ليکوال: خالد اسلام جار
نن سهار د افغانستان د سرپل ولایت د مرکز په يوه ښوونځي کې د يوه ټولګي چت لوېدلى، چې د يوه ښوونکي په ګډون ۳۱ ټپيان تر روغتونه رسول شوي دي.
ياد ښوونځى چې د کورک ازبکي په نوم ياديږي، د سرپل ښار په شمالي څنډه کې پروت دى. د سرپل د ملکي روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر نعمت الله يلداش رسنيو ته ويلي چې په ښوونځي کې ٥٠ زده کوونکي وه چې د چت پرېوتو له امله يې ٣١ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ټپي زده کوونکو عمرونه د ٦ او ٨ کلونو ترمنځ دي، د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ او د پاتې نورو ډاډمن دى. د سرچينې په وينا، ټپيان ټول د لومړي ټولګي زده کوونکي دي، او تر اوسه د ټولکي د چت لوېدو لامل نه دى څرګند.
د کورک کلي یو اوسېدونکى پاينده محمد چې په ياده پېښه کې يې پنځه اولادونه ټپيان شوي دي، د پوهنې پر رياست د سختې نيوکې په ترڅ کې يې زیاته کړه، چې تېر کال هم د دغه ښوونځي يوه خونه لوېدلې وه، خو بيا هم مسوولينو دې ودانۍ ته سمه پاملرنه ونه کړه.
نوموړي زیاته کړه چې دوی د خپلو جېبونو په غم کې دي، د خلکو د اولادونو هيڅ په کيسه کې نه دي.
خالد اسلام جار.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.