ليکوال:استاد محمد ابو زهره / ژباړن: عبدالملک حيات
..
۶-په اخلاقي ارزښتونو لازمي والی
په اخلاقي ارزښتونو لازمي والی په اسلام کې دانسانی اړيکو د بنسټونو څخه ګڼل کيږي او هغه اصل او بنسټ دی چې هرمهال، هر ځاې اوپه هر حالت (سوله او جنګ) دټولو خلکو له پاره د هرې طبقې او نژاد څخه چې وي د تطبيق وړ دي ځکه چې اخلاقي قواعد ثابت او استثنا نه منونکي دي او هر څوک چې د انسان حکم(د ټولو انسانانو ترمنځ مشترک صفت دی) ورباندې کيږي حق لري چې ور څخه ګټه واخلي ځکه هر ځاې او د هر ډول شرايطو لاندې ښه، ښه وي او بد، بد.
د دې په خاطر چې د جنګ په حالت د احساساتو او دښمنۍ له کبله اخلاقي ارزښتونه د یاده ونه وځي قرآن کريم پرې ډیر تأکيد کړی دی که څه هم دغه سپېڅلی کتاب د تېري په حالت کې مسلمانانو ته د عمل بالمثل اجازه ورکوي تر څو د تيري مخه ونيسي خوتقوی چې په اصل کې داخلاقي ارزښتونو نوم دی واجب يي ګرځولې ده بناً که د جنګ په حالت کې دښمنان اخلاقي اصول مراعت نه کړي مسلمانانو ته جايز نه ده چې په عمل بالمثل لاس پورې کړي د مثال په ډول که دښمن د ښځو عفت لوټ کړي يا ښځې او ماشومان ووژني او يا هم بنديان د لوږې او تندې نه هلاک کړي او يا داچې وژل شوي مسلمانان مثله کړي، مسلمانان حق نه لري چې په عمل بالمثل لاس پورې کړي.
د احد په غزا کې مشرکانو د رسول الله صلی الله علېه وسلم تره سيد الشهداء حمزه رضی الله عنه مثله کړ خو کله چې رسول اکرم صلی الله علېه وسلم په هغوي برلاسی شو د هغوي په شان عمل يي ونه کړ بلکې ويي فرمايل (اياکم والمثله) د مثله کولو نه ځانونه وساتئ.
خلاصه دا چې مسلمانانو ته جايز نه دي د دښمنانو په شان عمل وکړي او د لويو ګناهونو مرتکب شي.
په يوه غزا کې مجاهدينو د مشرکانو د عمل په مقابل کې څو تنه ماشومان ووژل پېغمبر صلی الله علېه وسلم په دې کار ډیر په قهر شو او درې ځلې يي په تکرار ډول وويل ماشومان مه وژنئ همدارنګه مجاهدينو ته په يوه وصيت کې فرمايي
(دالله په نوم دالله په لار کې حرکت وکړئ، دالله د دښمنانو سره جنګ وکړئ، دغنيمت په مال کې دغلا، غدر او خيانت څخه ډډه وکړئ او د مړو د مثله کولو او ماشومانو د وژلو ځانونه وساتئ)
بل ځاې فرمايی ( لايعترض احدکم اسير اخيه فيقتله) يعني هېڅ يو له تاسې نه بايد د خپل ورور بندي په لار کې ونيسي او بيايي ووژني.
په همدې ترتيب بايد د مسلمانانو معامله د نورو سره د تقوی او د اخلاقي ارزښتونو په فضیلت په بنياد وي ځکه چې اسلام د دې په خاطر راغلی چې د اخلاقي فضایلو څخه ملاتړ وکړي او رذيله اخلاق د منځه يوسي او څرنګه چې د دې دين رسالت نجات ورکوونی او هر اړخيز دی نو هېڅکله بايد د دوست او دښمن په مقابل کې د اخلاقي ارزښتونو څخه تېری ونه کړي بلکه په هر حالت کې يي ساتنه وکړي.
