ليکوال: استاذ عبيد الله سليم
په بل ځای کې په یوویشتمه پاره د الأحزاب د سورت په نهم آیت کې داسې فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا)[1] اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی! پر تاسو د الله جل جلاله هغه پیرزوینې در په یاد کړئ چې تاسو ته د کفارو لښکرېراغلې، مونږ سمدستي پر هغوی باد, او داسې لښکرې ور ولېږلې چې تاسو نه لیدلې، الله جل جلاله ستاسو د کړنو – چې د کفارو په وړاندې له لوږې او سختیو سره سره ټینګ شوئ ـ خورا ښه لیدونکی و.
دا آیت شریف د احزاب د غزوې په هکله را نازل شوی، چې د هجرت په پنځم کال کې پېښه شوې، الله جل جلاله مسلمانانو ته هغه وخت ورپه یادوي, چې ټول کفار د مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره سره راټول شوي، او مسلمانان یې په مدینه منوره کې کلابند کړي وو، مګر الله جل جلاله مرسته ورسره وکړه، په کفارو یې باد را سم کړ، هر څه یې ور ګډ وډ کړل، دیګونه یې واړول، خیمې یې ړنګې کړې، اورونه يې مړه کړل، تر دې چې کفار تیښتې ته اړ شول، او هم یې ملایکې د کفارو د ډارولو لپاره را ولېږلې، که څه هم چې جګړه ونه شوه؛ ځکه کفار باد پسې واخیستل، او له سیمې نه يې پښې سپکې کړې، نن بالکل همغسې یوحالت دی، د نړۍ ټول کفار او منافقین را غونډ شوي، غواړي د الله جل جلاله مخلص او ريښتینې بنده ګان ټول ووژني، او ځان ترې بېغمه کړي، مګر د الله جل جلاله اراده بله ده، ګورو به چې څه کېږي!
درنو لوستونکو! که برلاسي یوازې په اسبابو، او د نورو په مرستو کې وای، نن به د کابل واکمني د نړۍ په کچه په بیساري توګه ټینګه وای؛ ځکه ټوله نړۍ ورسره ولاړه ده، هېڅ ډول مرستې نه ترې سپموي، هغه که نظامي دي، که اقتصادي، که سیاسي دي، که ټولنیزې، که نړیوالي دي او که سيمه ایزې، تر دې چې د نړۍ نېږدې پنځوسو هېوادونو, په افغانستان کې خپلې پوځي مرستې عملا د کابل د حکومت د ملاتړ لپاره, په کار اچولې دي، خو بیا هم له ناکامۍ سره مخ دي، له همدې ځایه باید پوه شو چې د الله جل جلاله له مرستې، او بیا د ولس له ملاتړ پرته، د نورو مرستې د برلاسۍ لامل نه شي کېدای!
څلورمه پوښتنه: دا خبره هم له خبري رسنیو, او هم د ځینو ځینو له خولو څخه وخت په وخت اورېدل کېږي, چې ولس له طالبانو کرکه لري، او ولس له حکومت او بهرنيانو سره ولاړ دی، که څه هم چې دا دوهمه خبره خو اوس ډېره نه کېږي؛ ځکه اوس خبره ډنډوره شوه, د پټولو نه ده، له همدې امله اوس ویل کېږي، چې ولس له حکومت او نیواکګرو سره خواخوږي نه لري، او څه وخت مخکې حکومت دا خبره په هېڅ بیه نه منله. که ولسپه رښتیا هم له طالبانو څخه ناخوښه وي, ملاتړ یې ولې کوي؟
ځینې د دې پوښتنې ځواب کې وایي, چې ولس له طالبانو څخه ډارېږي؛ ځکه یې ملاتړ کوي، که خبره د ډار وي، ځئ تاسو او الله جل جلاله! چې طالبان ولس ځوروي, که امریکایان او حکومت؟ طالبانو تر اوسه څومره ولسي خلک زندانيان کړي؟ په کومو ځایونو کې، او کله؟ د امریکایانو او حکومت خو هر چا ته ښکاره دي, له کندهاره تر بګرامه، او بیا د کابل تر تور زندانه، تر ریاست ( ۹۰ ) تر ریاست ( ۱۷) او بیا تر څرخي پله, او بیا آن تر ګوانتانامو او که ها خوا عراق ته سر ورښکاره کړو, د ابو غریب له پېښو ځناور شرمېږي, انسانان خو لا څه کوئ؟
اوس نو امریکایان او دکابل حکومت، د ولس په ځورولو، کړولو، وهلو، ټکولو، وژلو، بې پته کولو کې ښکېل دي او که طالبان؟ پورتنیو حقایقو ته کتو سره دا خبره چې ولس له طالبانو نه ډارېږي سمه نه شوه، بلکې ولس له طالبانو سره مینه لري، طالبان یې خوښېږي، په طالبانو یې زړه سوځي، ځکه طالبان د ولس بچیان دي، په ولس کې را لوی شوي ، د ولس ډوډۍ یې خوړلې، د ولس اوبه یې څښلې دي، ولس له طالبانو سره له وړکتوب نه بلد دی، ورسره پېژني، د کلیو په جوماتونو کې یې را لوی شوي دي، ښه او بد یې ورته معلوم دي، اخلاق او کردار یې ورته معلوم دی، فکر او نظر یې ورته معلوم دی، ولس طالبان او عالمان د دین نښه او سمبول بولي.
