لیکوال: خالد اسلام جار
د لغمان ولایت څخه په ورکړل شوو خبرونو کې ويل شوي دي چې بيګا شپه طالبانو د اربکيانو په يوه پوسته باندې د بريد په ترڅ کې اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې او د عيني شاهدانو په وينا د يادې پوستې ودانۍ ويجاړه پرته ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په یوې را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې بیګا شپه شاوخوا ۱۲ بجې د لغمان ولایت مرکز اړوند بسرام سیمه کې د اربکیانو په یوه پوسته تعرضي برید وشو چې له امله يې پوسته مکمله فتحه شوه، د قومندان اکرم په ګډون ۴ ساتونکي چې یو يې د قومندان اکرم ساتل شوی هلک ؤ ووژل شول. او ټوله وسله غنیمت شوه او د پوستې ودانۍ ویجاړه شوه.
د يو بل خبر په اساس د دغه ولایت د الينګار ولسوالۍ مرکز ته نیږدې په شمشاد پوسته هم طالبانو برید کړی او پوسته يې په بشپړ ډول نيولې ده. په دې اړه ښاغلی مجاهد وايي: پوسته فتحه شوه، يو پولیس قتل، نور وتښتیدل، ډيره وسله او مهمات غنیمت شول او د پوستې ودانۍ ويجاړه شوه.
ښاغلي ذبيح الله مجاهد زياته کړې چې په دواړو پيښو کې طالبانو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
خالد اسلام جار.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.