هوکه داسلام جنګ د ظلم په مقابل کې د عدالت جنګ، دبېرحمۍ په مقابل کې د رحمت جنګ او د رذايلو په مقابل کې د فضيلت جنګ دی. او هغه جنګ دی چې په عدالت او اخلاقو پېليږي اوپه عدالت او اخلاقو پاې ته رسيږي.
۷-عدالت
په اسلام کې د انساني اړيکو د ستنو څخه یوه هم عدالت دی د دې اصل له مخې ټول انسانان مساوي دي هر څوک د خپل عمل مطابق نېکه اويا بده بدله ويني داسلامي عدالت په وړاندې دوست او دښمن يو شان دی قرآن کريم په دې باره کې فرمايي
(ولايجرمنکم شنأن قومٍ علی الا تعدلو اعدلو هو اقرب للتقوی) ديوې ډلې سره ستاسې دښمني بايد تاسې د عدالت پرېښودو ته اړ نه کړي، عدالت وکړئ چې تقوی ته ډیر نږدی دی، يعني د دښمنۍ او جګړې موجوديت بايد مسلمانان ظلم اوستم ته اړ نه کړي او نه بايد د عدالت د تطبيق مانع شي بلکه د دښمنانو په مقابل کې د عدالت تطبيق تقوی ته ډير نږدې دی اوهر کله چې د ضرورت په اساس جنګ اور بل شي نو په جريان کې يي بايد د عدالت د پولو تېری ونه شي او نه هم دبري نه وروسته په مغلوبو کسانو ظلم او تېری روا وګڼل شي.
د ادم نه تر ختم نبووت پرې عدالت ډېره مهمه موضوع ده تر دې چې قرآن کريم د انبياؤ او کتابونو د رالېږلو انګېزه په ځمکه د عدالت تطبيق ګڼي.
د دې نه علاوه ډېر زيات احاديث په دې باره کې روايت شوي دي لکه په يو قدسي حديث کې رسول اکرم صلی الله علېه وسلم فرمايلي دي.
( يا عبادي اني کتبت العدل علی نفسي فلا تظالمو) ای بندګانو ما په ځان عدل واجب کړی نو تاسې هم يو په بل ظلم مه کوئ په بل حديث کې فرمايي
(من مشی مع الظالم فقد خرج من الاسلام) څوک چې د ظالم سره په يوه لار ولاړ په حقيقت کې داسلام څخه ووت.
هر دين يوه نښه او لوګو لري داسلام نښه او لوګو عدالت دی، بلکې عدالت داسلام شعار او ځانګړنه ده ، عدالت هغه تله ده چې دانسانانو تر منځ دسولې او جنګ په مهال اړيکې ټاکي او په اساس يي د انسانانو حقوق وضع او په بشري ټولنه کې نظم پېداکوي د اساني اړيکو ټول بنسټونه ازادي، مرسته او همکاري……… ټول د عدالت دسوري لاندې متشکل او دعمل جامه اغوندي.
نو هغه تېرېدنه چې په هغې کې د نورو حقوق پېمال شي په حقيقت کې تېرېدنه نه بلکې ظلم دی چې د دښمنۍ بدترين ډولونه زېږوي د ظالمانو په وړاندې تېرېدنه په حقيقت کې په مظلومانو ظلم دی (ترحم بر پلنګ تیز دندان—ستمګاري بود بر ګوسفندان) قرآن کريم په دې تأکيد کوي چې مسلمانان هغه وخت د چنګ اجازه لري چې تېری پرې وشي او عمل بالمثل نه يي بله چاره نه وي.
ټول خلک بايد په دې حقيقت وپوهيږي چې د دنياوي چارو اصلاح بدون له دې چې عدالت د انساني اړيکو بنست جوړ کړي امکان نه لري تر دې چې قوي په کمزوري تېری ونه کړي او د شرايطو د غوښتنو په بهانه د چا حق ضايع نه شي.
