ليكوال :عبيد الله سليم
استعماري ځواکونو د دې لپاره چې افغانان له خپل دین، تاریخ او کلتور نه پردي کړي، زمونږ په ګران هېواد کې یې ډېرې هڅې په کار اچولې دي، له راډیوګانو او تلویزیونونو څخه رانیولي بیا تر ورځپاڼو، مجلو، کتابونو او منهج پورې یې هر څه د نړیوالتوب په بهانه، داسې برابر کړي دي او برابروي يې، چې ټول د دوی له فکر او نظر سره سم و روزل شي، او د دوی په پلونو پل کېږدي!
د افغان ولس دښمنانو تل هڅه کړې چې له دغه غیرتي او مجاهد ولس څخه مادي شتمنۍ خو څه چې تاریخي ویاړونه او دیني ارزښتونه هم وتروړي، کله په یو نوم، کله په بل نوم داسې څرګندونې کوي، چې د دې ویاړلي او باتور ولس راتلونکی کهول په خپل ځان او په خپل تاریخ بې باوره کړي، داسې ورته وښيي چې هغه تاریخي ویاړونه او دیني ارزښتونه چې ستاسو پلرونو او نیکونو په خپلو وینو ګټلي دي، دا په حقیقت کې د نورو د تورې زور دی ! ستاسو نیکونو او پلرونو خپله اراده، خپل ځواک او خپل توان نه درلود! هر څه نورو کول! دوی یوازې د یوې وسیلې په توګه کارېدل!
د افغان ولس دښمنانو لومړی دا ډنډورې وهلې چې روسان امریکا مات کړل! ځکه له مجاهدینو سره که د امرېکې، پاکستان, سعودي او نورو هېوادونو مرستې نه وای افغانانو شوروي اتحاد نشوای ماتولای! دوی د دې پر ځای چې افغانانو ته د دغه تاریخي ویاړ مبارکي ووايي، چې د الله جل جلاله پر ذات د پاکې او سپېځلې عقیدې په لرلو، او د خپلو وینو په بیه یې تر لاسه کړ، یو نیم ملیون شهیدان یې ورکړل! هجرتونه یې وکړل، کورونه یې وران شول! ځمکې یې شاړې شوې! ښارونه یې ړنګ شول! دا ټول یې په سر ومنل مګر کفر ته یې غاړه کېنښوده! خوناځوانه دښمن په دې ټولو قربانیو سترګې پټوي! او په ډېره ناځوانمردانه ډول د حقیقت د پټولو هڅې کوي! که په افغان ولس کې دا غیرت نه وای، چې دښمن په خوله خوله ووهي! سر او پښې یې ور ماتې کړي! خپله آزادي او خپلواکې د تورې په زور واخلي! نو د تاریخ په اوږدو کې چې تل د یرغلګرو په وړاندې کلک درېدلی دی، خپله توره او مېړانه یې ښودلې ده! هغه بیا څنګه؟ او دغه رنګه ویاړونه نورو ولسونو ولې نه دي لرلي؟
دښمن دا ډول بې بنسټه پروپاګندې د دې لپاره کوي، تر څو له یوې خوا د دوی نیمګړتیاوو، نارواوو، ظلمونو او وحشتونو ته د چا پام نشي، او له بلې خوا خپل مخالفین تورن کړي, هويت او تشخص یې تر سوال لاندې راولي، او په دې توګه لمر په دوه ګوتو پټ کړي!!.
دا دي اوس ددې ډول د ډنګولو لپاره په هر ځای کې تبلیغات کوي، او له خپل تاریخ نه ناخبره ځينې افغانان، په شد او مد دا خبره ور سره بدرګه کوي، چې ګواکي په ګران هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د ماتې لامل آی اس آی دی، که آی اس آی نه وي، نیواکګر به په یوه ورځ کې افغانستان ګل او ګلزار کړي!
نړیوال ځواکونه اوس له افغان ولس سره د هغې جګړې په ډګر کې، چې اور یې خپله دوی بل کړ له یوې سترې نړیوالې شرمېدلې او تاریخي ماتې سره مخامخ شوي دي، داسې ماته یې په برخه ده چې نړیوال غرور او استکبار یې له خاورو سره خاورې کېږی، دا په اصل کې د دوی ماتې نه ده، د دوی د تاریخ ماتې ده، د نړۍ پر سر دظلم او استکبار ماتې ده؛ ځکه خو اوس د افغان ولس ټول دښمنان هغه که دیني دي که دنیوي، که اوسني دي، که مخكني، که نړیوال دي که سیمه ایز د یوې هر اړخیزې او پراخه جګړې په ګڼو سنګرونو کې په کمین کې ناست دي، غواړي دغه تاریخي ویاړ له افغان ولس نه په هر ډول چې کیدای شي وتروړي، دوی په اصل کې د تاریخونو، ویاړونو او وینو غله دي! د ولس تاریخ او وياړ غلا کوي، د ولس وینی غلا کوي، او په نورو پورې یې ور تړي!
