لیکوال : استاذ عبید الله سلیم
..
د دې لپاره چې هر کس دپېښو په اړه د خپل عقل او پوهې په رڼا کې قضاوت وکړي ، د نورو په خبرو کې له غور او پلټنې پرته, د یو چا په پېژندلو, او يا پرې په حکم کولو کې بې پرې پاتې شوی وي, ومې غوښتل د طالبانو په هکله ځينې هغه اندېښنې چې کله کله له ځينو کسانو سره پیدا کېږي په داسې توګه د ایماني، ملي، وجداني او انساني مسوليت له مخې وڅېړل شي، چې کرکو، تعصبونو، کینو او ځان غوښتنو ته کوم ځای نه وي پکې.
بايد ووایم چې دا لیکنه زما د خپل شخصي نظر او څېړنې په رڼا کې شوې ده، په هېڅ ډول د کوم رسمي جهت استازیتوب نه کوي، او نه یې د کوم شخص یا لوري او جهت له خوا د لیکلو سپارښتنه شوې ده.
په لیکنه کې دا هڅه نه ده شوې، او نه باید څوک وانګېري چې ګواکي طالبان له هر رنګه تېروتنو پاک او معصوم دي! بلکې یوازې او یوازې هغه تورونه څېړل شوي کوم چې په بې انصافۍ سره پر دوی لګول شوي او لګول کېږي، او په پای کې د ځینو هغو ځانګړنو یادونه شوې ده چې په طالبانو کې شته مګر هڅه شوې او کېږي چې سترګې پرې پټې شي.
الله جل جلاله په عامه توګه انسان په داسې یوه لويه پېرزوینه نازولی چې له نورو مخلوقاتو سره یې لوی توپیر پرې کېږي، له همدې امله یې په داسې څه مکلف کړی چې نور مخلوقات یې نه دي پرې مکلف کړي، انسان ته یې د نړۍ د آبادولو واک او دنده سپارلې ده، ځمکه او آسمانونه یې د انسان د ګټې لپاره پنځولي، د انسان او حیوان ترمنځ لوی توپیر د عقل ارزښتناک ګوهر دی، انسان په عقل د ښه او بد توپیر کولی شي، خپل خالق پرې پيژندلای شي، امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله تعالی وایي چې که یو انسان د کتاب او پیغمبر له لارې د الله جل جلاله په شتون او یووالي خبر هم نشي، په دې مکلف دی چې د الله جل جلاله شتون او یووالی په خپل عقل وپېژني؛ ځکه عقل داسې ارزښتناک ګوهر دی چې انسان یې انسان کړی، له همدې کبله هر هغه انسان چې خپل عقل نه کاروي د څارویو په ډله کې ګڼل کېږي، الله جل جلاله د انفال د سورت په دوه ویشتم آیت کې په دې هکله دا رنګه فرمایي: ( إِنَّ شَرَّ الدَّوَابّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لا يَعْقِلُونَ ) بې شکه چې د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله په وړاندې د الله جل جلاله په مخلوقاتو کې تر ټولو بد ژوندي او یا تر ټولو بد ژوي له حق نه هغه کاڼه او ګونګیان دي چې د الله جل جلاله د امرونو په اړه له عقل څخه کار نه اخلي.
الله جل جلاله انسان ته عقل ددې لپاره ور کړی چې کار ترې واخلي، د الله جل جلاله په مخلوقاتو او خپل چاپیریال کې فکر وکړي. الله جل جلاله په قرآن کریم کې په ګڼو ځایونو کې کفار او مشرکین له دې کبله غندي چې له عقل څخه کار نه اخلي، د خپلو ګټو او تاوانونو توپیر نه کوي.
متاسفانه نن په اسلامي ټولنو کې داسې کسان تر سترګو کېږي چې د الله جل جلاله له دغه لوی نعمت نه کار نه اخلي، د پېښو په اړه په نورو پسې ځی, د نورو دتبلیغاتو پر بنسټ څېړنې او شننې كوي, د عقل غوښتنې له پامه غورځوي، که څه هم چې له عامو خلکو نه خو به تر یو ځایه ګیله نه کېږي؛ ځکه چې هغوی له لیک او لوست سره ډېره بلدتیا نه لري، مګر هغه کسان چې لیک او لوست کوي، لږ او ډېر څه یې زده وي باید په هېڅ ډول دا رنګه تېروتنه ونه کړي، او که دلته یوه خبره وکړم کېدای شي بې ځایه به نه وي، هغه دا چې ما ډېر خلک په کلیو او بانډو کې داسې لیدلي, چې فکر اونظر یې د هغو خلکو په پرتله چې له ننۍ نړۍ سره تر یو ځایه بلد دي جوت توپیر لري! د هغوی فکر او نظر تر ډېره په خپل عقل ولاړ وي؛ ځکه له بل داسې چا سره راشه درشه نه لري چې د دوی له فکر او نظر سره په ټکر کې وي، له همدې وجې يې نظر په خپل ځای پاتې وي، او کومو کسانو چې د نورو په لاس لیک او لوست کړی وي، له خپل دین او دود نه پوره نه وي خبر، او یا یې په ارزښت نه پوهېږي, هغوی تر ډېره د نورو د فکر او نظر تر سیوري لاندې ژوند کوي!
