ليکوال: سعيد الله
له سوريې څخه راپورونه وايي چې ددې هیواد د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال حسین بن اسحاق پرون د یکشنبې په ورځ د ورپيښو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د راپور په اساس جنرال حسین بن اسحاق د تیرې شنبې په ورځ په ملیحه ښارګوټي کې له مخالفو وسلوالو سره په مخامخ نښتو کې ټپي شو او نن یې د یکشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.
ملیحه د دمشق د نړیوال هیوايي ډګر ته په تللې لارې باندې پروت ښارګوټی دی چې پکې له څو اونیو راهیسې د بشار دولتي ځواکونو د خپلو مخالفینو په خلاف یو لړ تصفیوي عملیات پیل کړي دی، کومو چې تر اوسه کوم د پام وړ پرمختګ ندی کړي.
ویل کیږي چې جنرال حسین د بشار یو له مهمو او مخکښو قوماندانانو څخه وه، چې د دسوريې د مظلوم ولس د کلیو او ښارونو په ورانولو کې یې غټه ونډه درلوده، له همدې امله په لندن کې اوسیدونکي د سوريې د بشري حقوقو د څار ادارې مشر عبد الرحمن وايي چې د نوموړي جنرال وژل کیدل د بشار لپاره ستره ضایعه او د مخالفو جنګیالو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
سعيد الله
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.