ليکوال: خالد اسلام جار
له بدخشان ولایت څخه مو خبر ترلاسه کړ، چې د دغه ولایت د یمګان ولسوالۍ ، طالبانو ته د نن ورځې د سختو بريدونو په ترڅ کې په بشپړ ډول په لاس ورغله.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبيح الله مجاهد په رالېږل شوې خبر پاڼه کې د دغې پيښې یادونه کړې او زياته کړې يې ده چې د خیبر په نوم د اعلان شوو بريدونو په لړ کې چې نن ورځ له سهاره راهیسې د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ د طالبانو تر کلکې محاصرې او بریدونو لاندې وه، بالاخره نن غرمه مهال، په بشپړ ډول فتحه شوه، او د اسلامي امارت سپین بیرغ پرې ورپید.
نوموړي په یاده جګړه کې د مقابل لوري د تلفاتو په اړه ويلي چې په دغه جګړه کې ۱۶ تنه پولیس ووژل شول، ګڼ شمیر ټپیان او ۵ تنه ژوندي ونیول شول. همداراز ډیره وسله او مهمات، ۱ټانګ، ۶ عرادې رينجر موټر هم په غنیمت ونیول شول.
ښاغلي مجاهد طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وویل چې په نښته کې زموږ یوازې ۳ تنه مجاهدین شهیدان او ۱ تن ټپی شو. تقبلهم الله .
د یو بل خبر په اساس طالبانو نن سهار ۱۰ بجې د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ خواجه اسماعیل سیمه کې هم یوه پوسته نيولې ده، چې د ذبیح الله مجاهد په وينا ۸ تنه عسکر په کې وژل شوي، ۴ ټپیان شوي او ډیره وسله او مهات په غنیمت ونیول شول او ۵ تنه طالبان هم سرسریز ټپیان شوي دي
طالب ویاند ذبيح الله مجاهد په خپلې را استول شوې خبرپاڼه کې دا هم ويلي دي چې د امریکایانو او داخلي عکسرو يو لوی قطار نن د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ مختلفو سیمو ته راغلې وو چې له پراخو بریدونو او انفجارونو سره مخ شو، تر اوسه پورې ۵ټانګونه ۲ رینجر منفجر شوي او په څو پوستو هم بريدونه ترسره شوي چې په ترڅ کې يې له ۱۸ډیر بهرني او کورني عسکر مړه او ژوبل دي او د دښمن د ټانګونو بدنې اوس هم په سیمه کې پرتې دي.
نوموړي زياته کړې چې په دغه نښته کې چې اوس هم روانه ده ۲تنه مجاهدین شهیدان شوي او ۴تنه ټپیان دي.
د بلې خوا ښاغلي مجاهد د حکومت لخوا د لسو تنو طالبانو د وژلو او شپږ تنو ټپي کولو د ادعا ردولو په ترڅ کې زیاته کړې چې برعکس کابل اداره د درنو تلفاتو په لیدلو سره هڅه کوي خپل قوتونه د ماینونو او مجاهدینو د محاصرې له کړۍ څخه وباسي چې پرلپسې چاودنې پرې ترسره کيږي.
خالد اسلام جار.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.