په ډېر افسوس سره نن ورځ نړېوالې اړيکې په ظلم او استبداد ولاړې دي ابر قدرته او ظالم ملکونه د خپلو ګډو ګټو له پاره يو دبل سره يو کيږي او په بې وزله او وروسته پاتې هېوادونو تېری کوي او خپل نظريات پرې تحميلوي اونور ظالمان لکه بين الملل پرې سترګې پټوي.
۸-بالمثل معامله
دانساني اړيکو د اصولو څخه يو بل اصل عمل بالمثل يا بالمثل معامله ده چې د عدالت سره ټينګې اړيکې لري بلکې د عدالت څخه منشعب شوی په دې اړه رسول الله صلی الله علېه وسلم فرمايلي دي
(عامل الناس بما تحب ان يعاملوک) د خلکو سره داسې معامله وکړه چې په کوم ډول معامله خوښ وې چې له تا سره وشي.
د همدې عادلانه اصل لمخې کچېرې په يو مسلمان باندې تېری کيږي د بالمثل عمل په اجرا سره د مشروع دفاع حق لري خو هېڅکله د تيرې د تکرار دمخنيوي څخه د زيادت حق نه لري ځکه تېری په اسلام کې ظلم دفاع او مخنيوی يي عدالت ګڼل کيږي.
دعمل بالمثل سرته رسول د عدالت، تېرېدنې او نورو اصولو سره هېڅ راز تضاد نه لري، که تسامح او تېرېدنه په ظلم سرته ورسيږي ښه کار نه دی اونه هم تسامح او تېرېدنه په اسلام کې د مفسدينو په مقابل کې د ذلت او تسليمۍ قبلول دي بلکې هغه تسامح چې اسلام يي خپلو پېروانو ته امر کوي مثبت او واقعي تسامح دی.
د جنګ په حالت کې اسلام د عمل بالمثل اصل لمخې د غلامۍ (بردګي) نسبي شکل منلی دی او د یو جدا اصل په حېث يي هېڅکله نه دی منلی.
په قرآن کريم کې د غلام نيولو دجواز کوم صريح نص نشته او داسې هېڅ ثبوت نشته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل ژوند کې ازاد انسان غلام کړی وي غلام نيونه اصحابو کرامو د عمل بالمثل اصل په نظر کې نيولو سره ځکه عملي کړه چې داسلام دښمنانوبه د مجاهدينو زندانيان خپل غلامان جوړول.
خو په سلام کې د غلامانو سره چلند اورويه د نورو نظامونو سره فرق لري په اسلام کې د غلام سره نېکه او نرمه رويه کيږي او هېڅ انساني حق يي نه ضايع کيږي دازادو اشخاصو سره همدومره توپير لري چې غلام دی اوبس رسول اکرم صلی الله علېه وسلم فرمايلي دي (من قتل عبده قتلناه به ومن جدع عبده جدعناه) چاچې خپل غلام قتل کړ پرې قتلوو يي او چاچې د خپل غلام پوزه پرې کړه پوزه يي پرې کوو.
د غلام نيولو لاره اسلام ډيره تنګه کړي خو د دوي دازادولو لارې يي پراخه کړې دي بلکې د دې د ختمولو له پاره يي زيات اصول وضع کړي دي په قرآن کريم د غلام ازادول الله ته دنږديکت ستره درجه ښودل شوې ده، او د زکاة دمصرف ځاې يي راپېژني.
د دې نه هم وړاندې دغلامانو ازادول په اسلام کې د ډېرو ګناهونو کفاره ګڼل شوې ده د مثال په ډول که څوک په خپل قسم کې حانث شي، د رمضان د مياشتې روژه وخوري یا يو مسلمان ترې سهواً ووژل شي او يا هم خپل غلام په څپېړه ووهي بايد يو غلام ازاد کړي همدارنګه که يو کس خپلې ښځې ته د مور نسبت وکړي (چې په فقه کې ورته ظهار ويل کيږي ) نور نشي کولی چې ورنږدې شي تر دې چې يو غلام يي نه وي ازاد کړی.
