ژباړه: عبد الکریم مجاهد
دا لیکنه په عربي ژبه د عبد الناصر ابراهیم په نامه یو لیکوال لیکلې ده،او د الیوم السابع په نامه برېښنا پاڼې خپره کړې ده، له لیکنې داسې ښکاري چې لیکوال او څېړونکی مصری دی، خو دا چې دغه ستونزه په ډېرو اسلامي ټولنه کې یو ډول روانه ده، ځکه یې ما د ژباړلو هوډ وکړ، دکومې ستونزې په اړه چې په دې لیکنه کې څه لیکل شوي، تر ډېره زمونږ په مسلمانه او متدینه ټولنه کې د یرغلګرو او د هغوی د ناولې دیموکراسۍ له امله ورځ په ورځ مخ په ډېرو دي، له همدې امله ما وړ بلکې اړینه وګڼله چې په دې اړه ګران هېوادوال په ځانګړي ډول هغوی چې لوست او لیک کولی شي معلومات تر لاسه، او په اړه یې له خپل وس سره سم خپل مسولیت ادا کړي، تر څو زمونږ پاکه او مسلمانه ټولنه د غربیانو له ناولي رسم او کتلور څخه وژغورل شي.
یادونه: دا لیکنه ژباړه ده، په کومو ځایونو کې چې ( دیادونې ده ) کلیمه راغلې وي، هغه زما نظر او څېړنه ده.
په دې وروستیو کې زمونږ په ټولنو کې یوه د ژورې اندېښنې وړ ستونزه را برسېره شوې ده، کومه چې فرد، ټولنه او ټول امت تباه کوي!! دا ستونزه د همجنس پالنې جرم دی!
د شخصي آزادیو د ډنډورو ترسیوزي لاندې چې زمونږ ټولنې یې په سمه توګه نه شي پلې کولی، ځکه چې د شخصي آزادیو معنی دا نه ده چې یو کس په خپل ژوند کې د خپلو شخصي کړو وړو، او د بدن دغوښتنو په اړه له یوې مخې آزاد وي، بلکي یو څه شرعي او قانوني حدود باید وي، چې کنترول یې کړي، په داسې توګه چې د فطرت له قوانینو سره په ټکر کې نه شي، او انساني کرامت تر پښو لاندې نه کړي، ځکه چې همجنس پالنه د ټول انسانیت لپاره سپکاوی دی!
د همجنس پالنې په اړه چې ټول پټه خوله دي، باید مونږ یې را وسپړو، له هر ډول غبرګونونو سره چې مخ کېږو؛ ځکه دا هغه ستونزه ده چې د ۲۰۱۱ د جنوري د ۲۵ له پاڅون وروسته یې مصر لاندې کړی! که څه هم چې مخکې به هم شته وه، خو په دې وخت کې را برسېره شوه، اړینه ده چې ددې ستونزې لاملونه او په ټولنه یې بدې اغیزې وڅېړو، په ځانګړي ډول له دې امله چې دا ستونزه زمونږ د ټولنو لپاره توپان دی! ځکه چې دا وبا له ټولو آسماني ادیانو سره مخالفه ده. زمونږ له کلتور، رسم او رواج سره مخالفه ده، داسې انګیرل کېږي چې دا ستونزه به په مصر کې په راتلونکي وخت کې نوره هم پراخه شي؛ ځکه چې څه وخت وروسته به مصر بیا د یوې آزادۍ په لور روان شي! هغه آزادي چې ځینې کسان یې ناوړه کاروي، د هر ناسم کار د تر سره کولو لپاره یې یو ښه فرصت بولي!
مونږ د خپلو څېړنو په ترڅ کې، چې ددغه ستونزمنې موضوع په اړه مو کولې، له یوڅه ستونزو سره مخ شوو، لکه: دنوموړې ستونزې په اړه د کره شمېر تر لاسه کول، او دا ځکه چې یا خو رسمي شمېرنې نشته، او یا دا چې هغه لوري چې همجنس پالنه خپروي، هغوی د دې ډول پېښو شمېره زیاته ښيي، تر څو وښيي چې دا ستونزه ډېره لویه او په پراخه کچه شتون لري، چې بیا قانوني لار ورته جوړه کړي، او بل له دې وجې مونږ له ستونزو سره مخ وو چې په ځینو ټولنو کې په دې ډول ستونزو پرده اچول کېږي!
په دې وروستیو کې په دې ستونزه کې د ځینو عربو حاکمانو ورګډېدل را څرګند شوي، چې ځينې یې په رسنیزه کچه را څرګندې شوې هم دي، او دځینو په اړه یې دولتونه توانېدلي چې له رسینو څخه یې پټ وساتي!
