لیکوال :خالد اسلام جار.
..
طالبانو د خيبر په نوم د پسرلنيو عملياتو په لومړي سهار د پروان ولايت د بګرام په هوايي اډه د ميزايلو په يوه بريد کې مېشتو ځواکونو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د طالبانو وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوي خبر پاڼه کې ويلي چې ياده هوايي اډه بيګا شپه پرله پسې، ۲ بجې، ۳ بجې او بيا سهار وختي ۴ او ۵بجې په توغنديو وويشتل شوه.
نوموړي زياته کړې چې په يادو بريدونو کې دوه الوتکې، درې د تيلو زخيرې او ګڼ نقليه وسائط له منځه تللي دي.
له سيمې څخه عينې شاهدان وايي له بريدونو وروسته تر ډېره وخته د هوايي اډې په ځينو برخو کې درې ځایه اور بلېده چې لمبې يې له ډېر لري سيمو تر سترګو کېدلې
د يادونې وړ ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې (پنجشنبه ۱۳۹۳/۲/۱۸هـ ش) ، د نوي کال لپاره په یوه اعلاميه کې د خیبر په نوم د جهادي عملیاتو اعلان وکړ، په دغه اعلامیه داسې هم راغلي وه، چې «د خیبر په نوم دغه پسرلني عملیات به د ټول هیواد په سطحه دراتلونکې دوشنبې په ورځ د روان ۱۴۳۵هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳ نیټه … د سهار په ۵ بجو د الله اکبر په ویلو سره پیل کیږي».
داسې ښکاري لکه طالبانو چې د پراخه، کلکو او پريکنده بریدونو تابیا کړې وي، لکه څنګه یې چې په اعلامیه کې ویلي، هماغسې يې همدا نن ورځ (دوشنبه) د اعلان شوو پسرليو عملياتو د تطبیق لومړنۍ ورځ وګرځوله، چې د بګرام ، جلال اباد، غزني او نورو بريدونو باندې پیل شوه.
ځينې افغان شنونکي په دې اند دي چې د تل په څېر د هوا له تودیدو سره د طالبانو بریدونه هم پراخېږي او هم توندېږي، که انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي لکه وړاند وینې چې کېږي، کېدای شي له امنیتي پلوه ستونزې زیاتې شي!.
خالد اسلام جار.
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.