لیکوال: عمر خوږیاڼی
وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (الآیة)
ژباړه: تاسي پر هغو کسانو د مړو ګومان مه کوئ چي د الله جل جلاله په لار کي وژل شوي وي، دوی مړه نه بلکي ژوندي دي او د خپل رب له لوري رزق ورکول کیږي.
سبحان الله! شهادت څومره اوچت مقام دی او د شهیدانو څومره لوړ شان دی چي د کائیناتو پالونکی یې د مړو بللو څخه نهي فرمایې، رزق ورکوي، د عالم برزخ له عذاب څخه نجات ورکوي، د حساب د ورځي له هیبته یې ساتي، ارواحونه یې د جنت په باغونو او قصرونو کي منظرې کوي، د جنت ميوې خوري او د جنتونو په بیلا بیلو منازلو کي سیر وسیاحت کوي.
د بااحساسه محصلینو له آسمان څخه یو بل ځلانده ستوری هم را پریوت او د سپیڅلو شیهدانو له کاروان سره یو ځای شو، هغه بااحساسه محصل چې د خپل رب د رضا لپاره یې هر وخت خپل سر په لاس کې نیولئ ؤ او د الله رب العزت ملاقات او شهادت ته دومره تږی ؤ چې هر وخت به د هغه ورځې په آرمان ؤ چې د شهادت جام نوش کړي او د جنت هغه نعمتونو ته ځان ور ورسوي چې نه چا په سترګو لیدلي دي او نه یی چا بوی حس کړی دی مګر اوس به نوموړی له ډیر انتظار څخه وروسته ترلاسه کړي وي.
بااحساسه شهید محصل مبارز د عبدالمجید زوی چې په 1372 شمسی کال کې د ننګرهار د خوږیانو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې په یوه جهادی او علمی کورنۍ کې فانی دنیا ته سترګې راوغړولې یقینا چې والدین یې د نوموړي په راتګ باندې سخت خوشحاله وو او د ده د ژوند هرې لحظې ته په انتظار وو، لنډه دا چې په مبارز کې د هوښیارۍ نښې هم د ماشومتوب په دوره کې څرګنديدلې او هر چا به دا خبره کوله چې مبارز به یو اتل شی چې هرڅوک به د نوموړي په قدم باندې پل ایښودلو ته لیواله وي، همغه ؤ چې مبارز خپلې ابتدائي زده کړې د وزیرو په جهادي عالی لیسه کې پیل کړې او دا چې د مبارز کورنۍ یوه جهادی او علمي کورنۍ وه او د مبارز تربیه یې ډیره ښه کړې وه نو نوموړي له دیني زده کړو سره هم ډیر شوق لرلو او د مکتب ترڅنګ یې د مسجد له ملا امام صیب څه ځینی دینی کتابونه هم شروع کړي ؤ، د لیسې په دوران کې مبارز یو ډیر ذهین شاګرد چې هر وخت به په ښو نمبرو سره بریالی ؤ او د نوموړی له نیکو اخلاقو څخه به هر څوک متأثره کیدل، همغه ؤ چې په 1390 شمسی کال کې د وزیرو له جهادی عالی لیسې څخه فارغ شو او په 1391 شمسی کال کې یی د الفلاح پوهنتون ته چې په جلال آباد ښار کې موقیعت لري د کانکور آزموینه ورکړه او انجینرئ پوهنځي ته بریالی شو.
مبارز نه یوازې دا چې په خپله کورنۍ کې محبوبیت درلود بلکې د خپلو استادانو او همصنفیانو ترمنځ هم د اخلاقو یوه ټوټه وه، نوموړي ډیر په نرمه لهجه او ورین تندي سره خبرې اترې کولې او هیڅکله چا د غوسې به حالت کې نه ؤ لیدلی، د قرآن کریم تلاوت، سیرت، اسلامی تاریخ سره یې بې کچې مینه درلوده، د ملګرو خدمت او کله نا کله خوشطبی به یې ځانګړي صفات وو، او د مسلمانانو مظلوم حالت به ډیر ځورولو او هر وخت به یې د اسلامی نظام د پلی کیدو په هکله سوچونه کول او دا آرمان به یی کاوه چې یو ځل په ټوله نړۍ اسلامی نظام پلي شی او مسلمانان د کفارو له ظلم څخه د تل لپاره نجات ومومي.
لکه څنګه چې د شهید بااحساسه محصل مبارز نوم مبارز ؤ نو همدارنګه د صلیبی یرغلګرو مقابل کې یی هر وخت کلکه مبارزه کوله مبارز نه یوازې دا چې قلمی مبارزه کوله بلکې د تحصیل په دوره کې یې هم د صلیبی یرغلګرو په ضد وسلوال مقاومت ته ملا تړلې وه او هر وخت به یې ملګرو نه دا غوښتنه کوله چې پر صلیبی یرغلګرو باندې تندریز بریدونه وکړي او په هر کمین کې به حاضر ؤ، د الله جل جلاله د دین د خدمت لپاره له هرڅه تیر ؤ او هر قسم قربانۍ ته یی ځان چمتو کړئ ؤ او د شهادت خبره به یې هر وخت له خولې څخه بې اختیار وتله او عزم یې دومره قوی ؤ کله به یی چې د جنت په هکله کوم حدیث شریف واورید تا به ویل چې نوموړی هرڅه په سترګو لیدلی دي ځکه داسې فولادی عزم لری.
کله چې بااحساسه محصل مبارز د انجینری د لومړی کال دوهم سمستر نیمائی ته ورساوه او د جمعې په ورځ کور ته راغئ نو همغه ؤ چې صلیبی یرغلګر د جنګ په عملی ډګر کې هیڅکله پدې سره بریالی نه شول چې نوموړی د شهادت لوړ مقام ته ورسوی خو متأسفانه چې په یو ډیر ناځوانه برید کې چې د بې پیلوټه الوتکې څخه یی ورباندې وکړ د 1391 شمسی کال د دلوې د میاشتې په څلورمه نیټه د چهارشنبې په ورځ د شهادت لوړ مقام ته ورساوه یقنا چې نوموړي د خپل تن غوښې او وینې د الله په لار کې قرباني کړي، انا لله وانا الیه راجعون، روح یی د ښاد او یاد یی د تل وی!
عمر خوږیاڼی
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.