لیکوال :محصلین
كندهار پوهنتون په (۱۳۶۹ ل.- ۱۹۹۰م.) كال كي تاسيس سو. چي په ترتيب سره د كرهڼي پوهنځي (۱۳۶۹ل.)، طب پوهنځي (۱۳۷۲ل.)، انجينېري پوهنځي (۱۳۷۹ل.)، ښووني او روزني پوهنځي (۱۳۸۲ل.)، شرعياتو پوهنځي (۱۳۸۸ل.)، اقتصاد پوهنځي (۱۳۸۹ل.) او ژورناليزم پوهنځي (۱۳۹۱ل.)، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي(۱۳۹۲ل.)، د عامه ادارې پوهنځي (۱۳۹۲ل.) پكښي تاسيس او فعاله دي او د (۱۳۹۳ل.) كال له پاره د ژبي او ادبياتو او كمپيوټر ساينس پوهنځي هم پكښي پيل كېږي . د پوهنتون له تاسيس څخه تر اوسه پوري ئې د هيواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په خورا سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل كار ته دوام ورکړى دئ او تر اوسه پوري ئې د مختلفو پوهنځيو ( طب، انجنېري، کرهڼي او ښووني او روزني ) څخه په مختلفو برخو كي فارغين وركړي دي . کندهار پوهنتون د جنوب لويديځ زون په سطحه د ټولو دولتي او شخصي لوړو زده کړو د مؤسسو د څارني مرکز دئ. او همدارنګه ئې په (١٣٨٧ل.) کال کي لومړى فليال (څانګه) په هلمند کي، د کرهڼي پوهنځي پرانستل او په (١٣٩١ل.) كال کي ئې دوهم فليال په روزګان ولايت كي، د ښووني او روزني پوهنځي پرانستل
اطلاعیه پوهنتون کابل
خبرتیا!
د نوروز لمانځنې د مخنوي په اړه خبرتیا
د کندهار پوهنتون خبرتیا
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون له استادانو سره وکتل
بااحساسه محصلين | اسلامی، علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه
© Copyright 2021, All Rights Reserved | Contact us at: muhassileen@gmail.com.