افغان غيرتي ولس مسلمان دی، په دین مین دی، له خپل دین نه د سر په بیه ننګه کوي، په دې باور لري چې که طالبان او عالمان له منځه لاړ شي, زمونږ دین له منځه ځي؛ ځکه طالبان د ولس د بچيانو په غوږونو کې کله چې لومړی دنیا ته راځي آذان کوي، د لومړي ځل لپاره یې په نړۍ کې د الله جل جلاله له نوم سره بلدوي، بیا وروسته طالبان او عالمان په جوماتونو کې د خپل ولس بچیانو ته دین ور زده کوي، کلمه او لمونځ ور زده کوي، د روژې، زکات او حج احكام ور زده کوي، ښو چارو ته بلنه ورته کوي, له بدو یې ایساروي.
طالبان او عالمان له ولس سره دومره نېږدې اړیکې لري, چې د ولس بل هېڅ توکم یې نه ورسره لري، که په کلي کې څوک ناروغ شي د جومات ملا صیب يې پوښتنه کوي، کورته ورځي، که له حج نه راشي مبارکۍ ته ورځي، آن که له کوم بل لږ اوږده سفر نه راشي پوښتنې, او دخلکو په ژبه ستومانۍ ته يې ورځي، که په کوم کور کې ښادي وي مبارکۍ ته ورځي، که په کوم کور کې غم وي تر درې بلکې لا زیاتو ورځو په جومات کې غمرازي ورسره کوي، کله چې د ولس ځوانان او پېغلې په خپل منځ کې نوی ژوند پیلوي, طالب او عالم یې نکاح ورتړي، او کله چې دولس ځینې کسان له دنیا نه سترګې پټې کړي, همدا طالب او عالم یې جنازه کوي، له خلکو نه بښنه او دعا ورته غواړي، څه فکر کېږي چې آیا ولس به له داسې چا نه کرکه کوي؟ او که به مینه ورسره کوي، او ځان به ترې قربانوي؟
طالبان او عالمان د افغانستان په ولس کې اوبدل شوي دي، ځکه چې د چا زامن دي، د چا وروڼه دي، د چا پلرونه دي! دا به څنګه شونې وي چې ولس له طالبانو نه کرکه وکړي؟
زه پرته له کومې مبالغې د یو څرګند او منل شوي حقیقت په توګه, وايم چې طالب او عالم چې څومره له ولس سره بلد دی، په دردونو او کړاوونو یې پوهېږي، د غمونو او ستونزو احساس يې کوي, بل هيڅ توکم داسې نشته دی، ځکه چې طالب شپه او ورځ، ژمی او اوړی، په سختیو او آسانیو ټولو کې له ولس سره یو ځای دی، اصلا د ولس ټول ژوند له طالب او عالم سره تړلی دی، ولس کله هم نشي کولای چې پرته له طالب او عالم نه ژوند وکړي، که په ښار کې وي، که په کلي کې، آن که په غره کې, طالب او عالم به ورسره وي، ځکه ولس مسلمان دی، لمونځ کوي، روژه نیسي، زکات ورکوي، حج کوي نورې د ورځني ژوند ټولې چارې يې تر دین پورې تړلې دي، طالب چې نه وي, ولس ژوند نشي کولای، هو، په یو حالت کې یې کولای شي چې ولس العياذ بالله اسلام پرېږدي، او له اسلام نه واوړي کوم څه چې د دنیا ټول کفار د همدې لپاره راغلي دي, او همدا یې تر ټولو لوړه او مهمه موخه ده، خو دا چې دا کار کولای شي او که نه دا بیا بیله خبره ده, چې د الله جل جلاله تر كاملې، پاکې او ځواکمنې ارادې پورې اړه لري، نه د امريکې او ناټو تر ناقصو، ناولو او كمزورو ارادو پورې… ادامه لري
استاذ عبيد الله سليم
[1] ـ دالأحزاب سورت: 9 آیت.
