ليکوال: انور نوري
په مصر کې د نور سلفي ګوند ویاند نادر بکار وايي چې ګوند یې د شنبې په ورځ په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې، چې د روانې میاشتې په پای کې به تر سره کېږي، د پوځ د مشر او ددفاع د مخکني وزیر عبد الفتاح سیسي د ملاتړ پرېکړه کړې.
نور ګوند دسلفي دعوت ډلې سیاسي څانګه ده، نوموړې ډله په تېر کې د اخوان المسلمین ائتلافي ملګرې وه، مګر دتېر کال په جولای میاشت کې یې د ولسمشر محمد مرسي په لیرې کولو کې چې پر ضد یې ګڼ لاریونونه لارو کوڅو ته راووتل، د پوځ ملاتړ وکړ.
بكار په یوه تلیفوني اړیکه کې رويټرز ته وویل چې د شنبې په ورځ د نور ګوند عالي شورا غونډه تر سره کړه، دنوموړې غونډې په پایله کې اکثریت نظرونه دا شول چې په ټاکنو به د کیڼ اړخي حمدین صباحي پر خلاف د عبد الفتاح سیسي ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، کله چې د ګوند عالي شورا د هغو دوو غونډو نتیجه وڅېړله، کومې چې نور ګوند له دواړو نوماندانو سیسي او صباحي سره کړې وې.
نور ګوند په ولسي مجلس او د شورا مجلس کې چې له حسني مبارک نه وروسته جوړ شول، د آزادۍ او عدالت له ګوند نه وروسته چې د اخوان المسلمین سیاسي څانګه وه، دوهم لوی ځواک و. د یادونې ده چې حسني مبارک په ۲۰۱۱ کې د یو ولسي پاڅون په ترڅ کې را وپرځېد. نوموړی ولسي مجلس په ۲۰۱۲ کې د محمد مرسي له واک ته رسېدو وروسته ړنګ شو، او شورا مجلس تېر کال د مرسي له ګوښه کېدو وروسته ړنګ شو.
د یادونې ده چې په ۲۰۱۲ کې نور ګوند د مرسي نه، بلکې د یو بل اسلامي نوماند دکتور عبد المنعم ابو الفتوح ملاتړ وکړ، کوم چې له اخوان المسلمین نه جلا شوی و.
په لوړه کچه داسې انګیرل کېږي چې سیسي به، چا چې مرسي ګوښه کړ، د روانې می په ۲۶ او ۲۷ نېټه کیدونکو ټاکنو کې بریالی شي.
د شبنې په ورځ د نوماندانو لپاره د رسمي کمپاین موده پیل شوه، کومه چې حمدین صباحي څوک چې د ۲۰۱۲ ټاکنو کې دریم نمبر راغلی و، د مصر د اسیوط په ولایت کې د یو کنفرانس په ترڅ کې پیل کړه.
د مصر رسمي تلویزیون د صباحي یو بیان خپور کړ، چې په غیر مستقیمه توګه یې په خپل سیال سیسي نیوکه کړې وه، او ویلي یې وو: ( دا مناسب نه ده چې پوځ په سیاسي کشمکشونو او ټاکنیزو جګړو کې ښکېل شي )
صباحي دعوه کوي چې دی د ۲۰۱۱ پاڅون، د هغه د غوښتنو او موخو، چې په آزادۍ، ټولنیز عدالت او دیموکراسۍ کې نغښتي دي استازیتوب کوي، صباحي له یو ځل زیات د مبارک، او له هغه مخکې د انور سادات په وخت کې بندي شوی دی. نوموړی د دواړو یو ځواکمن مخالف و.
انور نوري.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.