څرنګه چې غلام نيونه په اسلام کې د عمل بالمثل اصل په نظر کې نيولو سره جايز شوې که چېرې مسلمانان او کفار يي په الغاء باندې اتفاق وکړي په مسلمانانو لازمه ده چې د غلام نيونې څخه ځانونه وساتي ځکه په دې صورت کې دا عمل تېری کڼل کيږي او د عمومي نصوصو لمخې په اسلام کې تېری منع دی.
ځينې وايي بالمثل عمل د تېرېدنې او تسامح سره په ټکر کې دې، مګر زمونږ په نظر کله چې د خلکو حقوق پايمال شي او د عدالت د نظره ولويږي او تېرېدنه د تېري په وړاندې د تسلیمۍ او خوښۍ په معنی شي عفو او تېرېدنه به يي په خوا کې هېڅ ځاې ونه لري.
دغه اخلاقي ارزښتونه هغه وخت معنی لري چې د حق څښتن خپل حق لاس ته راوړي او د دې توان ولري چې خپل کسات او بدله د تيري کوونکي څخه واخلي.
ترحم او عدالت په اسلام کې يو د بل نه جدا نه بلکې لازم او ملزوم دي پېغمبرعلېه السلام سره ددې چې د ترحم، مهربانې او انساني عواطفو څخه ډک وه د تاريخ تر ټولو عادل ترين زمامدار او د عدالت نمونه او بهترين فېصله کوونکی وه.
د هغه د اخلاقو په باره کې عايشه رضی الله عنها فرمايي (رسول الله صلی الله علېه وسلم دالله په لار کې د جهاد پرته هېڅکله کومه ښځه، خادم او يا حيوان نه دی وهلی او هېڅکله يي خپل انتقام اوبدله نه ده اخيستې خو کله به چې دالله حدود نقض کېدل نو تر هغې به نه کېناسته چې بدله به يي نه وه اخيستې.
هوکې! دا دلويو انسانانو اخلاق دي چې د خپلو حقوقو په وړاندې تېرېدنه کوي خو کله چې د نورو حقوق پايمال کيږي او يا قانون دپښو لاندې کيږي عدالت تطبيقوي او هېڅکله عفو او تېرېدنه روا نه ګڼي ځکه خو رسول اکرم صلی الله علېه وسلم فرمايي
(انا نبي المرحمة وانا نبي الملحمة) زه هم د رحمت او هم دجنګ پېغمبر يم.
او هر زمامدار چې وغواړي چې په عدالت حکم وکړي ظالمان او مفسدين په سمه لار روان کړي ډېر لوې ترحم دی هغه جنګ چې انګېزه يي په خلکو د عدالت او ترحم تطبيق نه وي اسلام يي روا نه ګڼي.
هغه زمامدار چې د نفساني غوښتنو د مشبوع کولو او يا دباطلو تعصبونو لمخې لښکر راوباسي، جنګ کوي او بې ګناه خلک ټکوي په حقيقت کې ظالم او فساد کوونکی دی په وړانې يي پاڅون عدالت اود انسانيت ګټه ده قرآن کريم وايي که عادلانه جنګونه چې مفسدين سرکوبوي او دظالمانو لاسونه دظلم څخه لنډوي نه واې ټوله ځمکه به فساد نيولی وی (ولولا دفع الله الناس بعضهم ببعضٍ لفسدت الارض ولکن الله ذوفضلٍ علی العلمين) او که الله پاک د ځينو خلکو مخه په ځينو نورو نه نيولی د ځمکې مخ به فساد نيولی وی لیکن الله د ټول علم په نسبت د ډير لوی فضل خاوند دی.