له همدې کبله تعلیمي منهج په یوه ټولنه کې لوی ارزښت لري، که د زده کړې بنسټیزه ډبره سمه کېښودل شي، راتلونکی کهول به د ولس, مسلمانانو، بلکې ټول انسانیت په خیر وي، د دنیا او آخرت دواړو ګټه به یې کړې وي. او که د زده کړې د بنسټ ډبره کږه کېښودل شي ټولنه به ور سره کږېږي؛همدا وجه ده چې استعماري ځواکونه تل هڅه کوي، هغه ځای چې دوی یې د نیولو هوډ لري، تعلیمي منهج یې له خپل فکر سره سم برابر کړي، تر څو په راتلونکي کې د هغه ځای خلک دوی ته ښه راغلاست ووايي، د دوی دود، دستور او کلتور خپل کړي، چې څرګنده بیلګه یې مونږ اوتاسو نن د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لیدلای شو, مونږ ګورو چې دنړۍ لوی قوتونه شپه او ورځ نارې وهي چې باید په اسلامي هېوادونو کې تعلیمي مناهج بدل شي، او د دوی له خوښې سره سم جوړ شي، تر څو ټول د دوی په رنګ رنګ شي، او د دوی دود او دستور خپل کړي.
دلته یوه کېسه را یاده شوه، څو کاله مخکې زمونږ په کلي کې یو کس مړی شو و، په جومات کېګیلم غوړېدلی و, خلک دعا ته راتلل، ځینی خلک د جومات په تبۍ ناست وو، او ځینې نور اخوا دیخوا، یو دوه سپین ږيري کسان چې دعا ته راغلي وو او میلمانه وو، وړاندې په توشکو ناست وو، یو کس ته یې معلم صیب ویل ما نه پېژانده، او هغه بل ته یې حاجی صیب، مجلس روان و، په دې منځ کې چا وویل چېطالبانو په غزني کې کومه فرانسوۍ وژلې ده، معلم صیب او حاجی صیب دواړو ویل: دا خو سم کار نه دی شوی، هغوی دلته راځي چې خلکو ته خدمت وکړي او دوی يې وژني، کفر او اسلام خو د هر چا خپل دی، موسی به دین خود عیسی به دین خود!
په دې ترڅ کې یو آمي سړي چې په تبۍ ناست په ساده کلیوالي ژبه او انداز کې وویل: ( ډېر ښه یې کړي، ده کاپرې ښځې دلته د خدمت لپاره نه دي رغلې، د مسلمانانو ښځې له خپل دین نه اړوي ) خبره غلې شوه، د میلمنو د درناوي، او دفاتحې د مراسمو له وجې هېچا څه ونه ویل! ما ته همدلته فکر پیدا شو چې دا اوس څه دي؟ دغه دوه کسان چې لیک او لوست یې کړی، دا رنګه خبره یې وکړه او همدا یې نظر و، او هغه بل آمي کس فکر کوم هېڅ لیک او لوست یې نه دی زده، په اوړي کې په خپله ځمکه کې لګیا وي بزګري کوي، او په ژمي کې یو او بل ځای ته په مزدورۍ پسې ځي، دا رنګه نظر لري! که څه هم چې د نوموړي آمي سړي خبره به ځینو کسانو ته د منلو وړ نه وي، مګر ما په همغه ځای ومنله، او بیا مې د همدېبزګر په خبره نور هم باور هغه وخت ټینګ شو ,کله چې په غزني کې هغه کوریایانې ونیول شوې، کوموچې عیسویت ته بلنه کوله! اوبیا څه وخت مخکې د بریتانیې دفاع وزیر دا خبره وکړه چې: مونږ افغانستان ته د دې لپاره نه یو راغلي، چې د څوارلسمې پېړۍ هېواد ته د یوویشتمې پیړۍ ژوند راوړو! مونږ له هر څه نه مخکې خپلې موخې لرو، تر هر څه مونږ ته زمونږ امنیت ارزښت لري! او چې بیا وروسته ورپسې د امرېکې دفاع وزیر دا خبره وکړه چې: مونږ په افغانستان کې د دیموکراسۍ د پلي کولو لپاره نه یو راغلي! مونږ د خپل ځان د امنیت لپاره راغلي یو، او بیا وروسته اوباما وویل چې که زه په دې پوه شم چې مونږ په امن یو، سمدستي به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسم، نو مې نور هم په دې باور ټینګ شو چې د هغه بزګر سړي خبره بالکل سمه وه، خو دا چې بزګر دا خبره له کومه ځایه کوله؟ زما هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث شریف سترګو ته ودرېد، چې امام ترمذي صیب په خپل کتاب کې دا رنګه رواړی دی: (عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بِنُورِ اللَّهِ ) سنن الترمذي, باب: ومن سورة الحجر.
له ابی سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت دی، چې ویلي یې دي، رسول الله صلی الله وفرمایل: ( د مومن له ځیرکتیا او وړاندوینې نه ځان ساتئ! ځکه هغه د الله جل جلاله په نور لید کوي، یعني د زړه تړاو يې له الله جل جلاله سره داسې ټینګ او لنډ وي چې الله جل جلاله یې په زړه کې د پېښو او د خلکو د پېژندلو په هکله معلومات ور اچوي ).
کله چې ایمان په زړه کې سم ځای ونیسي, الله جل جلاله داسې ښوونه ورته کوي چې ډېر خلك ورته ګوته په غاښ شي! دا روایت د امام بخاري په التاریخ الکبیر، د طبراني په المعجم الکبیر , المعجم الأوسط، مسند الشاميين, او د الشهاب القضاعي په مسند، د سیوطي په جامع الأحاديث, د ابن الأثیر په جامع الأصول من أحادیث الرسول او د احادیثو په نورو ګڼو کتابونو کې راغلی دی… (دوام لري).
استاذ عبید الله سلیم
یادونه: هرې ليکنې سره د ادارې موفقه شرط نه ده (اداره).
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.