ليکوال: انور نوري.
د بیرو په پلازمېینه لیما کې، د تېرې دوشنبې په ورځ د څلویښتو سپو د اجتماعي ودونو مراسم تر سره شول! سپیانو تورې جامې اغوستې، او نیکټايي ګانې تړلې وې! خو سپیانې بیا په سپینو کمیسونو کې وې!
د سپیانو څښتنان له خپلو سپیانو سره د مراسمو د تر سره کوونکې ټولنې مخې ته چې د ودونو رسمي نکاح نامې یې ور کولې، ولاړ وو!
هر دوو سپیو نر او ښځې ته یې رسمي نکاح نامې چې دواړو زوم او ناوې پنجې پکې لګولې ور کولې.
د ودونو د مراسمو ترتیبوونکې ِانغرید شافاري وویل چې له دې فعالیت نه موخه دا ده، چې خلک له خپلو ملګرو حیواناتو سره مینې ته وهڅول شي، او په اړه یې د لا زیاتې پاملرنې احساس وکړي!
میګیل غومیز چې د خپل سپي واده یې ولید وویل: ( آخر کار وشو… اوس دواړه سره یو ځای شول! هیله ده چې تل خوشحاله شوند ولري )!!
یادونه: بیرو د جنوبي امریکا له هېوادونو څخه ده، خلک یې په هسپانوي ژبه خبرې کوي، په جنوبي امریکا کې بیرو تر ټولو زیات تعلیمي او ثقافتي مراکز او پوهنتونونه لري، په نړیواله کچه لوی لوی تعلیمي مراکز لري، په عام ډول په ټوله جنوبي امریکا کې بیرو په تعلیم کې مخکې ده!
مشهور پوهنتونونه یې:
۱ – د سان مارکوس ملي پوهنتون، چې تر ټولو مخکنی د لوړو زده کړو مرکز دی، په ۱۵۵۱ م د می میاشتې په ۱۲ نېټه یې بنسټ اېښودل شوی!
2 – د انجینرۍ ملي پوهنتون، چې په ۱۸۷۶ م کې د پولنډي انجینر ایډورډو ډي هبیچ په لاس بنسټ کېښودل شو، او دا په بیرو کې د انجینرۍ تر ټولو مهم پوهنتون دی.
3 – د لامولینا د زراعت ملي پوهنتون، په کوم کې چې مخکني ولسمشر البرتو فوجیموري درس ویلی و.
4 – د کالاو ملي پوهنتون.
دا د امریکایانو ثقافت او کلتور دی، دا یې د علم او زده کړې نتیجه ده، ډېر د افسوس ځای دی چې امریکه په دې کلتور او ثقافت په ټوله نړۍ پاچاهي کوي! او دا د دوی د آزادۍ او دیموکراسۍ ارمغان دی!
په افغانستان او عراق کې یې په لسهاوو زره انسانان، چې ښځې ماشومان او بوډاګان پکې وو، تر تیغ تېر کړل، په مرمیو یې سوري سوري کړل! په زندانونه یې پرې ډک کړل! په هر کور کې یې د ویر ټغر وغوړول! خو په خپلو هېوادونو کې بیا له خلک له سپیانو سره مینې ته هڅوي!
دا دغربیانو عدالت دی! کم تر کمه له مسلمانانو سره هغه ډول چلن هم نه کوي، کوم چې د خپل ملک له حیواناتو سره کوي! دوی ته په حقیقت کې د بل هېواد خصوصا اسلامي هېوادونو انسانان د خپل هېواد تر سپیو هم کم ګڼي! هغه حقوق چې په خپلوهېوادونو کې یې حیواناتو ته ور کوي، زمونږ په هېوادونو کې هغه انسانانو ته نه ور کوي!
آیا دوی کولی شي په دې عقل او منطق خلکو ته قناعت ور کړي، چې دوی بشر دوستان دي! د بشر د حقوقو مدافعان دي! د انسانانو تر منځ عدالت او مساوات غواړي! هېڅکله نه!
د حیرانتیا ځای دا دی چې دوی څه ډول دومره پریوتي او پست فطرته انسانان دي، چې په دومره ټيټو او پریوتو چارو کې ځانونه مصروفوي!
انور نوري.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.