ليکوال: انور نوري
راتلونکې چهارشنبې به د امریکې یوه محکمه د هغې سعودۍ پیغلې په اړه پرېکړه وکړي، چې د مینیسوتا ولایت په روزفیل ښار کې له خپلې مور سره اوسي؛ ځکه چې نوموړې تېر کال په درې اونیو کې له ۵ امریکایي بانکونو څخه غلا کړې ده، چې ۴ یې په همدې مینیسوتا ولایت کې دي،او پنځم یې د مینیسوتا ولایت په ګاونډ کې په ویسکونسن ولایت کې دی، نوموړې له وروستي ځل غلا نه یوه ورځ وروسته، د ټینکالوجۍ په مرسته په حیرانوونکي ډول ونیول شوه!
دالعربیة نټ د برېښنا پاڼې له خولې، رانیا حمد چې په سعودي کې د طایف اوسېدونکې، او ۲۴ کلنه ده، له نیول کېدو وروسته اوس د قاضي په حکم بندیوانه ده، او دا ځکه چې یو کس چې له نوموړې سره یې د خواخوږۍ اړیکه لرله، دنوموړې مور ته یې زنګ وهلی، او سعودي ته یې د رانیا د تښتولو په اړه ترې پوښتلي!
د العربیة نټ د خبر پر بنسټ امریکايي رسنیو ویلي: قاضي ځکه له پرېکړې مخکې د نوموړې د بندي کېدو امر کړی، تر څو نوموړې ونه تښتي، او ځان پټ نه کړي، نوموړې په تېره فبرورۍ کې په خپلو پنځو واړو غلاوو اعتراف کړی، کومې یې چې د آسانه وسلې په مټ تر سره کړې دي!
رانیا چې د سعودي تر څنګ امریکايي پاسپورت هم لري، بانکونو ته به په حجاب کې ننوته، په طلايي او کله تورو ویښتانو به یې خوله په سر کړې وه، تل به یې تورې چشمکې په سترګو کولې، تر څو ونه پېژندل شي، په دې حالت کې به د بانک کارکوونکي ته ور لنډه شوه، په کاغذ کې تاو کړی یو لیک به یې ور کړ، هغه به چې لیک پرانیستلو، ډېر ښه ما قل ودل به یې پکې ولوستل: ( څه پیسې راکړه! زه وسلواله یم!) له دې سره به د بانک د کارکوونکي اربې وتښتېدې، سمدستي به چې څه په لاس ورغلل ور به یې کړل؛ ځکه ده به ګمان کولو چې له نوموړې سره په دسکول کې وسله ده، له دې سره به رانیا له تر لاسه کړې ګټې سره په بیړه روانه شوه او ځان به یې غلی کړ، دا ټول د لګول شویو کامرو په وړاندې، کومې چې د بانک په دننه او بهر کې د څارنې لپاره لګول شوې وې.
خو وروستۍ غلا چې د تېر کال د سپتمبر په ۹ نېټه یې تر سره کړې وه، د نوموړې لپاره غم شوه، او هغه داسې چې کله یې د بینک له کارکوونکي نه پیسې تر لاسه کولې، نوموړې ۲۳۰۰ ډالره ور کړي وو، خو په منځ کې یې مهر شوې پاڼې چې هغو سیم کارډونو ته ورته وې چې له چا سره وي پرې پیدا کېدی شي، داسې چې کله لاس پرې ولګوي پولیس یې پل پسې اخیستی شي، کله چې د غلا په سبا ورځ د همدې روزفیل یو مارکيټ ته د کمپیوټر داخیستو لپاره روانه شوه، اف بي آی یې ځای په نښه کړ، او څو دقیقې وروسته لاس تړلې له دوی سره وه!
د قاضي د څرګندونو له مخې نوموړې له محکمې مخکې ځکه په بند کې ساتل شوې، چې په خپلو اعترافاتو کې یې د پنځو بانکونو له غلا پرته، دا هم ویلي چې نوموړې داسې ناروغي لري چې په سر کې یو ډول آوازونه اوري، خو پوهېږي نه چې له کومه ځایه دي، او دا د خپل ځان په کړولو کې فکر هم کوي، قاضي دا هم وویل چې له کومو بانکونو څخه چې نوموړې غلا کړې ده، په ټولو ځایونو کې د بانکونو کارکوونکو ویلي چې کله یې له دوی نه پیسې غوښتې، دوی وسله نه ده ور سره لېدلې، یوازې ددې له لیک نه دومره پوهېدل چې وسله ورسره ده او پیسې غواړي، او کله چې د اف بي آی کسانو نوموړې نیوله په هغه وخت کې هم وسله نه وه ور سره .
هغه څلور بانکونه چې رانیا غلا ترې کړې د مینیسوتا په ولایت کې دي: ( د کلاین بانک، د ۲۰۱۳ د اګست په ۱۵، یوه اونۍ وروسته د اوف وایومنګ بانک، وروسته د ټي سي اف بانک دسپتمبر په لومړۍ نېټه، ورپسې د انډ ټراسټ بانک، څلور ورځې وروسته د مینیسوتا په ګاونډي ولایت ویسکونسن کې پنځم د ډایري سټيټ بانک د سپتمبر په ۹، چې په سبا یې ونیول شوه.
امريكايي قضا تر اوسه نه ده څرګنده کړې چې رانیا ټول ټال څومره پیسې وهلې دي؟ او نه يې هم د هغه بند د مودې په اړه څه ویلي چې راتلونکي چهارشنبې به رانیا ور سره مخ کېږي، ځکه هغه څه چې نوموړې تر سره کړي تر څو تورونو پورې اړه لري، د زور او چل تر څنګ ددرواغو تهدید، چې دا هر تور جلا جلا سزا لري.
انور نوري.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.