ګرانو لوستونکو! د دې لپاره چې پوه شو، چې آیا نړیوالو ځواکونو ته په رښتیا نورو ماته ورکړه او ورکوي یې؟ که افغان ولس؟ آیا افغان ولس په رښتیا د پردیو له غوښتنو سره سم خوځي او راخوځي، په ځانګړي ډول د ګاونډي هېواد پاکستان له غوښتنو سره؟ آیا مجاهدین په رښتیا د واک او چوکۍ لپاره جګړه کوي؟ او كه واک او چوکۍ داسلامي نظام د ټینګېدو او دقرآن کریم دمبارکو احکامو دپلي کېدو لپاره د وسیلې په توګه کاروي؟ نړیوالو خبري رسنیو بیا په تېره ځینو افغان لیکوالانو ولې خپلې ژبې او قلمونه د افغان ولس د بدنامولو لپاره ځانګړې کړې دي؟
د دې لپاره چې په دې اړه یوې معقولې پرېکړې ته ورسېږو، لاندې څو پوښتنې به د خپل عقل په رڼا کې په ګډه سره وڅېړو، تر څو معقولې پایلې په لاس راشي؛ ځکه هره ستونزه له یوې معقولې او منطقي لارې هوارېږي، لومړی باید ستونزه پیدا شي، بیا یې لاملونه ولټول شي، او وروسته یې د هواري په لارو چارو غور وشي، تر څو سمې لاسته راوړنې ولري.
ځینې خلک په افغان مجاهد ولس پسې رد وبد وايي، سپکې سپورې لیکې، بې ځایه تبلیغات کوي، حال دا چې تور لګول، پوچ او سپک ویل هغه خلک کوي چې په خبره نه پوهېږي، نه په خپله خبره پوهېږي نه د بل، نه خپله خبره اوري نه د بل، حال دا چې له داسې کس سره ښکنځل، پوچ او سپک ویل نه ښايي، چې له قلم، پاڼې او کتاب سره بلد وي، لیک او لوست یې زده وي.
قلم په نړۍ کې, په ځانګړې توګه داسلام په مبارك او سپېڅلي دین کې لوړ ځای لري، د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم لومړی آیت د لوستلو په هکله راغلی، الله جل جلاله په نه ويشتمه پاره کې د سورت نون په سر کې په قلم قسم کوي، نن چې انسان پرمختګ کوي، ډول ډول نوښتونه منځ ته راځي د قلم له برکته، اوس که یو څوک را ولاړېږي، په قلم داسې څه لیکي چې نه ور سره ښايي، لویه ناروا کوي، له ځان سره ظلم کوي، دا سمه ده چې باید د ظلم او ناروا په وړاندې قلم وکارول شي، خو هر څه د ادب او انسانیت په چمبه کې، كم تر كمه انساني کرامت باید په پام کې ونیول شي.
د اسلام مبارک دين د انساني کرامت په هکله خپلو پیروانو ته سپارښتنه کړې، خپلو پیروانو ته اجازه نه ورکوي، چې په جګړه کې د وژل شوي کافر له تنې سره بده رویه وکړي، کله چې ووژل شي باید په خاورو کې پټ شي، که بندي شو بد چلن به نه ورسره کېږي، بې ځایه وهل، ټكول او کنځل به نه ورته کېږي، آن تر دې چې د هغو کافرانو چې پر مسلمانانو ظلم نه کوي, او له ظالمانو سره مرسته نه کوي, د هغوی غیبت هم علمای کرامو ناروا بللی. چې له کافر سره د دا ډول چلن سپارښتنه شوې، له یو مسلمان سره باید څه رنګه چلن وشي؟
دا هم باید په پام کې ولرو چې یو کس له ناسمې لارې راګرځول, په حقیقت پوهول، او واقعیتونو ته یې پام ور اړول، په دلیل او منطق کېږي، نه په کنځلو او سپکو سپورو، هغه څوک کنځل کوي چې دلیل نه لری، د خبرو وس، توان او وړتیا نه لري؛ ځکه څوک چې د خپل فکر خلاف کار وویني، په زړه کې يې یو رنګې ځوښ را پیدا شي، که دلیل ورسره وي، د هغه په ویلو یې زړه یخ, او ځوښ یې کښېني، او که دلیل و نه لري، یا په خبره نه پوهېږي، اړ کېږي چې کنځل وكړي؛ ځکه هغه د زړه ځوښ یې همداسې پاتې وي، دلیل له ده سره نه وي چې په ویلو یې زړه یخ شي، بس په کنځلو او سپکو سپورو پیل وکړي، او له دې سره یې زړه یخ شي.
کنځل هر وخت د ناپوه او کمزوري سړي کار وي، هوښیار، پوه او ځواکمن کس کله هم کنځلې نه کوي، تاسو به لیدلي وي کله چې دوه ماشومان یا لویان سره په جګړه شي, زورور کس تل خپل زور کاروي, ډېر خبرې مبرې نه کوي، لګیا وي وهل کوي، مګر کمزوری پرته له کنځلو بل څه نه لري، په کنځلو خپل زړه یخوي، هغه کوم ګوزارونه چې د زورور له خوا پرې کېږي, زور يې د کنځلو په بڼه له خولې څخه راوزي، او څومره چې ګوزار ځواکمن وي، همدومره د کنځلو کچه هم ورسره لوړېږي… ادامه لري.
عبيد الله سليم
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.