له همدې امله عدالت د ځمکې په مخ د فساد او فتنې مانع ګرځي چې يو ډول الهي رحمت دی او دعدالت لوړه درجه بالمثل عمل دی او اسلامي زمامداران بايد د همدې اصل لمخې د نورو اړيکې ټينګې کړي که نور يي په خاوره تېری کوي دی هم بايد غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي او که د سولې لاسونه ور اوږدي دی هم باید سوله وکړي او که هغوي تړون ماتوي دی هم بايد تړونونه لغوه اعلان کړي.
خو دا بايد د ياده ونه باسو چې بالمثل عمل په اسلام کې د اخلاقي موازينو پورې تړلی دی که دښمنان اخلاقي موازين نه مراعتوي مسلمانان يي په رعايتولو مکلف دي او همدارنګه د تيري په مقابل کې دفاع بايد په دومره اندازه وي چې د تېري او دهغه د تکرار مخه پرې ونيول شي نه داچې د تېري په مقابل کې تېری وشي د مثال په ډول هغه ملکي کسان، ماشومان، بوډاګان، کارکوونکي او بزګران چې په جنګ کې دخيل نه وي څوک يي د وژلو حق نه لري.
کېدی شي يو څوک ووايي چې د وسلوال تيري په مقابل کې بالمثل عمل سرته رسول خو د جنګ د اوږدېدو سبب کيږي چې دا د اديانو د پېروانو خاصه او ځنګړنه نه ده ځکه چې دهغوي وظيفه او دنده د عبادت دلارې د روحي تهذيب او معنوي تکامل سرته رسول او د مادي ژوند د جنجالونو څخه ځان ساتنه ده زمونږ ځواب دا دی چې اسلام لکه د نورو اديانو په څېر د انسانانو دلارښوونې په خاطر را استول شوی دی نو فساد او رذيله اعمالو ته بايد اجازه ور نه کړي چې د ځمکې مخ ونيسي، بې وزله خلک خپل هدف او ټولنه جنجالونو ته راکاږي اسلامي اخلاق يوازې د فساد څخه د ځان ساتنې نه بلکې د فساد په وړاندې مبارزه کوونکي اخلاق هم دي.
په اسلام کې د عباداتو منظور روحي تهذيب او د مسلمان د نفس تقويت او روزنه ده ټولو خلکو سره دنېکيو له پاره د هر دين، جنس او رنګ څخه چې وي پېغمبرعليه السلام فرمايي (المؤمن مألفٌ فلا خير في من لایألفٌ ولا يؤلف) مسلمان الفت غوښتونکی دی څوک چې نه الفت کوي اونه الفت غواړي په هغه کې خیر نشته.
اسلام د ټولنيزو اخلاقو غوښتونکی دی هغه اخلاق چې په اساس يي هر څوک ځان د ټولڼې غړی ګڼي او دهغې د برباديدو په مخه نيولو کې فعاله ونډه اخلي.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر(په نېکيو امر او له بديو منعه) په اسلام کې يو لوې اصل دی کچېرې د منکراتو د مخنيوي او د فساد تېري او ظلم د له منځه وړلو له پاره تورې ته ضرورت شي اسلام به يي د همدې اصل لمخې په اوچتولو کې ځنډ ونه کړي البته د ملتونو تر منځ همکاري هم دا ډول امر بالمعروف او نهی عن المنکر لازمي دی چې دا دمحمدي امت يوه ځانګړنه ده الله جل جلاله فرمايي که محمدي امت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده په ښه ډول سرته ورسوي نو بهترين امت به وي( کنتم خېر امةٍ اخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر و تؤمنون بالله )تاسې بهترين امت وې چې د انسانانو د ښېګڼې له پاره پېداشوي ياست ځکه چې تاسې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوۍ او په الله ايمان لرۍ.
نور بيا …..
ژباړه: عبد المالک حيات
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.