همجنس پالنه یوازې د نارینه وو تر منځ نه ده، بلکې د ښځو تر منځ هم شته، چې ( سحاق ) ورته ویل کېږي، څېړونکې وايي چې ددې ستونزې د خپرېدو له لاملونو څخه: ( انټرنيټ، رسنۍ، ناسمه روزنه، نیشه یي توکي او ناوړه اقتصادي وضعیت ) دي، مونږ ددې ستونزې په اړه له څو اړخونو اوږده څېړنه کړې، تر څو لاملونه او د هواري لارې چارې یې پیدا کړو:
همجنس پالنه د تاریخ په اوږدو کې:
داکتره نادیه حسني چې دتاریخ او اسلامي تمدن استاذه ده وايي: همجنس پالنه په ګڼو وختونو او زمانو کې پېژندل شوې ده، لومړی څوک چې په ښکاره یې تر سره کړه، د لوط علیه السلام قوم و، ځکه خو دا بد کار ددوی په نامه ( لواطت ) مشهور شو، په دې کې چې ( سحاق ) لومړی چا تر سره کړ، د علماوو اختلاف دی، ځینې وايي دا کار لومړی د الرس خلکو وکړ، وروسته له هغه نور ملتونه لکه آشوریان، بابلیان، مصریان، هندیان، یونانیان او فارسیان ور سره بلد شول!
په یونانیانو کې دې کار په ځانګړي ډول په پوهنیزو او فکري برخو کې شتون درلود، چې بیا یې فارسیانو ته انتقال کړ، په داسې حال کې چې ددوی مقدس کتاب اوستا دا کار حرام ګڼلو( یو کرغېړن جرم چې په هېڅ ډول نه شي بښل کېدای ) هندوانو به په ځانګړي ډول له تنکیو ځوانانو خوند اخیست!
عرب هم له همجنس پالنې سره بلد شول، هغه که د نارینه وو تر منځ وو، که د نارینه وو او تنکیو ځوانانو تر منځ، او که خپله د ښځو تر منځ، دوی به په دې هکله کتابونه لیکل، په هغو کې به یې د همجنس پالنې آداب، طرز او طریقې بیانولې. همجنس پالنو د زمانو په اوږدو کې همداسې دوام وکړ، ډېر ملتونه ور سره بلد شول، چې په دې کې غربي ملتونه هم راځي.
په غربي ټولنو کې له جنسي پاڅون وروسته د همجنس پالانو وضعیت بدلون وموند، دا ډول خلک کرار کرار ښکاره کېدل، تر دې چې په ۱۹۶۸ م کال کې یې په نیویارک کې د ستون وول په هوټل کې په ښکاره غونډه وکړه، کوم څه چې ۳ ورځې پرلپسې یې شورماشور جوړ کړ، همجنس پالانو نارې وهلې چې جنسي ارتجاع باید له منځه لاړه شي! له همدې نېټې څخه تر اوسه پورې دوی هڅې کوي، تر څو خپل شتون کرار کرار قانوني کړي، تر دې چې آن خپله ځینو غربیانو له دې وضعیت څخه سرټکول پیل کړل، او دا کار یې یو ګواښ وګڼلو، له دې ډلې څخه یو هم د امریکې مخکنی ولسمشر ( نیکسون ) و، نوموړي ویل چې همجنس پالان د ټولنې ستنې ماتوي! هغه څه چې د یونان امپراتوري یې ړنګه کړه همدا همجنس پالنه وه، ارسطو خپله همجنس پال و، همدا ډول سقراط، هغه څه چې د رومانیانو امپراتوري یې ړنګه کړه همدا د امپراتورانو همجنس پالنې وې، د پاپانو او راهباتو یو بستر کېدل وو، نیکسون په پای کې وايي چې امریکا هم له همدې برخلیک سره مخ کېدونکې ده !
په غربي نړۍ کې د همجنس پالنې د ډېروالي پایله دا شوه، چې دوی د یو ځواک په توګه په ټولنه کې را څرګند شول، تر دې چې ډېر دولتونه اړ شول، چې په خپلو هغو قوانینو کې چې همجنس پالنه یې جرم ګڼله بدلون راولي، تر څو د همجنس پالانو له غوښتنو سره سم پر مخ لاړ شي، له دې څخه یو هم د بریتانیا قانون و، کوم چې له ۱۹۶۷ وروسته یې همجنس پالنه جرم نه ګڼلو، په دې شرط چې ددوه عاقلو او بالغو کسانو تر منځ په خپله خوښه تر سره شي! همدا ډول دا کار سکاټلنډ، شمالي ایرلنډ، کاناډا، نیوزرلنډ او تر نیمايي زیاتې امریکې وکړ! په هر صورت، د نړۍ په شپږو هېوادونو کې د همجنس پالانو تر منځ واده کول قانوني بڼه غوره کړه: ناروې، هولنډ، بلجیک، هسپانیا، کاناډ او د امریکې په ماساچوستس ولایت کې. ادامه لري…
عبد الکریم مجاهد
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.