بسم الله الرحمن الرحیم جهاد بالای فاسد ترین نظام ٬ خائنین ملی ٬ دزدان ٬ قاچاقبران مواد مخدره و اجیران صلیبی یهودی اداره دست نشانده کابل ٬ کرزی ٬ عبدالله ٬ اشرف ٬ اردو و پولیس مرتد خائنین ملی که برای منافع اشغالگران کار میکنند جهاد فرض است . جهاد که یکی از احکام شرعی است که الله سبحانه و تعالی انجام آن را بالای امت اسلامی فرض ساخته است. شریعت اسلامی هدف نهائی از اجرای این حکم را طلب رضایت الله سبحانه و تعالی قرار داده است. مع هذا هدف ثانوی را نیز از اجرای حکم جهاد مشخص ساخته که آن از میان بردن قوت و سلطه ی کفر می باشد. بناءً برای از میان بردن قوت و سلطه کفر، جهاد صورت می گیرد نه دعا و تلاوت قرآن. وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه فَإِنِ انتَهَوْاْ فَإِنَّ اللّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌأنفال، 39 “و با آنان جنگ كنید تا فتنهی باقی نماند (و نیروئی نداشته باشند كه با آن بتوانند شما را از دین تان برگردانند) و دین خالصانه از آن خدا گردد (و مؤمنان جز از خدا نترسند و آزادانه به دستور آئین خویش زیست كنند). پس اگر (از روش نادرست خود) دست برداشتند (و اسلام را پذیرفتند، دست از آنان بدارید، چرا كه) خدا میبیند چیزهائی را كه میكنند (و جزایشان را میدهد)” همچنان رسول الله صل الله علیه وسلم میفرماید: أمرت أن أقاتل الناس حتى یشهدوا أن لا إله إلا الله وأن محمداً رسول الله ویقیموا الصلاة ویؤتوا الزكاة فإذا فعلوا ذلك عصموا منى دماءهم وأموالهم إلا بحق الإسلام وحسابهم على الله “مأمور شدم تا زمانی با مردم بجنگم که شهادت لا اله الا الله محمد رسول الله را بگویند و نماز را برپا دارند و زکات را بپردازند، هرگاه چنین کردند، خون ها و اموال شان را محفوظ ساختند مگر به حق اسلام و حساب شان بر الله است.” کسی که عليه مردم و کشورش قرارداد های مخفی با تجاوزگران اشغالگران می بندد خائین ملی است. کسیکه معدنیات یا (خاک کمیاب ) کشورش را که ثروت ملی است به يغما می برد و قرارداد آنرا در بدل چند دالر کثیف رشوت به خارجی ها میفروشد وطن فروش و خائین ملی است. کسییکه خاک وطن خود را که مادر است به اختیار بیگانگان میگذارد وطن فروش خائین ملی است . کسیکه را که اشغالگران بالای قدرت نشانده است، خایئن ملی است. کسیکه از سازمان ھای استخباراتی کشور ھای بيگانه پول می گيرد، دیوث ، ناموس فروش ، وطن فروش خائین ملی است. کسیکه در بدل پول مراکز نظامی بيگانه را در خاکش مستقر می سازد خایئن ملی است . کسیکه به قاچاق مواد مخدره مبادرت می ورزد و حيات مردم خود را به تباھی می کشاند، خائین ملی است.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.