ليکوال: خالد اسلام جار
د کورنيو چارو وزارت په یو خپاره شوي خبر کې ادعاء شوې چې په تيرو۲۴ ساعتونو کې د چاڼيزو عملياتو په لړ کې دهيواد په بیلابیلو سیمو کې۳۸ تنه طالبان وژل شوي دي، ۲۵ تنه يې ټپيان او۶ تنه يې ژوندي نيول شوي او يو شمیر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي.
د کورنيو چارو دغه خپور شوی خبر، د طالبانو ویاند ښاغلي ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوي پیغام کې چې د با احساسه محصلينو ویب پاڼې ته يې هم رالیږلی، په کلکه رد کړی دی.
ښاغلي مجاهد زياته کړې چې په يادو سيمو کې طالبانو ته کوم د پام وړ زيان نه دی اوښتی او نه کوم طالب نیول شوی.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د یو بل خپاره شوي خبر په اړه چې د غزني په دیک ولسوالۍ کې پنځه تنه طالبان په خپل ماین وژل شوي. ښاغلی ذبیح الله مجاهد وايي چې په دیک کې د ماین په انفجار کې یو طالب شهید شوی، دوه ټپیان دي، د پنځو کسانو د شهادت خبره ناسمه ده.
نوموړي په خپلې رالیږلې خبر پاڼه کې زياته کړې، په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې د خیبر عملیاتو په لړ کې يې د کابل، هلمند، پکتیا، میدان وردګو، لغمان، لوګر، پروان، بلخ، جوزجان، فراه، خوست، کندهار، هرات، فاریاب، کندز، بغلان،کنړ، پکتیکا، غزني، زابل، غور، نیمروز او ارزګان ولايتونو په بیلابيلو سيمو کې طالبانو په بهرنيو او کورنيو عسکرو له ۱۰۰ زیات بريدونه ترسره کړي چې سخته مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
ښاغلي مجاهد دا هم ويلي دی د خیبر په نوم د اعلان شويو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر زغروال ټانکونه او رينجر موټر هم د چاودنو او د کمين بريدونو له امله له منځه تللي، پوستې فتحه شوي، او ډیرې وسلې،وسائط او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
خالد اسلام جار
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.