره تر سره کړی، ځکه دوی پوهېږي چې برید مجاهدینو کړی، نو پایلې یې هم د هغوی په نامه تمامېږي!
د دیارلسو کلونو په جریان کې ټول ولس ته ثابته شوې ده چې کله په یرغلګرو او ګوډاګیانو یې د مجاهدینو له خوا برید تر سره شي، دوی سمدستي په سیمه کې ړندې ډزې پیل کوي، هر څوک چې په مخه ور شي ولي یې، او ددې لپاره یو څرګند دلیل دا دی چې څو څو ځله یې عام خلک او خپل ملګري ویشتلي دي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې په سرینا هوټل کې د خبريال ، ماشومانو او مور په وژلو یې خواشيني ښي، او دغه جنایت د یرغلګر او ګوډاګي دښمن بزدلانه کړنه ګڼي. ځان د وژل شوي خبريال له کورنۍ سره په دغه غم کې شریک ګڼي او ورته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۵/۲۲هــ ق
۱۳۹۳/۱/۳هـ ش ــ 2014/3/2
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.