ليکوال: خالد اسلام جار
په دې وروستيو کې ځينو رسنيو خبر خپور کړي وه، چې طالبانو د نظامي کميسيون د پخواني مشر مولوي عبد القیوم ذاکر له استعفاء وروسته د ملا محمد عمر مجاهد ورور په دغې دندې ګمارلی دی.
د مولوي عبد القيوم د استعفاء څخه وروسته ځينې طالب ضد او دولت پلوه رسنۍ داسې څرګندونې کوي چې ګواګې د طالبانو اسلامي امارت د موروثي كېدو په لوري روان دئ. او وايي چې كه داسي نه وي نو ولي د امير ورور پر داسي مهمي دندي ګمارل كېږي ؟
د طالیانو وياند رسنيو ته په استول شوې خبر پاڼه کې چې د بااحساسه محصلينو ويب پاڼې ته يې هم رالېږلې دغه خبرې بې اساسه بللي دي او زياته کړې يې ده چې داسلامي امارت د محترم مشر دکورنۍ هیڅ کوم غړی دامارت په تشکیلاتوکې کوم رسمي منصب په غاړه نه لري اونه هم کوم یو د نظامي کمیسیون د مشر په حیث غوره شوی.
د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ښاغلي ذبيح الله مجاهد رالېږلی پیغام کټ مټ په لاندې ډول خپروو:
په دي ورستیوکې ځیني مغرضي رسنۍ داسلامي امارت په تشکیلاتوکې دتقرراوتبدل په هکله په مکررډول د دښمن د استخباراتي شبکو لخوا جوړې شوي بي اساسه اوازې خپروي اوپه اړه یې داسلامي امارت دویندویانونظر هم نه اخلي ،چي په دي سلسله کې یې څوځله د عالیقدرامیرالمؤمنین دکورنۍ په غړو پسي ولیکل چي دنظامي کمیسیون ریاست ورته سپارل شوی دی.
موږ د دښمن داډول بي سنده او له حقیقت نه لیري تبلیغات په کلکو ټکو ردوواوپه څنګ کې داوضاحت ضروري بولو چي داسلامي امارت د محترم مشردکورنۍ هیڅ کوم غړی دامارت په تشکیلاتوکې کوم رسمي منصب په غاړه نه لري اونه هم کوم یو د نظامي کمیسیون د مشر په حیث غوره شوی.
د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې چې چاته کوم مسؤلیت سپارل کیږي یا د مسؤلینو تقرراو تبدیلي راځي، د هغه جریان پټ نه وي بلکي په هماغه شیبه اعلانیږي .
څرنګه چې داسلامي امارت په خلاف اوس دا ډول اوازې خپرول زیات شوي دي، د هیوادوالو او مجاهدینو د رهنمایي لپاره باید ووایو، هر هغه اوازه چې د دښمن لخوا یي تبلیغ کیږي ترهغو ورباندې هیڅ باور مه کوئ ترڅو مو چې د اسلامي امارت دویاندویانو او داسلامي امارت درسمي ویب سایټ لخوا ځواب یا سپیناوی نه وي اوریدلی.
موږ یوځل بیا له ټولو رسنیواوشخصیتونونه په دي اړه کلکه غوښتنه کووچي په داډول بي سنده خبرو دي خپل حیثیت او اعتبارته نور زیان نه اړوي اوکه د اډول کومه اوازه اوري نو د ژورنالیزم د اصولو له مخي دازموږ حق دی چي نظرمو واخستل شي .
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۷/۲۲هـ ق
۱۳۹۳/۲/۳۱هـ ش ــ 2014/5/21م
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.