ليکوال: همايون
41 كلن ايسيدرو غارسيا د تښتونې او جنسي تیري په تور تېره سه شنبې ونیول شو!
په کالیفورنیا کې یوه ۲۵ کلنه امریکايۍ مېرمن، چې ۱۰ کاله مخکې تښتول شوې وه، پیدا شوه، تښتوونکي نوموړې په زور واده کړې وه، د پولیسو له خولې اوس یو ماشوم ترې لري.
پولیس وايي تښتول شوې مېرمنې په سانتا آنا کې پولیسو ته خبر ور کړ، او دا وروسته له هغه کله یې چې له خپلې خور سره د فیس بوک له لارې اړیکې نیولې وې.
پولیس د پېښې په اړه وايي: غارسیا د تښتول شوې مېرمنې د مور ملګری و، او په سانتا آنا کې په یوه کور کې ور سره اوسېدو، داسې خبرونه دي چې غارسیا په ۲۰۰۴ کې لومړی په خپل ښکار جنسي تیری کړی و، بیا یې د هغې په مور ور ها کړي وو! له هغه وروسته یې قرباني شوې نجلۍ ته چې هغه وخت لا مراهقه وه، نیشه ور کړې، او د موټرو په یو کراج کې یې بنديوانه کړې وه.
نوموړي د واده جعلي سندونه جوړ کړي، او بیا یې تښتول شوې نجلۍ په ۲۰۰۷ کې په زور واده کړې ده، په دې توګه یې نوموړې له کلونو راهیسې له بدني، جنسي او رواني پلوه کړوله، چې په ۲۰۱۲ کې یې ماشوم پیدا شو.
پولیس وايي: ( نوموړې مېرمنې سره له دې چې د تښتيدو فرصت یې په لاس کې لرلو، اوکلونه کلونه له بدني او جنسي کړاوونه سره لاس او ګرېوان وه، خو بیا هم نه ده تښتېدلې؛ ځکه دې فکر کولو چې د ستونزې لپاره یې هېڅ حل نشته)
هو! دا هغه امریکه ده چې په زرهاوو کیلو متره لیرې د ښځو د حقوقو او آزادۍ نارې سورې وهي، په دې نامه خلک وژني، کورونه ړنګوي، کلي بمباروي، ښارونه تر خاورو لاندې کوي، خو په دې نه ده خبره چې په خپل کور کې یې څه تېرېږي، حقیقت دا دی چې په هرڅه خبره ده، دا ډول جنایتونه او جرمونه قصدا کوي، په لسهاوو ځله په خبري رسنیو کې راپورنه راغلي، چې امریکايي سرتیري په خپلو اډو کې په خپلو ښځینه سرتیرو جنسي تیري کوي، مګر امریکايي چارواکو یوه ورځ هم غږ پورته نه کړ؟!!
له دې ځایه د دوی دشعارونو او عمل تر منځ واټن ښه معلومیدای شي، د دوی کړنې ښيي چې دوی شعارونه یوازې د خپلو موخو لپاره کاروي، په کوم ځای کې چې خپلې ګټې ويني، هلته له یوې وړې پېښې لوی غر جوړ کړي، یا یې جرمانه کوي، یا یرغل پرې کوي، خو خپل کړه وړه یې که لوی لوی غرونه وي، هغه د مچ وزر کړي، لکه هېڅ چې نه وي پېښ شوي!
همايون
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.